د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۱۳

دوستم ته نېږدې سرچینې: د عبدالرشید دوستم ولسي او سیاسي موقف مخ په زوال دی


د افغان ولسمشر لومړي مرستیال ته یو شمېر نېږدې کسان وايي چې د عبدالرشید دوستم ولسي او سیاسي موقف مخ په زوال دی.

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم چې د ترک تبارانو د پر نفوذه مشرانو او د رأیو د بانک په نوم هم مشهور دی، محبوبیت یې مخ په کمېدو دی.

نوموړي ته یو شمېر نېږدې کسان چې د ملي وحدت د حکومت په لومړي کال کې ان په عملیاتو کې ورسره یو ځای ګډون کړی، په دې باور دي چې ترکیې ته د دوستم په تګ سره هغه ته نېږدې یو شمېرسیاسي او اغیزمنو څېرو ورسره پرېکون کړی دی.

عبدالرسيد دوستم
عبدالرسيد دوستم

دوی وايي، په قطغن زمین کې د ترک تبارانو یو شمېر مشران د بغلان، کندز، تخار د ترک تبارانو د انسجام شورا د جوړولو په حال کې دي.

عبدالرشید دوستم ته یوه نېږدې کس چې ویې نه غوښتل نوم یې واخېستل شي، ازادي راډیو ته وویل، یو شمېر کسان لکه شاکر کارګر، سید نورالله، خیرالله انوش او محمدالله بتاش چې تر څو میاشتو مخکې پورې هم د نوموړي لپاره د اعتماد وړ څېرې وې، اوس ورسره چندان اړیکې نه لري.

دی وايي چې دې ټولو د جنرال دوستم موقف له ولسي او سیاسي اړخه کمزوری کړی دی.

دی وایي:

"د جنرال دوستم ټیم له سیاسي نظره کمزوری شوی، ښاغلی دوستم د خپل دفتر د رئیس بابر فرهمند، د ملي غورځنګ د ویاند بشیر احمد تینج او له خپل زوی باتور دوستم پرته په خپل سیاسي ټیم کې بل څوک نه لري."

خو د ملي غورځنګ ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج ازادي راډیو ته وویل، په ترکتبارانو کې د دوستم محبوبیت لا هم په خپل ځای دی.

د ده په خبره، د ملي غورځنګ ګوند اغيز او محبوبیت هم ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دی.

د ملي غورځنګ ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج
د ملي غورځنګ ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج

ښاغلی ته ینج زیاتوي:

"دوستم داسې ځای نه لري چې په یوه میاشت یا یوه ورځ کې یې خپل کړی وي، د ده موقف د اوږدې مبارزې لاسته راوړنه ده، فکر نه کوم چې څوک یې د ځای نیولو په هڅه کې وي، د معاون صیب محبوبیت د هغه د صداقت له امله چې لري یې، مخ په ډېرېدو دی."

دوستم ته نېږدې کسان وايي، د دوستم اعتماد یوازې د ده په خپلوانو پورې په جوزجان کې محدود دی او بل خوا په یو شمېر ولایتونو کې له نوموړي نه د خلکو نارضایتۍ هم ډېرې شوې دي.

عبدالرشید دوستم د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي په جنسي زورونې تورن دی.

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي، په دې اړه یې دوسیه سترې محکمې ته سپارلې، خو سترې محکمې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دوستم په دې اړه د خبرونو او راپورنو تر خپرېدلو ورسته، ظاهراً د طبي معایناتو لپاره ترکیې ته ولاړ چې تر اوسه نه دی راستون شوی.

عبدالرشید دوستم ته یوه نېږدې کس ازادي راډیو ته ویلي، دی به د ملي غورځنګ د غړي په توګه پاتې شي، خو په خبره یې چې دوستم له کله نه چې ترکیې ته ولاړ، له نېږدې کسانو سره یې کومه اړیکه نه ده نیولې.

په ورته وخت کې د افغانستان په ملي وحدت حکومت کې یوې معتبرې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، حکومت په دې هڅه کې دی چې د ولسمشر د لومړي مرستیال پوست ته بل کس معرفي کړي.

سرچینه دا هم وايي، داسې هڅې هم روانې دي چې جنرال دوستم د ملي وحدت د حکومت ترپایه افغانستان ته رانشي او چوکۍ یې همداسې تشه وساتل شي.

خو د افغانستان د ملي غورځنګ ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج وايي، د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه د ښاغلي دوستم د کار په وړاندې هېڅ خنډ نشته.

که څه ښاغلی ته ینج وايي، عبدالرشید دوستم به ډېر ژر کابل ته راشي، خو په خبره یې چې په ارګ کې د واک انحصار د دې لامل شوی چې د دوی او یو شمېر نورو سیاسي جریانونو نارضایتي له حکومته دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG