د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

اروپايي ټولنه احتمالي اقتصادي ناورین ته د ګډ ځواب په اړه بحث کوي


د اروپا بیرغ
د اروپا بیرغ

د اروپايي ټولنې مشران نن د وېډیو کنفرانس له لارې د کرونا ویروس له امله احتمالي اقتصادي ناورین ته د ګډ مالي ځواب په اړه بحث کوي.

د اروپایي مشرانو څخه تمه کېږي چې د دې ټولنې د اجرايي مشرتابه اروپايي کمېسیون څخه د کافي بودجې غوښتنه وکړي څو وکولای شي له اغېزمنو برخو سره مرسته وکړي.

د اروپايي شورا مشر چارلز میشل ویلي د دې وړاندیز کوي چې کمېسیون دې اړتیاوې وڅېړي څو شته ننګونو ته مناسب ځواب وویل شي.

اروپايي هېوادونه د کرونا ویروس له لاسه سخت ځپل شوي دي.

اسپانیا، ایټالیا او فرانسه په کرونا ویروس د اخته او مړو کسانو د شمېر له پلوه د نړۍ په پنځو لومړیو هېوادونو کې دي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې ۲ میلیونه او شپږ لکه ۲۹ زره کسان په کرونا ویروس اخته دي چې له ډلې یې څه باندې یو لک او ۸۳ زره کسان مړه شوي او د هغو کسانو چې درملنه‌یې شوې شمېر له اووه لکو او ۲۲ زره کسانو اوړي.

XS
SM
MD
LG