د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

هشت صبح: د جګړې درېدل باید دایمي شي


ځینې کابل چاپ ورځپانې
ځینې کابل چاپ ورځپانې

د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي له کمښت هرکلی او په افغانستان کې د کرونا وایروس د خپرېدو په اړه اندېښنې هغه موضوعات دي چې کابل چاپ نننیو ورځپاڼو یې په اړه مطالب چاپ کړي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته "د جګړې درېدل باید دایمي شي" عنوان ورکړی لیکلي، دا چې د وژنو او مرګونو ګواښ راکم شوی، خلک خوشحاله دي او په ټولنه کې د تاوتریخوالي د پام وړ کمښت نه وروسته په یو ډول له رواني لحاظه د امنیت احساس کوي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، د تاوتریخوالي له کمښت نه د خلکو دغه هرکلی ښيي چې د افغانستان خلک له وژنو ستړي دي او ستره هیله‌یې د جګړې پای دی.

د هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، که طالبان په رښتیا ځانونه د دغه هېواد بولي جګړه باید پای ته ورسوي.

د لیکوال په باور، عام خلک هغه وخت سیاسي حل ته مشروعیت ورکوي چې د خکلو ګټه وي په‌کې او بالاخره جګړه پای ته رسېدلې وي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې هم خپله سرمقاله کې د تېرو درېیو ورځو د تاوتریخوالي د کمښت په اړه سرمقاله راخیستې.

په سرمقاله کې راغلي، "دا درې ورځې د خلکو لپاره د ژوند تر ټولو ښې او له وېرې جلا ورځې وې."

لیکوال لیکلي، افغانانو لپاره د هېواد په ګوټ ګوټ کې خلکو خپله خوښي څرګنده کړې، د کورنیو او د هغو کسانو چې له خپلو کورونو لیرې دي مخابراتي اړیکې ټینګې شوي او څوک هم د خپلې کورنۍ د غړي د جنازې انتظار نه‌کوي.

د لیکوال په باور، دا درې ورځو وښوده چې د افغانستان جګړه د دې ولس نه‌ده، خو قرباني یې افغانان دي، د لیکوال په خبره دا جګړه باید نوره پای ته ورسېږي ترڅو خلک په امن کې ژوند وکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د کرونا وایروس د خپرېدو د اندېښنو په اړه لیکلي چې په هرات ولایت کې د دغې ناروغۍ ۳ مشکوکو پېښو د خلکو ترمنځ د پام وړ اندېښنې راوپارولې.

لیکوال لیکلي، سره له دې چې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز ډاډ ورکړی چې لا تر اوسه د دغې ناورغۍ کومه مثبت پېښه نه‌ده ثبت شوې او ورته په جدي ډول تدابیر نیول شوي، خو په‌کار ده چې باید د مخنیوي لپاره‌یې ټول خلک لاس په‌کار شي.

دا په داسې حال کې ده چې له چین وروسته د ایران په قم ښار کې د دغې ناورغۍ ۳۶ مثبتې پېښې ثبت شوې او وېره شته چې افغانستان ته را انتقال شي.
د لیکوال په خبره، د خلکو دغه اندېښنې ځکه راپارېدلي چې د کرونا وایروس لپاره تر دې دمه درمل نه‌دي جوړ شوي.

لیکوال په خپله دغه مقاله کې ټینګار کړی چې د کرونا وایروس د ګواښونو په اړه خلکو ته له بېلابېلو لارو عامه پوهاوی ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG