د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

د افغان مارکېټ موضوع د حل لپاره له ډیپلوماتیکې لارې د افغانستان هڅه


په پېښور کې د یوه مارکېټ پر سر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيپلوماتیکو اړیکو له ترینګلي کېدو وروسته، افغان حکومت د دغې موضوع د حل لپاره ډيپلوماتیکې هڅې پیل کړې دي.

افغان دولت په وروستیو ورځو کې په پېښور کې خپله قونسلګري د خېبر پښتونخوا ایالت د پولیسو د اقدام په اعتراض کې چې د افغان مارکېټ په نوم یوه پلورځای له ودانۍ یې د افغانستان بیرغ او اړوند لوحه لیرې کړې ده، وتړله.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغان مارکېټ د ړنګولو او له دغه مارکېټه د افغانستان د بیرغ د راکښته کولو په تړاو د پاکستان د حکومت اقدام قانوني نه‌دی.

ښاغلی صدیقي وايي، په پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ د ویزې صادرولو برخې د تړل کېدو پرېکړه په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت د پرېکړې پر اساس شوې او دغه اقدام "موقتي" دی.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

د افغانستان ولسمشر ویاند زیاته کړه چې په اسلام‌اباد کې افغان سفیر د پاکستان له فدرال حکومت سره خبرې کوي ترڅو دا ستونزه له ډپيلوماتیکې لارې حل شي.

ښاغلی صدیقي ټینګار کوي چې د افرادو حقوقي موضوع باید د دوو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز ونه‌کړي.

افغان مارکېټ په پېښور کې د یو شمېر افغان سوداګرو او هټۍوالو د سوداګریزو توکو د پلور او پېر مارکېټ دی چې له کلونو راهیسې فعال دی.

د تېرې پنجشنبې په ماښام سلګونه پاکستاني پولیس افغان قونسلګرۍ ته له خبر ورکولو پرته دغه مارکېټ ته ورغلي او د افغانستان بیرغ او لوحه یې ترې راښکته کړي دي.

افغان چارواکي وايي، پولیسو نیت درلود چې دا مارکېټ تخلیه او ړنګ کړي.

د پاکستاني پولیسو دې کار د افغان حکومت غبرګون راوپارولو او په دې تړاو یې یوه اعلامیه خپره کړه.

په دغه اعلامیه کې چې د تېرې جمعې په ورځ خپره شوه، راغلي چې د پاکستاني پولیسو دا اقدام غیر مسؤلانه او د افغانستان بیرغ ته سپکاوی ګڼل شوی.

افغانستان د پاکستان حکومت د دې اقدام په غبرګون په خیبر پښتونخوا کې خپله قونسلګري هم وتړله.

د خیبر پښتنوخوا ایالتي حکومت په پېښور کې د افغان حکومت د قونسلګرۍ د تړلو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

د ازادي راډیو د مشال څانګې د خبریال د خبر له مخې، د خیبر پښتونخوا سترې محکمې څه موده مخکې پاکستاني پولیسو ته د دغه مارکېټ د تخلیه کولو دستور ورکړی و.

د نړیوالو چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، پاکستان باید له افغان مارکېټه د افغانستان د بیرغ د راټیټولو په تړاو له افغان حکومته بخښنه وغواړي.

د نړیوالو چارو افغان پوه انتظار خادم
د نړیوالو چارو افغان پوه انتظار خادم

د نړیوالو چارو پوه انتظار خادم یې په اړه وایي: "زه دا ډیپلوماتیکو اړیکو او د افغان حکومت حیثیت ته سپکاوی ګڼم، لازمه نه وه چې د پاکستان پولیس داشان کړنه ترسره کړي، د پاکستان حکومت باید له ډیپلوماتیکو لارو د خپل دې کار له امله له افغان حکومته بخښنه وغواړي."

ښاغلی خادم وايي، د پاکستان حکومت باید له دغه اقدام مخکې د افغانستان قونسلګري په جریان کې کړې وای.

XS
SM
MD
LG