د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

سرچينې: ارګ کې لږترلږه ۲۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ

د افغانستان حکومت یوې پټې سرچینې ویلي چې د ارګ (لږترلږه) ۲۰ کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

له دې کبله، د افغانستان جمهور رئیس مجبور شوی چې اکثر غونډې د وېډیو له لارې وکړي او ځان ته له ډېرو نږدې کسانو پرته، له نورو سره لیدنې کتنې بندې کړي.

یوې پټې سرچینې ویلي چې یو رسمي مکتوب چې په کرونا ویروس لړلی و، له یوه دولتي دفتره ارګ ته استول شوی او یو شمېر کارکوونکي يې په دې ویروس لړلي دي.

یوه لوړ رتبه چارواکي پرون د اپرېل په ۱۸مه د روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ارګ یو شمېر کارکوونکي د میاشتې له پیل راهیسې ناروغه وو او وروسته معلومه شوه چې کرونا ویروس نیولي وو.

دې چارواکي د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرط دا معلومات ورکړي دي.

هغه روېټرز ته ویلي چې د ارګ ناروغ کارکوونکي او د هغوی کورنۍ قرنطین شوې دي، خو ښايي د ناروغانو شمېر زیات وي.

د جمهور رئيس غني دفتر په دې اړه خبرې نه‌دي کړې.

د ارګ مرستيال ویاند دوا‌ خان مینه‌پال پرون په دې اړه له ازادي راډیو سره له خبرو ډډه وکړه، خو د جمهور رئيس ویاند صدیق صدیقي پرون روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمېسيون مخکې لا دولتي مأمورینو ته ویلي چې په خپلو کورونو کې دې پاتې شي.

صدیقي روېټرز ته ویلي چې د دې بندیز وخت درې اوونۍ تمدید شوی دی.

XS
SM
MD
LG