د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

بابر فرهمند: عبدالرشید دوستم به د یکشنبې په ورځ کابل ته ستون شي


عبدالرشید دوستم
عبدالرشید دوستم

د افغانستان د جمهور رئیس لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم به د یکشنبې په ورځ کابل ته ستون شي.

په‎داسې حال کې چې د نظام الدین قیصاري د خوشې کېدو او هېواد ته د عبدالرشید دوستم د ستنېدو په اړه، د افغانستان د ملي جنبش د پلویانو اعتراضونه تر اتلسمې ورځې وغځېدل، اوس د قیصاري د خوشې کېدو او هېواد ته د دوستم د راستنېدو خبرې کېږي.

د جمهور ریاست د لومړي مرستیال د دفتر رئيس عنایت الله فرهمند د جمعې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، د جمهوري ریاست د استازو او دوستم ترمنځ خبرې وروستۍ هوکړې ته رسېدلي او په پام کې ده چې د جمهوري ریاست لومړی مرستیال د یکشنبې په ورځ کابل ته راشي.

نوموړی وايي:

"د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال او د ارګ د استازیو ترمنځ مذاکرات وروستۍ هوکړې ته رسیدلي او په پام کې ده چې د دولتي رسمي پروتوکول په لړ کې جنرال دوستم د یکشبنې په ورځ کابل ته راشي او د دولتي چارواکو او پلویانو له‎خوا به یې هرکلی وشي."

محمد اشرف غني
محمد اشرف غني

تېره اوونۍ ولسمشر محمد اشرف غني په یوې خبري ناسته کې وویل، د عبدالرشید دوستم د راستنېدو په اړه، خبرې اترې روانې دي.

که څه هم ښاغلي غني په‎دې هکله ډېر معلومات ورنه‎کړل، خو ویې ویل، هېواد ته د دوستم د ستنېدو احتمال ډېر شوی دی.

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش په‎دې وروستیو کې له عبدالرشید دوستم سره، د ترکيې په مرکز انقره کې لیده کاته کړي دي.

همدا شان په افغانستان کې د ترکېې سفیر هم تېره اوونۍ وویل، افغانستان ته د دوستم د ستنېدو په اړه خبرې روانې دي او ډېر ژر به هېواد ته ستون شي.

ازادي راډیو وغوښتل هېواد ته د ښاغلي دوستم د ستنېدو په اړه چې ویل کېږي، د یکشنبې په ورځ به هېواد ته ستون شي، د جمهوري ریاست د چارواکو نظر واخلي، خو د جمهور رئیس ویاندویانو د موضوع په باب له څه ویلو ډډه وکړه.

ښاغلي دوستم شاوخوا کال مخکې له هغې وروسته چې د جوزجان له پخواني والي احمد ایشچي سره په ناوړه چلند تورن و او د خلکو او نړیوالو له غبرګون سره مخ شو، ترکيې ته لاړ.

احمد ایشچي
احمد ایشچي

په ورته وخت کې د لومړي مرستیال دفتر وايي، په شمال کې د عبدالرشید دوستم د ځانګړي استازي او د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري د خوشې کېدو په هکله هم هوکړه شوې ده.

افغان امنیتي ځواکونو ۱۸ورځې مخکې نظام الدین قیصاري له قانونه د سرغړونې په تور ونیو او د تحقیق لپاره يې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاره.

د حقوقي چاروپوهان او په تېره ودیر ساپی، هېواد ته د دوستم ستنېدل مهم ګڼي او وايي، هېواد ته د دوستم راتګ، محکمې ته د هغه د راکښلو معنی لري.

ودیر ساپۍ
ودیر ساپۍ

دی وايي:

"جنرال دوستم په خواشینۍ سره چې د یو شخص له‎خوا پرې ادعا شوې ده، د دې له امله ېې راتګ محکمې ته د تلو سره ورته دی چې دوسیه یې څرګنده شي."

ښاغلی ساپی یې د سیاسي اړخ په هکله وايي، د ښاغلي دوستم د برخلیک نه روښانه کېدل، د دولت او خلکو په زیان دي، د ده په خبره د دوستم له راتګ سره به د شمال روان وضعیت کنټرول شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG