د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۴:۰۲

ولسمشر غني او عبدالله ته د 'دوستم مارشالۍ' په اړه د بکتاش ایشچي پرانیستی لیک


ولسمشر غني او عبدالله عبدالله
ولسمشر غني او عبدالله عبدالله

د افغانستان په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازي بکتاش ایشچي افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د "ثبات او هم‌پالنې" ټیم مشر عبدالله عبدالله ته یو پرانیستی لیک استولی دی.

ښاغلي ایشچي په دې لیک کې چې دا وروستۍ دوه ورځې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر بحثونه پرې شوي د عبدالله عبدالله په هغه غوښتنه کلکه نیوکه کړې چې جنرال عبدالرشید دوستم ته دې د مارشالۍ رتبه ورکړل شي.

د راپورونو په اساس عبدالله عبدالله له افغان ولسمشر سره د سیاسي جوړجاړي په هدف په خپلو وړاندیزونو کې جنرال دوستم ته د مارشالۍ د رتبې غوښتنه کړې ده.

بکتاش ایشچي له څو کلونو راهیسې پر خپل پلار احمد ایشچي د جنرال عبدالرشید دوستم د جنسي ځورونې لانجمنه قضیه تعقیبوي.

هغه ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله ته دوه ورځې وړاندې دغه پرانیستی لیک استولی دی.

بکتاش ایشچي د جمعې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۱۹» ازادي راډيو ته وویل له دې چې کرونا ویروس په خاطر چارواکي او ټول خلک قرنطین دي ده ښه وګڼله چې خپل غږ د یوه پرانیستي لیک له لارې پورته کړي.

ښاغلی ایشچي زیاتوي: "درې کاله مو د زړه وینې وخوړلې انتظار مو وایست څو انتخابات وشي او د حکومت په مشرتابه کې بدلون راشي څو وکولای شو دوستم محکمې ته راوکاږو او هلته سزا ورکړي. موږ هېڅکله د دې تمه نه‌درلوده چې د حکومت په مشرتابه کې له بدلون وروسته هغه ته د مارشالۍ رتبې وړاندیز هم وشي."

ښاغلي ایشچي وویل دوستم ځکه د مارشالۍ په لټه کې دی چې غواړي ځان له عدلي او قضايي تعقیبه خوندي وساتي، خو ده وویل نه‌یوازې د افغانستان په محاکمو، بلکې په لاهه کې یې په نړیوالې جنايي محکمه کې د دوستم پر ضد دوسیه پرانیستې او د هغه د محاکمې په لټه کې دی.

پر جنرال دوستم تور دی چې د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې یې د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي یرغمل نیولی و، شکنجه کړی او جنسي زور زیاتی یې ورسره کړی دی.

جنرال دوستم له ترکیې د بېرته راستنېدو پر مهال.
جنرال دوستم له ترکیې د بېرته راستنېدو پر مهال.

دوستم په ۲۰۱۷ کال کې ظاهراً د درملنې، خو ښايي په حقیقت کې د سیاسي فشارونو په سبب ترکیې ته وتښتېد او پوره ۱۵ میاشتې افغانستان ته ستون نه‌شو.

دوستم افغانستان ته په راستنېدو د ولسمشر اشرف غني مخالفت پیل کړ او بالاخره په ولسمشرۍ ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ترڅنګ ودرېد.

د احمد ایشچي زوی ښاغلي بکتاش په خپل لیک کې لومړی د "ثبات او هم‌پالنې" د ټیم مشر عبدالله عبدالله مخاطب کړی او پوښتنه‌یې ترې کړې چې "په کوم حق‌یې دوستم ته د مارشالۍ رتبه غوښتې."

د افغانستان د ولسمشرۍ پخواني لومړي مرستیال جنرال دوستم پلویانو له اول سره په هغه لګېدلي تورونه رد کړي او تازه د جنبش ملي اسلامي ګوند ویاند بشیر احمد ته‌ینج جمعه ازادي راډیو سره په خبرو کې د دوستم د مارشالۍ د مسئلې ترڅنګ د بکتاش ایشچي په لیک هم تبصره وکړه.

ښاغلی ته‌ینج زیاتوي: "په داسې یوه حالت کې چې د جناب جنرال دوستم د مارشالۍ موضوع مطرح ده د دوی دغه کار د ذهنیتونو د ګډوډولو په هدف کاملاً په سیاسي انګېزې ترسره کېږي. دا داسې یوه قضیه ده چې بې‌اساسه ادعا ده. تر اوسه پورې د هېڅ عدلي، قضايي او طبي ارګان له‌خوا په دې اړه کوم سند یا اساس نه‌شته. یوازې د خلکو د ذهنونو د ګډوډولو لپاره د یوه سیاسي کرېډټ د ترلاسه کولو په هدف دا کار کوي چې موږ ته ډېر مهم نه‌دی."

بشیر احمد ته‌ینج تر دې مخکې په خپل یوټیوب‌پاڼه هم ښاغلي دوستم ته د مارشالۍ د رتبې د وړاندیز ننګه وکړه او ویې‌ویل چې دا مسئله منل شوې او ژر به رسمي هم شي.

دوستم ته د مارشالۍ د رتبې وړاندیز ظاهراً د عبدالله عبدالله ځينې نږدې پلویان هم ګېله‌من کړي و له هغې ډلې د مارشال محمد قسیم فهیم مشر زوی د ملي امنیت پخوانی مرستیال ادیب فهیم دی.

هغه که څه هم په خپل فېس‌بوکي پوسټ کې د چا نوم نه‌و اخیستی، خو لیکلي یې و چې، "یوه مشر او ملګري د وطنوالۍ او ملګرتیا لحاظ ونه‌ساته او مقطعي سیاستونه‌یې په پر یو عمر جهاد او مقاومت بره وبلل."

بشیر احمد ته‌ینج وایي ښاغلی ادیب فهیم دې د دوی په غوښتنه نه ګېله‌من کېږي ځکه دی وايي چې "دوستم د مارشالۍ وړتیا لري."

د افغانستان پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د "ثبات او هم‌پالنې" ټیم مشر شااوخوا یوه اوونۍ مخکې خبر ورکړ چې له افغان ولسمشر سره په اصولو کې ځینې هوکړې شوي.

عبدالله عبدالله ولسمشر غني ته د سیاسي لانجې د هواري په هدف یو لړ وړاندیزونه کړي و چې یو په‌کې جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبه ده.

د "ثبات او هم‌پالنې" ټيم ته یوه نږدې کس چې له دې وړاندیزونو باخبره دی او وايي چې د موضوع د حساسیت لپاره‌یې نوم وانه‌خیستل شي، جمعه ازادي راډیو ته وویل چې د جنرال دوستم د مارشالۍ غوښتنه منل شوې او ښایي تر شنبې ناوخته د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني موافقه لاسلیک شي.

جمهوري ریاست په دې اړه چې د ښاغلي عبدالله د ټیم سره په خبرو کې یې څه تازه پرمختګونه کړي او په تېره بیا ایا دوستم ته مارشالي ورکوي که څنګه څه نه‌دي ویلي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ

بکتاش ایشچي په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ولسمشر غني ملاتړ وکړ او اوس‌یې په خپل پرانیستي لیک کې ورته لیکلي چې هیله‌من دی دوستم ته مارشالي ورنه‌کړي که نه ولسمشر به خپله هم د هغه په کتار کې حساب شي.

لویې څارنوالۍ او قضايي ارګانونو په دې اړه تازه څه نه‌دي ویلي، خو دوه کاله وړاندې یې د دې قضیې د څېړنو په اوج کې د جنرال دوستم اته ساتونکي په بند محکوم کړل.

دوستم هېڅکله محکمې ته حاضر نه‌شو سره له دې چې د بشري حقونو فعالان د هغه محاکمه غواړي او وايي چې که په دې قضیه کې ګرم وي باید عدالت ته راوکاږل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG