د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

ټوله نړۍ کې د کویډ۱۹ له امله د مړو شویو کسانو شمېر تر اتو لکو واوښت


ارشیف
ارشیف

په نړۍ کې په کرونا ویروس د مړو شویو کسانو شمېر تر اتو لکو واوښت.

د نویو معلوماتو له مخې سویلي کوریا او جرمني هغه هېوادونه دي چې هره ورځ د نورو هېوادونو په پرتله د دې ویروس تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې ثبتوي.

جانز هاپکنز پوهنتون د شنبې په ورځ دا معلومات خپاره کړل چې له مخې يې په امریکا، برازیل، مکسیکو او هندوستان کې د کرونا ویروس له کبله تر ټولو زیاتې مړینې ثبت شوي.

د دې ویروس له کبله مړینې د نړیوال شمېر چې اته لکه دی، نیمايي يې په یادو هېوادونو کې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ښايي په دوو کلونو کې د کرونا ویروس مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG