د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

د ټول شموله حکومت له اعلان وروسته د امنیتي ځواکونو دریځ څه دی؟


د افغان ځواکونو یو انځور
د افغان ځواکونو یو انځور

د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته د یوه نوماند له لوري د ټول شموله حکومت اعلان، اوس دا پوښتنه راولاړه کړې چې د افغان امنیتي ځواکونو دریځ به څه کیږي.؟

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ملي یوالي حکومت ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو بریالی اعلان کړی دی.

خو د ملي یوالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله بیا، چې ښاغلي غني سره په سیالۍ کې ولاړ او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د اعلان پر بنسټ یې تر هغه کمې رایې خپلې کړې وې، دا اعلان کودتاه وګڼله او د یو ټول شموله حکومت د جوړېدو خبر یې ورکړ.

اوس دواړه خواوې د حکومت د جوړېدو لپاره چمتوالی نیسي.

په داشان حالاتو کې باید د افغان امنیتي ځواکونو دریځ څه دی؟

پخوانی جنرال او د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی ویاند دولت وزیري په دې اړه د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "هغه څوک چې د قانون خلاف کار کوي باید د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري کنټرول شي، یعنې په دې معنی چې د افغانستان مسلح قوا باید په دې برخه کې له احتیاط څخه کار واخلي څو خبره جګړې ته وانوړي."

پخوانی جنرال او د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی ویاند دولت وزیري
پخوانی جنرال او د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی ویاند دولت وزیري

دغه اندېښنې په داسې حال کې راپورته شوي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې په یو شمېر ولایتونو کې والیان معرفي کړل او په ځینو ولایتونو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له دوی سره ولیدل شول.

په جوزجان ولایت د ازادي راډیو سیمه ییز خبریال عالم رحمانیار کې وايي، هغه مهال چې افغان امنیتي ځواکونو د ښاغلي عبدالله له لوري د نومول شوي والي مخه ونیوله، یاد والي د جنرال عبدالرشید دوستم په استوګنځي کې د جوزجان د والي په توګه معرفي شو.

هڅه مو وکړه په دې اړه د امنیتي بنسټونو څخه نظر هم واخلو خو بریالي نشو.

خو په حکومت کې یوې باخبرې سرچینې د نوم نه اخیستنې په شرط ازادي راډیو ته وویل، چې د قانون پر بنسټ د افغانستان امنیتي، دفاعي او ملي امنیت ځواکونه د امنیت د ټینکښت وظیفه لري نه دا چې په سیاسي اختلافاتو کې شامل ووسي.

پوځي شنونکي حکمت شهباز بیا په دې اړه وايي: "په دې کې شک نشته چې موږ د قدرت په خلا کې واقع شوی یو، نو په دې اساس زموږ غوښتنه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه دا ده چې د قانون مطابق چلند وکړي او هر هغه څوک چې د قانون خلاف عمل کوي او خپله بې طرفې نه ساتي، باید د خپلو اعمالو سزا وویني."

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند هم وايي، اوسني شرایط دېر حساس دي او که افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه خپله بې طرفي ونه ساتي افغانستان به له یو بل کړکېچ سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG