د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

سلګونه زره کسانو د قاسم سلیماني د جنازې مراسمو کې ګډون وکړ


د ایران د دولتي ټلویزیون چې د قاسمي د جنازې د مراسمو جریان یې په ژوندۍ بڼه خپراوه، په تصویرونو کې لیدل کیږي چې د تهران لوی واټونه له خلکو ډک دي.
د ایران د دولتي ټلویزیون چې د قاسمي د جنازې د مراسمو جریان یې په ژوندۍ بڼه خپراوه، په تصویرونو کې لیدل کیږي چې د تهران لوی واټونه له خلکو ډک دي.

په داسې حال کې چې په سلګونو زره ویرکونکو نن په تهران کې د ایران د سپاه پاسدران د قدس ځواکونو د پخواني قومندان قاسم سلیماني د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی، د هغه د وژل کېدو پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکیچ په چټکۍ مخ په زیاتېدو دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یوځل بیا ایران ته خبرداری ورکړ چې که د سلیماني د وژلو د غچ اخیستو لپاره د امریکا پراهدافو حمله وکړي، لرغوني ځایونه به یې د حملې لپاره په نښه کړي.

ټرمپ دغه راز عراق ته هم خبرداری ورکړ چې که دا هېواد امریکایي ځواکونه له خپلې خاورې وباسي، سخت بندیزونه به پرې ولګوي.

په تهران کې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب د قدس ځواکونو د پخواني قومندان قاسم سلیماني د جنازې په مراسمو کې چې د تهران له پوهنتونه پیل او د آزادي ترمیدان پورې درې کیلومتره ولیږدول شوه، په سلګونو زره ویرکونکو ګډون کړی و.

د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه یي چې قاسمی ته د درناوي او دوعا مراسم یې مخ ته وړل، د هغه پرتابوت اوښکې تویې کړې.

د ایران د دولتي ټلویزیون چې د قاسمي د جنازې د مراسمو جریان یې په ژوندۍ بڼه خپراوه، په تصویرونو کې لیدل کیږي چې د تهران لوی واټونه له خلکو ډک دي.

د سلیماني جنازه د ایران له څوښارونو تهران ته رسیدلې او سبا سې شنبې به د هغه په پلرني ټاټوبي کرمان کې خاورو ته وسپارل شي.

سلیماني د ولسمشر ډونالد ټرمپ په امر د تېرې جمعې په ورځ د بغداد نړیوال هوایي ډګر ته نژدې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه یي چې قاسمی ته د درناوي او دوعا مراسم یې مخ ته وړل، د هغه پرتابوت اوښکې تویې کړې.
د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه یي چې قاسمی ته د درناوي او دوعا مراسم یې مخ ته وړل، د هغه پرتابوت اوښکې تویې کړې.

په داسې حال کې چې د سلیماني د وژل کېدو پر سر تهران او واشنګټن یو بل ته سخت ګواښونه کوي، د نړۍ مشران له دواړو خواوو غواړي چې له زغمه کار واخلي.

تهران د سلیماني له وژلو سمدستي وروسته ژمنه وکړه چې د هغه غچ به واخلي. ټرمپ خبرداری ورکړی چې که تهران د امریکا پر ګټو نورې حملې وکړي، د ایران د لرغونو ځایونو په ګډون به د دې هیواد مهم ځایونه د حملې لپاره په نښه کړي.

ولسمشرټرمپ د ایراني مشرانو غچ اخیستونکو ګواښونو ته په اشاره مخکینی خبرداری بیا تکرار کړ او ژمنه یې وکړه چې د ایران هرې حملې ته به سخت ځواب ورکړي.

ټرمپ په دې اړه چې که د ایران پر لرغونو ځایونو حمله وشي هغه به د نړیوال قانون له مخې جنګي جنایت وګڼل شي، د خپلې ادارې دننه اندېښنې له پامه وغورځولې او ویي ویل چې دی به دا کار وکړي که ایران حمله وکړي.

ټرمپ زیاته کړه که ایران زموږ خلک وژنې، زموږ خلک شکنجه کوي، معیوبوي او زموږ خلک د سړک د غاړې په بمونو الوزوي، ولې به موږ دا اجازه ونه لرو چې د دوی تاریخي ځایونه په نښه کړو.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرمایک پامپیو وویل که تهران د سلیماني د وژلو لپاره غچ واخلي، نورایراني مشران به هم په نښه کړي.

پامپیو په تېرو دووورځو کې له ډېرو ټلویزیوني چینلونو سره په خبرو کې وویل چې که ایران په عراق، سوریه، یمن، لبنان او نورو ځایونو کې له نیابتي ځواکونو څخه پر امریکایي هدفونو د حملو لپاره کار واخلي، د امریکا ځواب به یواځې په دغو ځواکونو پورې محدود پاتې نشي.

د امریکا ولسمشر دغه راز پر عراق هم د سختو بندیزونو لګولو خبرداری وروسته له هغې ورکړ چې د دې هیواد پارلمان پرون د یوه پریکړه لیک په صادرولو له عراقه د امریکایي ځواکونو د وتلوغوښتنه وکړه.

دغه پریکړه لیک د عراق له حکومته غواړي چې دې ته په پام سره چې په دې هیواد کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې مبارزه بریالۍ شوې او نورعملیات پای ته رسیدلي، له نړیوالو ځواکونو د مرستې غوښتنه دې بېرته واخلي.

د دغه پرېکړه لیک له مخې، د عراق د صدراعظم عادل عبدالمهدي حکومت باید په عراق کې د ټولو بهرنیو پوځیانو حضورپای ته ورسوي او هم دغه ځواکونه له دې منع کړي چې د دې هیواد له خاورې، هوایي قلمرو او اوبو څخه په هردلیل چې وي، نورکار واخلي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یوځل بیا ایران ته خبرداری ورکړ چې که د سلیماني د وژلو د غچ اخیستو لپاره د امریکا پراهدافو حمله وکړي، لرغوني ځایونه به یې د حملې لپاره په نښه کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یوځل بیا ایران ته خبرداری ورکړ چې که د سلیماني د وژلو د غچ اخیستو لپاره د امریکا پراهدافو حمله وکړي، لرغوني ځایونه به یې د حملې لپاره په نښه کړي.

د سپینۍ ماڼۍ د خبري برخې د راپورونو له مخې، ټرمپ وویل چې د ایران د قدس ځواک د پخواني قومندان قاسم سلیماني د وژلو په خاطر که بغداد له عراقه د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه، موږ به ترهغې ونه وځو چې د پوځي لویې هوایي اډې لپاره چې په دې هیواد کې مو جوړه کړې، موږ ته پیسې رانکړي.

ټرمپ چې په ایرفورس ون الوتکه کې سپرو خبریالانو ته څرګندونې کولې دغه راز وویل، پردې اډې موږ ډیرې پسې لګولي، دا په عراق کې زموږ یوه ډېره مهمه اډه ده. د دې اډې پرجوړولو موږ ملیارډونه ډالرلګولي دي.

د امریکا متحده ایالات په عراق کې شاوخوا پنځه زره پوځي پرسونل لري، چې ډېری یې پوځي سلاکاران دي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکیچ زیاتوالي په تېره بیا وروسته له هغې چې تهران پرون اعلان وکړ چې نور د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال په اټمي تړون کې له ټولو کړو ژمنو په شاه کیږي، د نړیوالو اندېښنې هم زیاتې کړې دي.

د دې تړون درې اروپایي هېوادونو فرانسې، بریتانیا او جرمني او دغه راز چین او روسیې چې ټول له دې تړونه د واشنګټن تر وتلو وروسته هغه ته وفادار پاتې شوي، له تهرانه غوښتي چې د دغه تړون درناوی وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرهایکو ماس نن وویل چې دا به د دغه تړون د له منځه تلو لپاره لومړی ګام وي چې که داسې وشي دا به یوه لویه ضایعه وي. ښاغلي ماس زیاته کړه چې دوی دغه وضعیت په ډېرمسئولانه ډول ارزوي.

په عین حال کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ نن په بروکسل کې د دې تړون د غړیو هېوادونو د سفیرانو یوه غونډه رابللې ده.

ناټو په عراق کې څو سوه پرسونل لري چې ماموریت یې د عراق ځواکونو ته روزنه ورکول دي.

د سلیماني له وژل کیدو وروسته دغه ماموریت ځنډول شوی دی.

XS
SM
MD
LG