د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

ولسمشر غني: هېواد ته د جنرال دوستم د بېرته راګرځېدو احتمال زیات شوی


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هېواد ته د ده د لومړي مرستیال د بېرته راګرځېدو احتمال زیات شوی دی.

محمد اشرف غني وايي، هېواد ته د عبدالرشید دوستم د راستنېدو موضوع حقوقي اړخ لري او په دې اړه له لويې څارنوالۍ سره خبرې شوې دي.

ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د راتګ په اړه خبرې اترې روانې دي.

ولسمشر غني په دې اړه ډېر معلومات ورنه کړل، خو ويې ویل چې د دوستم د راتګ احتمال زیات شوی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني زیاته کړه:

"د جنرال صیب دوستم موضوع تر غور لاندې ده او د راتګ احتمال يې کافي ډېر دی، د لويې څارنوالۍ سره واضح خبرې شوې دي، ځکه چې دا موضوع حقوقي اړخ لري، په دې اړه نور معلومات به ډېر ژر ان شاالله درسره شریک شي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ده دوهم مرستیال سرور دانش په دې وروستیو ورځو کې له جنرال دوستم سره د ترکيې د انقرې په ښار کې څو ځلې لیدلي دي.

د دوستم د دفتر رئیس عنایت الله بابر فرهمند د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر مرستیالانو درې ځله له یو بل سره خبرې کړي او پر ډېرو مسایلو هم هوکړې ته رسېدلي دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم شااوخوا یو کال وړاندې د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي په جنسي ځورونې له تورنېدو او په دې اړه تر ګڼو ملي او نړیوالو غبرګونونو وروسته، ترکيې ته ولاړ.

له دې وړاندې هم وخت نا وخته د دوستم د راتګ په اړه څرګندونې شوي، خو دا لومړی ځل دی چې ولسمشر غني د هغه د احتمالي راتګ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې څرګندونې کوي.

په کابل کې د ترکيي سفیر هم د شنبې په ورځ ویلي چې د دوستم د راستنېدو په اړه خبرې روانې دي او دوستم به ډېر ژر خپل هېواد ته راستون شي.

له دې سره د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر وايي، د قانون له مخې، دوستم کولای شي، لکه د تېر په څېر خپل کار ته دوام ورکړي، خو په خبره یې چې په ده د لګېدلو تورونو په اړه کېدای شي چې د اساسي قانون احکام په نظر کې ونیول شي.

کبیر رنجبر
کبیر رنجبر

نوموړي وویل:

"دوستم کولای شي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه کار ته دوام ورکړي، ځکه چې په اساسي قانون کې دا احکام تعریف شوي او تر هغې چې د لويې جرګې ارکان بشپړېږي، مونږ نشو کولای چې په عادي محکمو کې جنرال دوستم تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې ونیسو."

د دوستم د راتګ په اړه دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې ده ته د نېږدې کسانو له خوا د نظام الدین قیصاري د نیول کېدو په غبرګون کې مظاهرو زور اخیستی او مظاهره کوونکو د جنرال دوستم د بېرته راتګ غوښتنه هم مطرح کړې ده.

خو کبیر رنجبر دغې موضوع ته په کتو ټینګار کوي چې د ولسمشر د مرستیال په ګډون، هیڅ څوک له قانونه پورته نه دي او د جرم د کولو په صورت کې باید قانون په ټولو یو شان پلی او عدالت تامین شي.

راپور: یوسف ځدراڼ

XS
SM
MD
LG