د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۰

ایران کې د ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکې په اړه څېړنې نه دي بشپړې شوي


دغه پيښه نژدې درې نیمې میاشتې وړاندې د جنورۍ په اتمه نېټه وشوه چې د ایران، اوکراین، افغانستان، کاناډا، سویډن، جرمني او بریتانیا ۱۷۶ کسان په کې ووژل شول.
دغه پيښه نژدې درې نیمې میاشتې وړاندې د جنورۍ په اتمه نېټه وشوه چې د ایران، اوکراین، افغانستان، کاناډا، سویډن، جرمني او بریتانیا ۱۷۶ کسان په کې ووژل شول.

په ایران کې د اوکراین د یوې مسافر وړونکې الوتکې له ویشتلو دادی سل ورځې ووتې، خو لا هم د دغې پېښې په اړه څېړنې نه دي بشپړې شوي.

د پنځو هغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران چې اتباع یې په ایران کې د الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې ووژل شول، د دې پېښې د بشپړې او بې پرې پلټنې غوښتنه کوي.

دغه پيښه نژدې درې نیمې میاشتې وړاندې د جنورۍ په اتمه نېټه وشوه چې د ایران، اوکراین، افغانستان، کاناډا، سویډن، جرمني او بریتانیا ۱۷۶ کسان په کې ووژل شول.

دا الوتکه څو شیبې وروسته له هغه وغورځول شوه چې په تهران کې یې د امام خمیني له هوایي ډګره الوتنه وکړه.

که څه هم په لومړیو کې ایران ونه منله چې الوتکه دوی غورځولې، خو وروسته یې ومنله چې دا مسافروړونکې الوتکه د سپاه پاسدارن په توغندي په تېروتنې سره ویشتل شوې ده.

اوس د پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو جوړه د همغږۍ یوه ډله وایي، هڅه یې داده چې پېښه په بې پرې ډول وڅېړل شي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

دوی په یوه خبرپاڼه کې چې د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت په ویبپاڼه خپره شوې ویلي، له دې کاره یې هدف دادی چې د قربانیانو له کورنیو سره عدالت وشي او غم یې یو څه سوړ شي.

ایران هم له دې وړاندې په دې اړه د څېړنو ژمنه کړې، خو ویلي یې دي چې د الوتکې د تور بکس په اړه به خپله ایرانیان څېړنه وکړي.

کاناډا او اکراین بیا له ایرانه غوښتي چې د الوتکې تور بکس دوی ته وسپاري چې څېړنو کې ورسره مرسته وکړي.

د الوتکې په تور بکس کې د پيلوټ د کابین غږونه ثبتېږي او د ثبت نورې وسیلې هم ورسره وصل وي.

د دې بکس پلټل د الوتکو د را غورځېدو په پېښه کې له څېړونکو سره مرسته کوي او تخنیکي کارپوهان وایي، د ګوتو په شمار هېوادونه د دغه بکس د څېړنې وړتیا لري.

XS
SM
MD
LG