د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۸

د سرتېري ملي ورځ؛ 'معلول شوي سرتېري د حکومت له نه‌پاملرنې شکایت کوي'


په ننګرهار کې د افغانستان د ملي اردو یو معلول شوی سرتېری مهرالله صافی له خپلو دوو لورانو سره.
په ننګرهار کې د افغانستان د ملي اردو یو معلول شوی سرتېری مهرالله صافی له خپلو دوو لورانو سره.

د کب نهمه د سرتېري ملي ورځ ده!

یو شمېر هغه سرتېري چې په جګړه کې معلول شوي د حکومت له نه‌پاملرنې شکایت کوي.

دوی وايي، د ژوند له سختو کړاونو سره مخ دي.

له دې ډلې یو هم سید اقبال دی چې د دندې پر مهال ړوند شوی او دواړه پښې یې معلول شوې دي.

۴۵ کلن سید اقبال وايي ۱۷ کاله وړاندې یې په ډېرې لېوالتیا د سرتېري دنده وټاکله، خو یو نیم کال وړاندې د هېواد په ختیځ کې د عملیاتو پر مهال سخت ټپي شو او بیا ونه‌توانېده چې دنده ترسره کړي.

سید اقبال وايي: "۱۷ کاله په اردو کې وم، ځانګړو عملیاتو ته تللی وم، د عملیاتو پر مهال ما یوه سترګه له لاسه ورکړه، شپږ مرمۍ زما په چپه پښه ولګېدې او درې په ښۍ پښه ولګېدې، یو نیم کال کېږي چې کور کې یم، پخوا به راته څه نا څه معاش راکول کېده، خو اوس‌یې چې راته تقاعد راکړی یوه افغانۍ مې هم نه‌ده اخیستې، سرپنا هم نه‌لرم، په کرايي کور کې ژوند کوم خدای 'ج' پوهېږي نور به څه کېږي."

سید اقبال سرباز افغان که از ناحیه دو پا و یک چشم معیوب شده است.
سید اقبال سرباز افغان که از ناحیه دو پا و یک چشم معیوب شده است.

سید اقبال چې درې بچیان لري د سولې ټینګښت ته ورځې شپې شماري وايي، کله چې سوله ټينګه شي نور به افغان سرتېري ونه‌وژل شي او ټول به په امنه فضا کې ژوند وکړي.

دی زیاتوي: "که سوله راشي ټول به د ارامۍ ساه اخلي که هغه سرتېری دی او یا هم عام وګړی، ټول سوله غواړي که افغان سرتېرو ته ۵ زره افغانۍ هم ورکړي کار کوي، خو چې سوله راشي."

له بلې‌خوا د هغه شمېر افغان سرتېرو کورنۍ هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي کوم چې په جګړو کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

یو معلول شوی افغان سرتېری چې اوس موټر چلوي.
یو معلول شوی افغان سرتېری چې اوس موټر چلوي.

د تهمینې مېړه چې د ملي اردو سرتېری و څلور میاشتې مخکې په فاریاب کې ووژل شو.

هغه وايي اوس له خپلو ۵ ماشومانو سره د ژوند ستونزې ګالي.

تهمینه وايي: "زما د مېړه له وژل کېدو وروسته له ګڼو ستونزو سره مخ شوم، ژوند مې تریخ شو، کرايي کور کې ژوند کوم، ماشومان مې واړه دي، یو یې څلور کلن او بل‌یې ۱۰ کلن دی، که کومه ورځ ماشومان مې پلاستیک راټول کړي، نو بیا ښه وي، خو که نه حیرانه کېنم چې څه وکړم."

له دې ټولو سره د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د سرتېري ورځې په مناسبت رسنیو ته په یو بیان کې ژمنه وکړه چې حکومت به د دغو قربانیانو کورنیو کورنیو ته رسېدنه وکړي.

ه څه هم د افغان سرتېرو د تلفاتو په تړاو امنیتي چارواکي دقیق معلومات نه‌ورکوي، خو تر دې وړاندې ولسمشر غني ویلي چې د ۲۰۱۴ میلادي کال راپه دې‌خوا ۴۵ زره افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د کورنیو او دفاع وزارتونو د معلوماتو په اساس دا مهال د ملي اردو د سرتېرو شمېر څه باندې ۲۰۰ زره او د ملي پولیسو شمېر ۱۲۴ زره تنو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG