د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۹

ظریف سوریه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، تحولاتو او ترهګرۍ غږېږي


دا په یوه کال کې دمشق ته د ظریف لومړنی سفر دی.
دا په یوه کال کې دمشق ته د ظریف لومړنی سفر دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف نن دوشنبه سوریې ته ځي څو د هغه هېواد له ولسمشر بشار اسد او بهرنیو چارو وزیر ولیدالمعلم سره خبرې وکړي.

دا په یوه کال کې دمشق ته د ظریف لومړنی سفر دی.

د ایران دولتي اژانس ایرنا د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عباس موسوي په حواله راپور ورکړی چې: "ښاغلی ظریف به د سوریې له ولسمشر بشارالاسد او د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر ولید المعلم سره د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییزو تحولاتو او د ترهګرۍ په وړاندې د سوریې د مبارزې اړوند مسایلو بحث وکړي."

د کرونا ویروس د کړکېچ له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر بهر سفر کوي.

وروستی ځل د تېر کال اپرېل میاشت کې ظریف د سوریې د ولسمشر بشار اسد په بلنه دمشق ته تللی و.

د سوریې ولسمشر بشار الاسد
د سوریې ولسمشر بشار الاسد

سوریې ته د جواد ظریف د سفر لامل څه کېدای شي هغه هم په اوسني وضعیت کې چې په نړۍ کې اکثر فعالیتونه په ټپه ولاړ دي او په ځانګړي ډول ایران د کرونا ویروس په خاطر له جدي بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دی.

د ازادې اروپا رادیو د فردا څانګې یو لیکوال حمید فاطمي یې په اړه وايي: "د ایران او سوریې د اړیکو په اړه، دا څرګنده ده چې د دواړو هیوادونو اړیکې خورا نږدې دي، ایران د روسیې تر څنګ د بشار الاسد یو له اصلي ملاتړ کونکو څخه دی، دا ډول سفرونه او لیدنې ترسره کېږي، مګر په داسې یو حالت کې چې ټول فعالیتونه درېدلي او پخپله ایران د کرونا ویروس او د امریکا متحده ایالتونو د اقتصادي بندیزونو له امله له ستونزو سره مخ دی، دغه ډول سفرونه خورا عجیب او حیرانتیا وړ دي."

د ایران او سوریي تر ډیپلوماټیکو اړیکو پوځي او عملي مرستې زیاتې محسوسې وې په خاصه توګه د سپاه پاسداران د قُدس ځواکونو د وژل شوي قومندان جنرال قاسم سلیماني په وخت کې.

قاسم سلیماني
قاسم سلیماني

سلیماني د جنوري په دریمه د بغداد په نړیوال هوايي ډګر کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

ویل کېږي چې د ایران او روسیې د پوځي مرستو او همکاریو په مټ په سوریه کې د بشار اسد رژیم د خپلو مخالفو ډلو په ځپلو کې په تېره بیا په وروستیو څو وختو کې برلاسی شوی دی.

امریکا متحده ایالتونه او اسراییل په منځني ختیځ په تېره بیا سوریه کې د ایران د نفوذ سخت مخالفت کوي او دا هېواد د سوریې د کورنۍ جګړې د ډګر په تود ساتلو تورنوي.

امریکا وایي چې ایران د منځني ختیځ اکثرو ترهګرو ډلو ته پیسې او امکانات برابروي.

رسنیو د اسراییلي چارواکو په حواله ویلي سره له دې چې د ایران، سوریې او اسراییل په شمول د منځني ختیځ اکثر هېوادونه له کرونا ویروس سره مخ دي خو په سوریه کې به د ایران د نفوذ پر ضد ودرېږي.

په جنګ ځپلې سوریه کې چې اوس د لرې او نږدې سیمو قوي هېوادونه هم پکې د ښکېلو خواو ملاتړ ته دانګلي له ۲۰۱۱ کاله راهیسې پکې د ملګرو ملتونو د راپورونو په اساس یواځې څلور لکه ملکیان پکې وژل شوي او میلیونونه نور وګړي یې بې کوره شوي یا یې اروپایي هېوادونو ته پنا وړې ده.

XS
SM
MD
LG