د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۲۱

'له افغان حکومت څخه په کابل کې د پاکستان سفارت شکایت'


په کابل کې د پاکستان سفارت
په کابل کې د پاکستان سفارت

په کابل کې د پاکستان سفارت رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ادعا کړې چې افغان چارواکو انټرکانټیننټال هوټل کې دغه سفارت ته "د کشمیر د یووالي ورځې" د نمانځنې اجازه نه‌ده کړې.

د دغه پیغام په یوه برخه کې راغلي چې "د پاکستان سفارت د کشمیر د یووالي ورځې نمانځنه متوقفه کړه، د انټرکانټیننټال هوټل مسؤلینو د فبرورۍ په څلورمه له غرمې وروسته موږ ته خبر راکړ چې د افغان حکومت د یو شمېر چارواکو له لوري ورته امر شوی چې ریزرفېشن لغوه کړي او اجازه ورنه‌کړي چې دغه پروګرام وشي."

له دې سره په ملي شورا کې د خلکو یو شمېر استازي په دې باور دي چې ګواکې افغان حکومت د دې لپاره چې د کشمیر مسئله د هند او پاکستان ترمنځ یوه جنجالي موضوع ده، د دغه ورځې د یووالي له نمانځنې په خپله خاوره کې مخنیوی کړی دی.

د ولسي جرګې یو غړی عبیدالله کلیمزی په دې اړه وایي چې افغان حکومت د سیاسي نزاکتونو او له هند سره‌یې د اړیکو لپاره دغې نمانځنې ته اجازه نه‌ده کړې.

ښاغلی کلیمزی زیاتوي: "پاکستان په افغانستان کې خپلې هېڅ یوې ژمنې ته وفاداره نه‌وه، په خپلو ژمنو کې یې دروغ ویلي، دا د دوو هېوادونو مسئله ده، پاکستان په کابل کې په خپل سفارت کې په کافي اندازه ځای لري چې دا شان پروګرامونه جوړ کړي، تر هغه ځایه چې موږ پوهېږو، افغانستان له هند سره چې کوم نزاکتونه لري د دغه پروګرام د جوړولو اجازه‌یې د پاکستان سفارت ته نه‌ده ورکړې. "

اندېښنې دا دي چې افغانستان تل د سیمې د هېوادونو د سیالیو او نیابتي جګړو قرباني و.

دغه مسئله له دې وړاندې بار بار د ولسي جرګې د یو شمېر غړو او کارپوهانو له لوري مطرح شوې ده، خو د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو په اړه دا اندېښنې زیاتې محسوسېږي.

یو شمېر کارپوهان وایي اړینه ده چې افغانستان د دغو دوو هېوادونو ترمنځ چې اړیکې یې کړکېچنې دي په اړیکو کې له احتیاطه کار واخلي.

افغان کارپوه تمیم عاصي
افغان کارپوه تمیم عاصي

د دغو کارپوهانو له ډلې تمیم عاصي وايي د هند او پاکستان ترمنځ کشمیر یوه ګډه ستونزه ده او افغانستان باید د خپلو رقابتونو ډګر ونه‌ګرځوي.

ښاغلی عاصي زیاتوي: "دا داسې شان ده چې افغانان یوه مشخصه ورځ په پاکستان کې لکه د هند د کشمیر یا د بلوڅانو د یووالي ورځ ونمانځي او دا د پاکستان لپاره غبرګون راپارونکې ده، دا د پاکستان کورني مسایل دي او نباید دغه دوه هېوادونه افغانستان د خپلو رقابتونو ډګر ونه‌ګرځوي."

په یو شمېر هېوادونو کې پاکستان ته د کشمیر د یووالي د ورځې نمانځنې ته اجازه ورکړل شوې ده.

افغان حکومت او او د انټرکانټیننټال مسؤلین حاضر نه‌شول چې په دې اړه له موږ سره خبرې وکړي، خو کارپوهان وایي افغانستان حق لري چې په خپله خاوره کې د هغو پروګرامونو مخنیوی وکړي چې سیمه‌ییز حساسیتونه له ځان سره ولري.

XS
SM
MD
LG