د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

د سوریې جګړې د پای لپاره روسیه او ترکیه هڅه کوي


د دې جګړې له کبله له ۳۷۰ زرو زیات انسانان ووژل شول او څو میلیونه نور د خپلو مېنو پریښودو ته اړ شول.
د دې جګړې له کبله له ۳۷۰ زرو زیات انسانان ووژل شول او څو میلیونه نور د خپلو مېنو پریښودو ته اړ شول.

نن په سوریه کې د کورنۍ جګړې لسم کال پیل شو او دا په داسې حال کې ده چې روسیه او ترکیه په دې هېواد کې د اوربند د ټینګېدو لپاره هڅې کوي.

په سوریې کې نن د خونړۍ کورنۍ جګړې لسم کال پیل شو.

ولسمشربشار اسد د خپل ځواکمن پوځ او د روسیې او ایران د پوځي او سیاسي ملاتړ په مټ په تېرو نهو کلونو کې پر واک خپله ولکه نوره هم ټینګه کړې ده.

د سوریې کړکېچ د ۲۰۱۱ کال د مارچ په پنځلسمه نېټه هغه مهال پیل شو چې خلک د بشار اسد د حکومت پرضد د اعتراض لپاره واټونو ته راووتل او حکومت د ځوابي اقدام په ترڅ کې سوله ایز معترضان په بېرحمۍ سره وځپل.

د تېرو نهو کلونو په ترڅ کې د دې جګړې له کبله له ۳۷۰ زرو زیات انسانان ووژل شول او څو میلیونه نور د خپلو مېنو پریښودو ته اړ شول.

د سوریې لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ګیر پیدیرسون د سوریې د جګړې د لسم کال د پیلېدو په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي دي چې د تېرو نهو کلونو په ناورین کې د سوریې د خلکو مصیبتونه او دردونه د انساني درک او باور له پولې اوښتي دي.

د سوریې لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ګیر پیدیرسون
د سوریې لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ګیر پیدیرسون

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په روانه اونۍ کې په دې مناسبت پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې په سوریه کې د تېرو نهو کلونو جګړو له ورانۍ او مصیبت پرته د سوریې خلکو ته بل هېڅ نه دي ورکړي.

د سوریې کړکېچ په تېرو نهو کلونوکې څوځلې د نړۍ د لویو قدرتونو ترمنځ د نیابتي جګړې بڼه هم خپله کړه، داسې چې مسکو او تهران د بشاراسد د رژیم او متحدایالاتو او ترکیې د حکومت د وسله والو مخالفینو د بیلابیلو ډلو ملاتړ کاوه.

په دې مینځ کې اسلامي دولت ډلې یا داعش هم د دې جګړې ډګر ته ورودانګل خو د ټولو اړخونو له مخالفت سره مخامخ شوه او ماته یې وخوړه.

دا ډله د سوریې په ټولو هغو پراخو سیمو کې ماته شوه او ترې وایستل شوه چې یووخت یې په ولکه کې وې او واک یې پکې چلېده.

ځینې تند لارې وسله والې ډلې لاهم د سوریې په شمال لویدیځ ادلیب ولایت کې شته او مقاومت کوي.

په ادلیب کې په دې وروستیو کې د سوریې پوځ د روسیې د هوايي ځواک په مرسته د افراطي وسله والو ډلو پر سنګرونو درنې بمبارۍ وکړې چې په ترڅ کې یې د لسګونه ترکي سرتېرو ترڅنګ شاوخوا ۵۰۰ ملکي وګړي هم ووژل شول.

ترکي ځواکونه هڅه کوي چې په دې سرحدي سیمه کې یو حایل زون رامنځته کړي.

دې پېښې اوس د دمشق او انقرې ترمنځ د یوه نوي پوځي تقابل وېره رامنځته کړې ده.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG