د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

روغتیا نړیوال سازمان: د کرونا ویروس ښایي په دوو کلونو کې کنټرول شي


ارشیف
ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د کرونا وبا ښایي په دوو کلونو کې کنټرول شي.

په داسې حال کې چې اروپایي هېوادونه د دې ویروس ډېروالی تجربه کوي، په امریکا کې چې تر ټولو ډېر دې وبا ځپلی د نویو پېښو شمېر په کمېدو دی.

په ټوله نړۍ کې نژدې ۲۳ میلیونه کسان په دغه ویروس اخته شوي دي چې شاوخوا ۸۰۰ زره کسان ترې مړه شول.

جرمني، فرانسه، هسپانیه او ایټالیا له هغو هېوادونو څخه دی چې د پسرلې راهیسې یې د دې ناروغۍ تر ټولو لوړي شمېرې درلودې.

په همدې حال کې د اروپا په ډېره برخه کې د همدې ناروغۍ د خورېدو د مخنیوي لپاره لګول شوي محدودیتونه بېرته لرې شول.

روغتیایې متخصصین د کویډ ۱۹ ناروغۍ د شمېر ډېروالی تر ډېره د اوړي پر مهال د هېوادونو ترمنځ د سفرونو سره تړي او همدې مسئلې داسې وېره رامنځته کړې چې ښایي په مني موسم کې دا ویروس یو وار بیا ډېر شي.

اروپایې مشرانو ویلي چې د ویروس د بیا ډېرېدو په صورت کې به هغسې محدودیتونه ونه لګوي چې اقتصادونو ته یې زیان ورسېږي، د دې پرځای دوی هغو سیمو ته چې دا ویروس په کې ډېر دی، سفرونه محدودوي.

XS
SM
MD
LG