د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

په افغانستان کې د کرونا له امله پېښ وضعیت؛ چین د تجهیزاتو مرسته کوي


د چین له سفیر سره د اشرف غني لیدنه
د چین له سفیر سره د اشرف غني لیدنه

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د (کووایډ-۱۹) کرونا وایروس پېښې په زیاتېدو دي، چین له افغانستان سره په دې برخه کې د مرستې لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د چین سفیر د دوشنبې په ورځ د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې وویل، د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه‌یې د هغو تجهیزاتو یو لېست ترلاسه کړی چې د کرونا وایروس د مخنیوي په خاطر ورته اړتیا لري او چین به هڅه وکړي چې برابر یې کړي.

د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۲۲ ته ورسېده، وروستۍ مثبته پېښه هم هرات ولایت کې ثبت شوې.

بله‌خوا چارواکي وايي، د هغو ۳۸ کسانو څخه چې د دوشنبې په ورځ په هرات کې د کرونا د مشکوکو ناروغانو لپاره د ځانګړي شوي روغتون له قرنطین وتښتېدل، یو یې مثبت او ۳۷یې د کرونا وایروس نه‌لري.

په هرات کې له ایران څخه راتلونکي کډوال د کرونا د مشکوکو کسانو د لومړنۍ معاینې پر مهال.
په هرات کې له ایران څخه راتلونکي کډوال د کرونا د مشکوکو کسانو د لومړنۍ معاینې پر مهال.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو روغتیايي مسؤل ډاکتر محمد ناصر فوشنجي پرون په هرات کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل، د دوی د معایناتو نتایج‌یې د دوی له تېښتې وروسته ترلاسه کړل.

نوموړي هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې په قرنطین کې له دې کسانو سره ناسم چلند او د اسانتیاوو نشتوالی د دوی د تېښتې سبب شو.

هغه زیاته کړه: "دوی ته په ډېر ښه ډول روغتیايي اسانتیاوې وړاندې کېږي. موږ له کابل څخه راغلي پلاوي ټول مشکوک او هغوی چې مثبت ګڼل شوي ولیدل. تاسو ورشئ خپله‌یې هم وګورئ. دوی ته پاک بستر، وسایل او خواړه برابر شوي. د ډاکترانو وضعیت هم ورسره ډېر ښه دی. ځکه هغوی پوهېږي چې دا کسان له څه ډول یو وایروس سره مخ دي."

د ډاکتر فوشنجي په وینا یوازنۍ ستونزه دا ده چې د کرونا د معایناتو یو مرکز دی او هغه کابل کې دی چې له کبله‌یې د معایناتو نتایج وخت نیسي. نوموړي وویل چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي په هرات کې د کرونا د معایناتو اسانتیا رامنځته کړي څو کابل ته د معایناتو د استولو اړتیا پېښه نه‌شي.

د ډاکتر فوشنجي په وینا د ۱۴ په شااوخوا کې ناروغان چې یو شمير یې مثبت هم ګڼل شوي ونه‌غوښتل چې وتښتي او دا مهال هرات کې په دې ځانګړي مرکز کې تر څارنې او درملنې لاندې دي. نوموړي د دې کسانو د تېښې سبب د دې ناروغۍ په وړاندې بې‌تفاوتي وبلله او له خلکو یې وغوښتل چې په کرونا وایروس اخته کېدل او په ټولنه کې یې خپرېدل جدي ستونزه ده او باید چې د خپل ځان نږدې کسان د روغتیا په خاطر په دې اړه جدي واوسي.

هرات له ایران سره پرانیستې پوله لري او ایران په نړۍ کې له څو هغو هېوادونو څخه دی چې د کرونا وایروس تر ټولو زیات ځپلی.

ایران
ایران

ارګ د دوشنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني له خولې وویل چې افغانستان غواړي د "کرونا وایروس سره د مبارزې په خاطر طبي تجهیزات له خپلې ملي بودجې څخه وپېري او د دې تجهیزاتو لېست اماده شوی دی."

ولسمشر غني دا خبره په کابل کې د چین له سفیر وانګ‌یو سره ليدنه کې کړې چې د ارګ په وینا په‌کې له کرونا وایروس سره د مبارزې په څرنګوالي او په دې برخه کې د چین له تجربو څخه پر استفادې خبرې وشوې.

چین چې د (کووایډ-۱۹) وایروس د پیدا کېدو اصلي ځای دی او د دې وایروس له کبله‌یې تر اوسه تر ټولو زیات زیان لیدلی، په وروستیو کې د دې وایروس د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې د پرمختګونو راپور ورکړی.

په کابل کې د چین سفیر وانګ‌یو
په کابل کې د چین سفیر وانګ‌یو

د ارګ د خبرپاڼې په وینا په دې لیدنه کې د چین سفیر د کرونا سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د خپل هېواد له اړخه د مرستې سینه ډبولې.

ارګ د ولسمشر غني له خولې زیاتوي چې "افغانستان به په دې برخه کې د چین له تجربو زده‌کړه وکړي، څو په کرونا اخته ناروغانو د درملنې لپاره د کلینیکونو د دقیقو او سمو ودانیو جوړولو په برخه کې چټک اقدام وشي."

ولسمشر غني زیاته کړې چې ښاري سیمو کې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره به افغان روغتیايي متخصصان په ووهان ښار کې د چین له روغتیايي متخصصانو سره د وېډیو کنفرانسونو له لارې وصل شي څو د هغوی له تجربو استفاده وکړي.

د چین ووهان ښار د کرونا وایروس تر ټولو زیات څپلی دی چې اوس په‌کې د مثبتو پېښو شمېر راکم شوی.

ارګ د ولسمشر غني له خولې وايي چې دوی ته پر هرات ولایت تمرکز ډېر مهم دی ځکه دغلته هره ورځ له ایران څخه زرګونه افغانان ورستنېږي.

ولسمشر دا خبره په داسې حال کې کوي چې د هرات د والي په شمول د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکو د مرکزي حکومت له‌خوا له سیمه‌ییزې ادارې سره د کرونا وایروس پر ضد مبارزه کې پر کم او ورو ملاتړ انتقادونه کړي دي.

ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه د چین د سفیر وانګ‌یو له خولې وايي "د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څخه مو یو لېست ترلاسه کړی او هڅه کوو هغه تجهیزات چې د کرونا وایروس مخینوي په خاطر ورته اړتیا لرئ، برابر کړو."

په عین حال کې افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو په زیاتېدو، د خلکو اندېښنې زیاتې کړي او په بازارونو کې د توکو بیې لوړې شوي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې له هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي چې احتکار کوي.

د افغانستان له بېلابیلو سیمو څخه د ازادي راډیو خبریالان وايي چې په جنګ او نا امنیو سربېره، د کرونا وایروس خپرېدل اوس د عامو افغانانو لپاره یوه بله نوې اندېښنه ده.

ګڼ روغتیايي کارپوهان اندېښمن دي چې په عامو افغانانو کې له ناروغیو د ځان ساتلو کم پوهای، په افغانستان کې د کرونا د معایناتو د وسایلو کمی، کمزوری روغتیايي سیستم او نورې ستونزې ښايي د دې وایروس په وړاندې د افغان حکومت مبارزه کمزورې کړي.

XS
SM
MD
LG