د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

ملګرو ملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو د خپلې خوښې ستنېدل درولي


ارشیف، له پاکستانه راستنېدونکي افغان کډوال.
ارشیف، له پاکستانه راستنېدونکي افغان کډوال.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ له پاکستانه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د خپلې خوښې ستنېدل درولي دي.

دې کمېشنرۍ دا کار د دې لپاره کړی چې کرونا ویروس لا ډېر خپور نه‌شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم او سپین بولدک لارې بندې دي.

پاکستان د تورخم او چمن دروازې د دې لپاره بندې کړي چې د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

تورخم
تورخم

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي چې له همدې کبله دوی هم خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ درولې ده.

دې ادارې د چهارشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د مارچ ۱۸» په یوه بیان کې وویل، په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې یې د کډوالو د بېرته ستنېدو مرکزونه بند کړي دي.

په همدې حال کې د افغانستان حکومت وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې د اسلام‌اباد له لوري تړل شوي دي.

د افغانستان د کډوالو د چارو سلاکار سید باسط انصاري ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان نورې پولې پرانیستې دي.

سپين بولدک کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ چمن دروازه
سپين بولدک کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ چمن دروازه

ښاغلی انصاري وايي: "د افغانستان په ګاونډ کې یوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې بندې دي او دا هم په حقیقت کې د پاکستان د حکومت په پرېکړه بندې شوې دي."

خو د افغانستان او ایران پوله لاهم پرانیستې ده او هره ورځ له ایران څخه زرګونه افغانان خپل هېواد ته راګرځي.

هغه لاره چې خلاصوالي یې ډېرو افغانانو ته اندېښنه پیدا کړې هغه د افغانستان او ایران په پوله کې د اسلام کلا بندر دی.

په ایران کې د کرونا په ویروس څه باندې زر تنه مړه شوي او دا هېواد یو له درېیو هېوادونو څخه دی چې کرونا ناروغي په‌کې ډېره خپره شوې ده.

د افغانستان او ایران ترمنځ پوله، اسلام کلا
د افغانستان او ایران ترمنځ پوله، اسلام کلا

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت سلاکار وايي، د روان حوت میاشتې له پیله تر اوسه پورې لسګونه زره افغان کډوال خپل هېواد ته بېرته راګرځېدلي دي.

ښاغلی انصاري زیاتوي: "د حوت له پیله تر اوسه نږدې یو لک تنه بېرته راغلي او د افغانستان او ایران ترمنځ پوله تړل شوې نه‌ده. زموږ اکثره هېوادوال په خپله خوښه راځي. په پوله کې چک او کنټرول کېږي او بیا خپل هېواد ته راځي."

تر اوسه پورې په افغانستان کې د ۲۲ تنو کرونا ویروس تشخیص شوی او تقریباً ټول په کرونا اخته کسان له ایرانه راغلي دي.

خو له دې سره سره افغانستان لا هم له ایران سره د خپلې پولې د بندولو پرېکړه نه‌ده کړې.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یوازې یې له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري یا خپلې خوښې ستنېدا بهیر د اوس وخت لپاره ودروي.

XS
SM
MD
LG