د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

د امریکا استازو جرګه کې ۴۸۴ میلیارده ډالري لایحه تصویب شوه


آرشیف
آرشیف

د امریکا استازو جرګې د ۴۸۴ میلیارده ډالرو لایحه تصویب کړه.

دا پیسې به د کرونا ویروس له امله د رامنځته شویو اقتصادي ستونزو او د دې ناروغۍ د مخنیوي پر لارو چارو ولګول شي.

د دې لپاره چې دا لایحه ومنل شي او په قانون بدله شي اوس د ولسمشر ډونالد ټرمپ لاسلیک ته اړتیا لري.

تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ د امریکا سنا دا لایحه تصویب کړې وه او د جمعې په ورځ د استازو جرګې ۳۸۸ غړو موافقه ورسره وکړه.

یوازې پنځو تنو منفي رایې ورکړې.

ولسشمر ټرمپ مخکې لا ژمنه کړې وه چې دا سند به سمدستي لاسلیک کړي.

د دې پیسو ۷۵ میلیارده ډالره روغتونونو ته، ۲۵ میلیارده ازموینو ته، ۶۰ میلیارده هم هغو کسانو ته د پورونو لپاره ځانګړې شوې دي چې اقتصادي زیان وراوښتی دی.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره تر ۲۲ میلیونه ډېرو کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي، نو له دوی سره به هم له دې پیسو مرسته وشي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د راپور له مخې په متحده ایالاتو کې نږدې اته لکه ۷۰ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي، نږدې ۵۰ زره د دې ویروس له امله تر اوسه مړه شوي دي او تر ۸۰ زره ډېر هم بېرته جوړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG