د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

پاکستان کې افغان سفیر: پېښور کې افغان ځوان سره د ناوړه چلند پر قضیه جدي څار دی


پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل
پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل

په پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل د عامر تهکالي د قضيې په بشپړه توګه د څېړلو خبر ورکوي.

عاطف مشعل د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۰۵» ازادي راډيو سره خبرو کې وویل پاکستاني چارواکو د عامر تهکالي سره ناوړه چلند کوونکي پولیس نیولي او قضیه د جدي څار لاندې ده.

په هغه وېډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ښکاري چې د عامر تهکالي په نوم د پېښور ښار یو اوسېدونکی په بند خونه کې د خېبر پښتونخوا د پولیسو له‌خوا تر وهلو ډبولو وروسته توبه ایستلو ته اړ کېږي.

په وېډيو کې ښکاري چې پولیسو عامر تهکالي نیمه لغړ کړی او سپکې سپورې ورته وايي.

په پاکستان کې د افغان سفارت د معلوماتو پر بنسټ عامر تهکالي په خېبر پښتونخوا کې زېږېدلی، خو په خټه افغان دی.

نوموړی وروسته له هغې د خېبر پښتونخوا پولیسو له ناوړه چلند سره مخ شو چې د راپورونو په اساس څه موده وړاندې یې د خېبر پښتونخوا پولیسو ته د یوې وېډیو له لارې سپکې سپورې ویلې وې.

فکر کېږي چې په دې وېډيو کې عامر تهکالي سپکې سپورې د نشې په حالت کې ویلي دي.

په پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل ازادي راډيو ته وویل چې پاکستاني چارواکو ورته ډاډ ورکړی چې د عامر تهکالي سره تاوتریخوالي کوونکو سره به قانوني چلند وشي.

ښاغلی مشعل زیاتوي: "پېښور کې افغان رضی‌الله چې په عامر باندې مشهور ده، له هغه سره د ناوړه چلند، شکنجې او انساني کرامت خلاف قضیه زموږ د جدي څار لاندې ده، ماته اسلام‌اباد کې چارواکو دې قضیې ته د لازمې رسېدنې ډاډ راکړی او ترسره کوونکو د توقیف او عزل کولو اطمینان راکړل شوی دی."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په ایران کې هم د افغان کډوالو په وړاندې د ایراني پولیسو د تاوتریخوالي زیات شمېر قضیې ثبت شوې دي.

د روان لمریز کال د ثور په میاشت کې یو شمېر افغان کاریګر د افغانستان او ایران په ګډه پوله د افغان حکومت په وینا د ایران د پوله‌ساتو ځواکونو له لوري په زور مجبور شول چې هریرود سیند ته ځانونه وغورځوي، له دې پېښې یوه میاشت وروسته د ایران په یزد ښار کې د ایراني ځواکونو له لوري د افغان کډوالو یو موټر په ډزو وویشتل شو او وروسته‌يې اور واخیست.

په دې دواړو پېښو کې ۱۷ تنه افغانان ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شول.

ایران کې د افغانانو ویشتل شوی موټر
ایران کې د افغانانو ویشتل شوی موټر

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو یو شمېر افغان شنونکي وايي افغان حکومت باید له ګاونډیو هېوادونو سره د افغان کډوالو د اوسېدلو او تګ راتګ په اړه دوه اړخیزې هوکړې رامنځته کړي.

له ډلې يې صفت ساپی وایي پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره وروستۍ پېښې ښکاروي چې یادو هېوادونو کې افغان کډوالو سره د انساني حقوقو او د کډوالو د نړیوالو قوانینو خلاف چلند کېږي.

ښاغلي ساپي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل: "له بده مرغه ایران کې له خواشینوونکو پېښو وروسته اوس پاکستان کې هم دا ډول پېښه رامنځته شوې ده، دغه ستونزې هغه مهال حل کېدلای شي چې افغانستان وتوانېږي خپلو اتباعو سره د شتون، حقوقو او قانوني کېدو برخه کې همدا ډول د هغو هېوادونو تعهدات د اتباعو د حقوقو ساتنې برخه کې ترلاسه کړي."

پاکستان او ایران کې اوس‌مهال میلیونونه افغان کډوال ژوند کوي چې ډېری یې قانوني اسناد هم نه‌لري.

خېبر پښتونخوا کې د پاکستاني پولیسو له‌خوا د عامر تهکالي سره د تاوتریخوالي وروستۍ پېښې د پاکستان دننه هم سخت غبرګونونه راپارولي دي، دوی غواړي چې عامر تهکالي ته دې انصاف او ظلم کوونکي دې له قانوني سزا سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG