د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

د کویډ۱۹ پېښو په زیاتوالي سره سره اروپايي هېوادونو کې کاروبارونه دوام کوي


ایټالیا د اګست شلمه د کرونا ویروس ۸۴۵ پیښې ثبت کړې.
ایټالیا د اګست شلمه د کرونا ویروس ۸۴۵ پیښې ثبت کړې.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، سره له دې چې په اروپایي هېوادونو کې چې د کرونا ویروس پېښې په زیاتېدو دي، د ښارونو او کاروبارونو بیاتړنې ته اړتیا نه برېښي.

دغه سازمان کې د اروپا د څانګې مشر هنس کلوګه ویلي، د نړۍ په کچه ځینو لومړنیو اقداماتو او مخامخ اضافي ګامونو د ویروس د تاوجن کېدو وضعیت کابو کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان مسئولان وایي، په اروپا کې کرونا ویروس کابو کېدلای شي او دغلته باید اقتصادي او تعلیمي چارې دوام پیدا کړي.

ایټالیا، فرانسه، اسپانیه او جرمني هغه هېوادونه دي چې د ویروس کچه په کې په زیاتېدو ده.

ایټالیا پرون د اګست شلمه د کرونا ویروس ۸۴۵ پیښې ثبت کړې چې دا له تېرې مې میاشتې راهیسې تر ټولو لوړې شمېرې دي.

فرانسې هم تازه په کرونا ویروس د ۴۷۰۰ کسانو د اخته کېدو راپور ورکړی چې په څو وروستیو ورځو کې پام وړ زیاتوالی ښيي.

اسپانیه کې بیا د پېښو ورځنی شمېر تر فرانسې او جرمني هم ډېر دی، هلته پرون ۱۷۰۷ پېښې ثبت شوې.

د نړۍ په کچه بیا امریکا تر ټولو ډېره ځپل شوې، دغه هېواد کې پرون د څه باندې ۴۶۰۰۰ نویو پیښو راپور ورکړ شو.

له دې سره د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې په کرونا د اخته شویو کسانو شمېر څه باندې ۲۲ نیم میلیونو ته ورسېد چې له ډلې یې له اووه لکه او نوي زرو ډېر کسان مړه شوي دي.

د مړینې له اړخه هم امریکا او ورپسې برازیل لوړې شمېرې لري، کویډ۱۹ تراوسه نژدې ۱۷۵ زره کسان په امریکا او څه باندې ۱۱۲ زره په برازیل کې مړه کړي دي.

بل لورته په سویلي کوریا کې پرون د ۳۲۴ نویو پېښو راپور ورکړ شو، دغه حالت ځایي اندېښنې جوړې کړي ځکه چې له مارچ میاشتې تراوسه ورځنۍ پېښې دومره نه وې ختلې.

سویلي کوریا کې تراوسه د کرونا ۱۶۶۷۰ پيښې ثبت شوي.
سویلي کوریا کې تراوسه د کرونا ۱۶۶۷۰ پيښې ثبت شوي.

د سویلي کوریا د روغتیا مرستیال وزیر ویلي، دا ډېر جدي وضعیت دی.

د سویلي کوریا حکومت اوس د هغو کسانو څرک لګوي چې تېره اوونۍ یې پلازمېنه سیول کې سیاسي ټولیدنه کې ګډون کړی وو.

دوی وایي، هغو موټر چلوونکو پسې هم ګرځي چې دغه کسان یې له ولایتونو ښار ته انتقال کړي وو.

دغه اسیایي هېواد کې تراوسه د کرونا ۱۶۶۷۰ پيښې ثبت شوي او ۳۰۹ کسان ترې مړه شوي دي.

د کرونا وبا له کبله اقتصادي ستونزې هم په ډېرېدو دي.

په امریکا کې د بې کارۍ کچه ورسره ډېره شوې او جرمني بیا ویلي، هېواد یې اړ دی چې ۲۰۲۱ کال لپاره هم پور واخلي.

له دې سره روسیې ویلي، د کرونا د مخنیوي لپاره جوړ کړی واکسین یا (سپوتنیک وي) پر څلویښت زره کسانو ازمایي، سره له دې چې کارپوهان د دغه واکسین پر اغېزو ډاډه نه دي.

د مکسیکو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دوی به هم دوه زره سپوتنیک وي درمل ترلاسه او خپلو خلکو باندې و ازمایي.

اوسمهال په نړۍ کې په دې هدف د یو شمېر نورو واکسینونو د جوړولو چارې هم روانې دي او پر نژدې شلو یې کلینیکي ازموینې کېږي.

XS
SM
MD
LG