په افغانستان کې د انځورګرانو یوه لویه شبکه هنرسالار وايي چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره یې په پنځو ولایتونو کې نقاشۍ کاږلي دي.
د هنرسالار مشر امېد شریفي یکشنبه ماښام ازادي راډيو ته وویل چې د انځورګرانو هدف دا دی څو خلک د کرونا ویروس په اړه عامه پوهاوی ترلاسه کړي او د انځورونو او لیکنو په واسطه ډېر ژر د هغوی نظر جلبېږي.
له ښاغلي امېد شریفي سره صفي الله ستانکزي د هنرسالار په تازه کارونو او هڅو یوه مرکه کړې ده چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: