د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

استانبول کې له یوه جومات د خوراکي موادو مارکېټ جوړ شو


ارشیف، استانبول کې یو جومات
ارشیف، استانبول کې یو جومات

د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په اکثر اسلامي هېوادونو کې خلکو ته سپارښتنه شوې چې په جوماتونو کې دې نه‌راغونډېږي او لمونځونه دې په خپلو کورونو کې وکړي.

ترکیه هم د نړۍ له هغو اسلامي هېوادونو ده چې جوماتونه‌یې د کرونا ویروس د وبا د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره بند شوي دي.

د ترکیې حکومت خلکو ته ویلي چې د جوماتونو د بیا پرانیستل کېدو لپاره اعلان ته منتظر شي.

د ترکیې په لوی ښار، استانبول کې خلکو له دې موقعې د کار اخیستلو او له نورو وګړو سره د مرستې لپاره په یوه جومات کې د خوراکي موادو مارکېټ جوړ کړی دی.

خو د خوراکي موادو د خرڅلاو پر ځای، په دیدمان جومات کې له بې‌وزله خلکو سره وړیا مرسته کېږي.

استانبول کې روغتیايي کارکوونکي د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوي لپاره د دوا پاشلو پر مهال
استانبول کې روغتیايي کارکوونکي د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوي لپاره د دوا پاشلو پر مهال

مخکې تر دې چې په ترکیه کې کرونا ویروس خپور شي، د استانبول ښار دیدمان جومات ته به هره ورځ سلګونه وګړي د لمانځه لپاره ورتلل.

دیدمان جومات ته خلک د پخوا په څېر د ورتګ اجازه لري، خو د بل مقصد لپاره او تر نویو شرایطو لاندې.

د پخوا په څېر، هر وګړی باید جومات ته تر ورننوتلو مخکې، خپل بوټونه وباسي او نور اسلامي شرایط باید مراعت کړي.

هغه وګړي چې خوراکي موادو ته اړتیا لري، د جومات مخې ته په کتارونو کې، خو داسې چې یو له بل سره ډېر واټن لري، ولاړ وي.

په یوه وخت کې یوازې دوه تنه جومات ته د ورننوتلو اجازه لري.

هر وګړی باید جومات ته د ورتګ لپاره ماسک اغوستی وي او دستماغوګان‌یې (دستکشې) هم باید په لاس کړې وي.

په دیدمان جومات کې د بسکېټ، وچې ډوډۍ، غوړو او نورو ضروري خوراکي موادو بستې ایښې دي او هر څوک چې اړتیا لري، ورځي او وراخلي یې.

د دیدمان جومات ملا عبدالصمد شاکر ویلي چې هغو وګړو ته چې نېستمن دي مرسته کېږي.

استانبول کې یو جومات کې دوا پاشي
استانبول کې یو جومات کې دوا پاشي

د جومات ملا وايي: "د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته، موږ فکر وکړ چې له خپلو خویندو او وروڼو سره څرنګه مرسته کولائ شو، له دې کبله، موږ پرېکړه وکړه چې په جومات کې خلکو ته خوراکي مواد کېږدو او دوه اوونۍ وشوې چې موږ دا کار کوو. هر څوک چې د خوراکي موادو اړتیا لري، دلته راځي او له دې ځایه‌یې اخلي."

له دیدمان جوماته هره ورځ نږدې ۱۲۰ تنه خوراکي مواد ترلاسه کوي.

په جومات کې خلکو ته د مرستې دا مواد د عثمان په نوم یوه خیریه ټولنه ورکوي، خو د ترکیې حکومت هم مالي مرسته ورسره کوي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د وروستي راپور پر بنا ویل کېږي چې په ترکیه کې تر ۹۵ زره او ۵۰۰ زیات وګړي په کرونا ویروس اخته شوي او ۲۲۵۰ تنه په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ مړه شوي دي.

د راپورونو پر اساس، له امریکا او اروپا وروسته ترکیه د نړۍ په هغو هېوادونو کې ده چې زیات وګړي په کرونا ویروس اخته شوي او وضعیت ډېر نازک دی.

XS
SM
MD
LG