د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۴ چنګاښ ۱۳۹۹ کابل ۰۴:۲۹

نړۍ

اروپايي ټولنې د کرونا له کبله د ځپل شوي اقتصاد په اړه غونډه پیل کړې

بروکسل کې د اروپايي ټولنې مرکزي دفتر

د اروپایي ټولنې مشرانو د کرونا له کبله د ځپل شوي اقتصاد د بیا په پښو درېدو په هدف خپله غونډه پیل کړه.

په دغې غونډه کې د اروپایي کمېسیون د مشرې اورځلا وان دیرلین پر وړاندیز بحث کېږي، د دغه وړاندیز له مخې د اروپا د اقتصاد بیا رغونې ته د ۷۵۰ میلیاردو یورو په ارزښت یو پلان جوړېږي.

د اروپایي ټولنې د اقتصادي رغونې په برخه کې د ټولنې د مشرانو ترمنځ د نظر اختلاف شته.

د اووه ویشت غړیو هېوادو دا ټولنه د ویډیو کنفرانس له لارې غونډه ترسره کوي.

د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د اروپایي ټولنې په غړیو هېوادو کې تر یولک ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او دا هېوادونه په بې سارې ډول له اقتصادي بحران سره مخامخ شوې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کالیفورنیا کې بیا بندیزونه لګېدلي

د کالیفورنیا د والي ګاوین نیوسام نوي بندیزونه هغه هیلې مړاوي کوي چې په امریکا کې د اقتصاد پر بیاغوړېدو پورې تړلې دي.

د امریکا کالیفورنیا ایالت د کرونا ویروس د لاخپرېدو د مخنیوي لپاره بیا بندیزونه ولګول.

د امریکا دغه تر ټولو زیات نفوس لرونکی ایالت په دې وروستیو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو او پرکویډ۱۹ ناروغۍ د ډېرو کسانو د بستري کېدو شاهد و.

په متحدو ایالتونو کې د کرونا ویروس تر اوسه له ۱۳۵ زرو زیات کسان مړه کړي دي.

د کرونا وبا د امریکا په سویلي او لویدیځو ایالتونو کې چې په مې میاشت کې په کې بندیزونه لیرې شوي و، ډېره د خپرېدو په حال کې ده.

د کالیفورنیا د والي ګاوین نیوسام نوي بندیزونه هغه هیلې مړاوي کوي چې په امریکا کې د اقتصاد پر بیاغوړېدو پورې تړلې دي.

رستورانونه، بارونه، سینماګانې او موزیمونه په دې ایالت کې بند شوي دي.

په متحدو ایالتونو په وروستیو پنځو ورځو کې د ورځې په متوسط ډول د کرونا ۶۲ زره نوې پېښې ثبت شوې دي.

د وروستیو شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۱۳ میلیونو او ۲۴۰ زره کسانو اوښتی او د مړو شویو شمېر هم له ۵۷۵ زره کسانو اوښتی دی.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغانستان خبرې کړي

د عکس ښي لور ته پومپیو او چپ لور ته لاروف

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون له خپل روسي سیال د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاروف سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په خپاره کړي بیان کې د دغو خبرو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي خو نوموړی وروسته له هغې له لاروف سره خبرې کوي چې په افغانستان کې طالبانو ته د روسيي د پوځي استخباراتو له خوا د امریکایي سرتېرو د وژلو لپاره د انعام ورکولو پرسر په دې وروستیو اوونیو کې په متحدو ایالتونو کې بحثونه ډېر تاوده شوي دي.

د ټرمپ ادارې په دې اړه راپورونه کم اهمیته بللي او ویلي یې دي چې امریکایي استخباراتي ادارو دا نه دي تایید کړي چې روسیې دې ګنې طالبانو د امریکایي سرتېرو د وژلو په خاطر پیسې ورکړې وي.

روسیې هم دغه ادعاوې رد کړې دي.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران داسې مهال د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي چې په دې هېواد کې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا حملو بیا زور اخیستی.

فرانسه د روغتیايي کارکوونکو معاشونه زیاتوي

په کرونا ویروس اخته فرانسوی کس د روغتیايي کارکوونکو له لوري روغتون ته لېږدول کېږي.

د فرانسې حکومت او صنفي اتحادیو پرون دوشنبې یوه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې اونیم میلیارډ ایرو روغتیایي کارکونکو ته د هغوی د تنخواو د زیاتوالي لپاره ورکول کيږي.

که څه هم د فرانسې صدراعظم اعتراف کړی چې د کرونا وبا خپرېدو ته په پام دغه اقدام یو څه په ځنډ کېږي.

کله چې کرونا په فرانسه کې اوج ته رسېدلې وه، خلکو شپه او ورځ د روغتیايي کارکونکو د کارکولو ستاینه کوله خو دغو کارکونکو ویل چې که په دې برخه کې کوټلي اقدامات ونشي دغه ستاینې به یواځې هوایي ستاینې وي.

د دغو اونیم میلیارډ ایرو څخه د نرسانو او روغتیا پالانو تنخواوې په میاشت کې ۱۸۳ ایرو زیاتېږي.

څلورنیم سوه میلیونه ایرو هم د هغو ډاکترانو د تنخواو د زیاتوالي لپاره ځانګړې شوې چې یوازې د روغتیا په عامه سکټورکې کار کوي او هدف یې دا دی چې له خصوصي کلینکونو خلک جذب کړي.

په فرانسه کې کرونا له دېرش زرو زیات کسان مړه کړې دي.

امریکا د سویلي چین د سمندرګي په اړه د چین ادعا رد کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

متحدایالاتو د سویلي چین د سمندرګي پر ډېره برخه د چین لانجمنه ادعا رد کړې او د جنوب ختیځې آسیا د هېوادونو د دریځ ملاتړ یې کړی.

تمه ده چې دا اعلان به د واشنګټن او پېکېنګ په اړیکو کې ترینګلتیا لازیاته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون د جولای په ۱۳مه په یو مکتوب کې په دې اړه د واشنګټن رسمي دریځ روښانه کړ، ویې ویل متحدایالات دا خبره په ډاګه کوي چې د سویلي چین پر سمندرګي د پېکېنګ د مالکیت ادعا ټوله غیرقانوني ده او چین پر دې سیمو د ولکې لپاره د زور له لارې کمپاین کوي.

پومپیو وايي، نړۍ پېکېنګ ته اجازه نه ورکوي چې دا سیمه په خپله سمندري امپراتوري بدله کړي.

چین هم د پومپیو د دریځ پر وړاندې غبرګون وښود.

په واشنګټن کې د چین سفارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون خپره شو وویل، امریکا په دې لانجه کې مستقیم دخالت نه لري خو بیاهم خپلو لاسوهنو ته دوام ورکوي.

بیان زیاتوي چې امریکا په سیمه کې د ثبات د ټینګښت په پلمه خپل زور ښيي، کړکېچ ته لمن وهي او پارونې کوي.

چین د دې سمندرګي په سلو کې نژدې نوي خپل ملکیت بولي خو اندونیزیا، فلیپین، ویتنام، مالیزیا، برونای او تایوان یې هم پر ځینو برخو د مالکیت ادعا لري.

لاریون کوونکو د بلغاریا د صدراعظم استعفا غوښتې

بویکو بوریسوف

د بلغاریا په پلازمېنه سوفیه کې زرګونه کسانو پرون د پنځمې پرلپسې ورځې لپاره د فساد پرضد د لاریونونو په ترڅ کې د صدراعظم بویکو بوریسوف د حکومت او د لوی څارنوال د استعفا غوښتنه وکړه.

د وارنا، بورګاس او پلوفدیف په ګډون په لږترلږه لسو نورو ښارونو کې هم د فساد پرضد لاریونونه وشول.

لاریون کوونکو په پلازمېنه سوفیه کې د جمهوري ریاست او د وزیرانو شورا مخې ته په خپله غونډه کې فساد او د چارواکو مافیا ډوله چلند وغانده.

د اپوزیسیون سوسیالیست ګوند چې د ولسمشر رومېن رادییف او لاریون کوونکي ملاتړ کوي ویلي دي چې سبا د جولای په ۱۵مه نېټه به د کابینې د سلب اعتماد لپاره اقدامات پیل کړي او په همدې ورځ به پراخ اعتراضونه هم وشي.

په بلغاریا کې دا لاریونونه وروسته له هغه پیل شوې چې د راروان ۲۰۲۱ کال د مارچ میاشتې له ټاکنو مخکې د ولسمشر رادیېف او صدراعظم بوریسوف په مشرۍ د حکومت ترمنځ سیاسي کړکېچ زیات شو.

بوریسوف چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې بې وقفې د بلغاریا صدراعظم پاتې شوی دی، د روانې اونۍ په پیل کې وویل چې کابینه به یې استعفا ونه وکړي.

امریکا د پاکستانیو هوايي شرکتونو د خوندیتوب درجه راټیټه کړه

د پي ای اې هويي شرکت الوتکه

د امریکا د هوایي چلند فدرال ادارې وروسته له هغه د پاکستان د هوایي شرکتونو د خوندیتوب درجه راټیټه کړه چې د پاکستاني پیلوټانو د اسنادو د جعل کاریو په اړه اندېښنې راپورته شوې.

د دې پرېکړې له مخې چې د یادې امریکایې ادارې پر ویب سایټ خپره شوې او د همدې ادارې یوه چارواکي منلې ده، چې پاکستان نړیوال معیارونه نه دي ترلاسه کړي او د هوایې چلند د خوندیتوب په درجه بندۍ کې په دوهمه درجه کې راځي.

په واشنګټن کې د پاکستان سفارت تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

په پاکستان کې د پیلوټانو د جعلي اسنادو موضوع وروسته له هغه راپورته شوه چې تېره میاشت دریمه الوتکه په هغه هېواد کې راولوېده.

تر هغه وروسته د پاکستان پارلمان د پیلوټانو د اسنادو ارزول پیل کړل.

دا پرېکړه په دې مانا ده چې د پاکستان هوایي شرکتونه به له دې وروسته د امریکا په هوایې ډګرونو کې لا ډېر څارل کېږي او دې هېواد ته اضافي الوتنې نشي کولی.

د جمعې په ورځ د امریکا د ټرانسپورټ وزارت ویلي وو چې دوی امریکا ته د پاکستان د نړیوال هوایې شرکت /پي آی اې د چارتر الوتنې وځنډولې.

له کویډ۱۹ د رغېدو په هدف امیتاب بچهن او ابیشک بچهن ته دعا وشوه

امیتاب بچهن او د هغه زوی ابیشک بچهن

په هند کې د بالیوډ سینما د فلمي ستورو مینه والو د دوشنبې په ورځ د امیتاب بچهن او د هغه د کورنۍ نورو غړو ته چې په کرونا ویروس اخته شوي دعا وکړه.

دیوتې ساتندرا تیوارا د دوشنبې په ورځ وویل په کلکته کې رویټرز خبري آژانس ته وویل : "موږو امیتاب بچهن او ابیشک بچهن ته د هاون (شمعې بلول) په مراسمو کې دعا وکړه، ځکه دوی په کرونا ویروس اخته شوي دي نو موږ دعا وکړه چې دوی بېرته روغ شي او بېرته موږ ته راوګرځي."

۷۷ کلن امیتاب بچهن، د هغه زوی ابیشک بچهن لا هم د کرونا ویروس له کبله په روغتون کې دي او د امیتاب نږور ایشواریا رای بچهن او اته کلنه لمسۍ یې هم په دې ناروغۍ اخته شوي او په کور کې قرنطین شوي دي.

د بچهن کورنۍ ته د دعا مراسم په ټول هند کې د هغوی د فلمونو د مینوالو لخوا ترسره شول.

په دې هېواد کې ۸۷۸ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

هندو مذهبه پیروان د کویډ ۱۹ اندېښنو سره سره د شراوان میاشت لمانځي

ارشیف

هندومذهبه پیروان د کرونا ویروس اندېښنو سره سره نن د سپیڅلې شراوان د میاشتې دوهمه پاکه دوشنبه لمانځي.

مخکې له دې چې عبادت کونکي، د هند په روحاني پلازمېنه واراناسي کې د کاشي ویشوانات مشهور معبد ته ننوځي، د حرارتي سکان معاینه یې کېږي.

یواځې محدود شمېر کسانو ته اجازه ورکول کېږي چې دغه معبد ته داخل شي.

مانوج تریپاتي د دې معبد په مخکې رویټرز ته وویل: "زه دلته هره دوشنبې راځم چې عبادت او دوعا وکړم، زه ځان ډېر خفه په دې احساسوم چې نن دلته د عبادت کوونکو ګڼه ګوڼه نشته، مخکې به دلته د شراوان په میاشت کې هره دوشنبې له یونیم لکو تردوه لکو کسانو پورې راټولېدل."

نوي ډیلي ته نژدې په میروت ښارګوټي کې بیا هندوان د معبد دباندې مراسم ترسره کوي.

په هند کې د کرونا ویروس د خپرېدو او د نویو پېښو له زیاتېدو سره یې ډېرو سیمو کې بندیز جاري دی.

په هند کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ نژدې ۲۹ زره نوې پېښې ثبت شوې او له امله یې لږترلږه پنځه سوه کسان مړه شوي دي.

د چین پر ولسمشر د پوهنتون یو منتقد استاد خوشې شوی

شو ژانګرون د نیول کېدو په مهال هم په خپل کور کې نظربند و.

هغه چینایی استاد چې په یوه مقاله کې یې د کرونا ویروس د خپریدو ملامتي د دې هېواد پر ولسمشر "شي جین پینګ" او په سانسور اچولې وه او توقیف شوی و، له نژدې یوې اوونۍ وروسته خوشې شوی دی.

رسنیو دا خبر د هغه د ملګرو په حواله ورکړی دی.

د راپورونو له مخې شو ژانګرون چې د پیکنګ په تسینګهوا پوهنتون کې د حقوقي زده کړو استاد او د دې هېواد پر کمونستې واکمن یو نادره منتقد دی، په پلازمینه پیکنګ کې د جولای په ۶ له خپل کورڅخه بیول شوی و.

هغه د نیول کېدو په مهال هم په خپل کور کې نظربند و.

د هغه یو شمېر ملګرو نن رسنیو ته د هغه د خوشې کیدو د خبرپه تایید ویلي چې هغه روغ رمټ بېرته خپل کورته ستون شوی دی.

نوموړی تېر کال وروسته له هغې په کور کې نظربند شو چې له هېواده بهر په یوه ویب پاڼه کې په خپاره شوي مطلب کې یې د کرونا ویروس د خپرېدو په وړاندې د "شي" او د هغه د حکومت پر اقداماتو انتقاد کړی و.

هغه ویلي، د دغه ویروس له خپرېدو سره چې د لومړي ځل لپاره د تېر کال په وروستیو کې په چین کې پیدا او ټولې نړۍ ته خپورشو، د رونټیا نشتوالي مرسته کړې ده.

امریکا کې د کویډ۱۹ پېښو زیاتوالی؛ خلک روغتیايي سپارښتنو ته هڅول کېږي

ارشیف

د امریکا په څو ایالتونو کې د کرونا ویروس د پېښو او له کبله یې د مړینې له ډېروالي سره روغتیایي چارواکي خلک هڅوي چې عامه ځایونو کې ماسک بند او روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.

له کرونا ویروس سره د مبارزې په چارو کې د سپینې ماڼۍ د کاري ډلې یوه غړي اډمېرل بریټ ګیرایر پرون د ماسک بندول لازمي یاد کړ او وې ویل، له دې پرته دغه هېواد د کرونا خپرېدا نه شي ایسارولی.

د امریکا په سویل او لویدیځ کې د ویروس کچه مخ په زیاتېدو ده، دغلته کویډ ۱۹ ناروغۍ تراوسه څه باندې ۱۳۵ زره امریکایان مړه کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان پرون وویل چې د ۲۴ ساعتونو په موده کې ټوله نړۍ کې د کورونا ۲۳۰ زره پېښې ثبت شوي چې ۶۶ زره یې یوازې امریکا کې دي.

د ختیځې اروپا ځینو هېوادونو کې هم دا پېښې زیاتې شوي.

هنګري پر خپلې پولې نوي بندیزونه ولګول، کروشیا سر له نن نه په پلورنځیو کې ماسکونه جبري کوي او بلغاریا کې هم نوي بندیزونه اعلان شوي دي.

د کوسوو ولسمشر "هاشم تاچي" هاګ محکمې ته ځي

د کوسوو ولسمشر هاشم تاچي

د کوسوو ولسمشر هاشم تاچي نن د جولای په ۱۳مه د هالنډ هاګ ښار ته ځي چې هلته د جنګي جرمونو څارنوالان ورسره مرکه وکړي.

د کوسوو لپاره ځانګړې محکمې د جون په ۲۴مه په ناڅاپي ډول اعلان وکړ چې تاچي او د کوسوو یو شمېر نورې پېژندل شوې څېرې لویو جرمونو کې لاس لري.

دوی د نژدې سلو کسانو په وژنه، په اجباري ډول د خلکو په نادرکه کېدو او شکنجې تورن دي.

تاچي له دې وړاندې د کوسوو د ازادۍ غوښتونکي پوځ لوړپوړی قومندان و.

دغه پوځ په ۱۹۹۰ مه لسیزه کې د خپلواکۍ د ګټلو لپاره له سربیا سره چریکي جګړه کې ښکېل و.

ولسمشر هاشم تاچي پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي، خو تېره چهارشنبه یې پر خپله فیسبوک پاڼه ولیکل چې د څارنوالانو مرکې لپاره هاګ ته ځي.

د سربیا پخواني ولایت کوسوو په ۲۰۰۸ کال کې خپله خپلواکي اعلان کړه، هغه ګام چې بلګراد رد کړ.

سویلي افریقا کې پر کلیسا د وسله والو د برید له امله ۵ کسان وژل شوي

ارشیف

د سویلي افریقا مرکز جهانسبرګ ته نژدې پر یوې کلیسا د وسله وال د برید پر مهال لږ تر لږه پنځه تنه ووژل شول.

پولیسو د یکشنبه په ورځ په یوې اعلامیې کې وويل چې وسله وال کسان یوې کلیسا ته ننوتل، پر خلکو یې برید وکړ او یو شمېر یې اسیر ونیول.

د پولیسو په خبره د څلورو کسانو مړي چې په یوه موټر کې سوځول شوي وو، موندل شوي دي او یو امنیتي ساتونکی په بل موټر کې موندلی دی.

پولیس وایي، د ماشومانو په ګډون هغه کسان چې برمته شوي وو ، ژغورل شوي دي.

که څه هم د دې پېښې اصلي لامل تر تېر ماښام ناوخته پوري معلوم نه و، خو ویل کېږي ښایي د دې پېښې علت د همدې کلیسا د مشر چې په ۲۰۱۶ کال کې مړ شوی دی، پر میراث جدي لانجې وي.

د پاکستان پوځ: شمالي وزیرستان کې ۴ سرتېري او ۴ ترهګر وژل شوي

ارشیف

د پاکستان پوځ وایي، په شمالي وزیرستان کې د نښتو پر مهال ۴ سرتېري او ۴ ترهګر وژل شوي دي.

د پوځ په یوې اعلامیې کې چې پرون ناوخته خپره شوې راغلي، دغه سرتېري د یکشنبه په ورځ د هغو پوځي عملیاتو پر مهال ووژل شول چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس پیل شوي وو.

د پاکستان د پوځ په وینا، د دواړو لورو ترمنځ نښتې هغه مهال وشوې چې پوځیانو د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې د تندلارو یو پټنځای محاصره کړ.

شمالي وزیرستان تر ۲۰۱۴ کال دمخه پوري سیمه ییزو او بهرنیو تندلارو یو عمده مرکز بلل کېده او د پاکستان پوځ په هماغه کال کې د سیمې د پاکولو لپاره پراخ عملیات وکړل.

سره له دې چې د پاکستان پوځ د خپلو تصفیوي عملیاتو د بریالیتوب خبره کوي، خو شمالي وزیرستان لا هم د پراخ تاوتریخوالي، هدفي وژنو او چاودنو شاهد دی.

نړۍ کې په یوه ورځ د کرونا ویروس تر ۲۳۰ زره زیاتې پېښې ثبت شوي

تېره ورځ په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس تازه ۶۶ زره پېښې ثبت شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په نړۍ کې په یوه ورځ په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر تر ۲۳۰ زره واوښت.

دغه سازمان د یکشنبه په ورځ د جولای ۱۲ وویل چې دا شمېر کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کویډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

په دې سره په نړۍ کې په یاده ناروغۍ د اخته کسانو شمېره دولس میلیونه او پنځه سوه زره کسانو ته ورسېده، له همدې شمېرې څخه ۵۶۲ زره کسان له یادې ناروغۍ مړه شوي دي.

تېره ورځ په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس تازه ۶۶ زره پېښې ثبت شوې، په برازیل کې ۴۵ زره او په هند کې د ۲۸ زرو نویو پېښو راپور ورکړل شوی دی.

په روسیې، ترکیې او د اروپا په ځینو برخو کې په دې وروستیو ورځو کې د نویو پېښو راپور ورکړل شوی دی.

دغه راز د روغتیا نړیوال سازمان وایي، دوه تنه متخصصین یې چین ته لېږلي چې له ځایي چارواکو سره یوځای د یاد ویروس د ریښتونې ماهیت او پېژندنې په اړه تحقیقات وکړي.

تهران د مسافر وړونکې اوکراینۍ الوتکې د نسکورولو دلایل په ډاګه کړل

آرشیف، بقایای طیاره‌ی اوکراینی که در ایران سقوط کرد

ایراني چارواکي وايي، د توغندي د بطرۍ خرابي او د سرتېرو او پوځي افسرانو ترمنځ ناسم ارتباط د دې سبب شول چې د جنورۍ په میاشت کې اوکراینۍ الوتکه وویشتل شي.

د تهران په اسمان کې د دې الوتکې د ویشتل کېدو په نتیجه کې ۱۷۶ تنه مړه شول.

د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د دې پېښې په اړه خپله وروستۍ نتیجه پرون ناوخته په یوه نوي راپور کې خپره کړه.

د اوکراین د هوايي شرکت الوتکه د جنورۍ په اتمه د تهران له هوايي ډګره له پورته کېدو لږ وروسته په دوو توغندو وویشتل شوه.

دا پېښه په هماغه ورځ وشوه چې ایران په عراق کې د امریکايي پوځیانو د اډو لور ته توغندي وویشتل.

ایران په پیل کې د اوکراینۍ الوتکې له ویشتلو انکار کاوه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG