د حقیقت څه دی د دې اوونۍ په خپرونه کې په کندهار ولایت کې د کرونا ویروس له امله په رامنځته شویو ستونزو خبرې شوي.
د دې ولایت د عامې روغتیا رئیس محمد اشرف نادري وایي چې هره ورځ په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په دې ولایت کې مخ په ډېرېدو دي.
د ده په خبره ممکن د کرونا له امله ستونزې په کندهار کې لا زیاتې شي.
په کندهار کې د آزادي راډیو خبریال محمد صادق رښتیني په دې هکله له ښاغلي نادري سره خبرې کړي چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: