د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۵

پاکستان د افغانستان له سفیر سره د ناوړه چلند ادعا رد کړه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان حکومت ټولو ته درناوی کوي او له بهرنیو استازیو تمه لري، څو له ډیپلوماتیکو نورمونو او اصولو سره سم مخته ولاړ شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان حکومت ټولو ته درناوی کوي او له بهرنیو استازیو تمه لري، څو له ډیپلوماتیکو نورمونو او اصولو سره سم مخته ولاړ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره په اسلام اباد کې د افغانستان له سفیر سره د "ناوړه چلند" ادعا رد کړې ده.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان حکومت ټولو ته درناوی کوي او له بهرنیو استازیو تمه لري، څو له ډیپلوماتیکو نورمونو او اصولو سره سم مخته ولاړ شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي و چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې (ای اس ای) له خوا احضار او ناوړه چلند ورسره شوی و.

په اعلامیه کې افغان حکومت د پاکستان په دې کار کلک اعتراض کړی و او ویلي یې و چې د ای اس ای له خوا د ښاغلي مشعل احضار او له هغه سره ناوړه چلند د ډیپلوماتیکو موازینو او عرف خلاف عمل دی.

د ا فغانستان سفیر وروسته له هغه د ای اس ای له خوا ورغوښتل شوی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یکشنبه په یوه اعلامیه کې وویل چې په کابل کې د دوی ډیپلوماتان ځورول شوي دي.

پاکستان له دوشنبې راهیسې په کابل کې د خپل سفارت قونسلي څانګه هم د هغه څه په خاطر چې خپلو ډیپلوماتانو ته ورپېښې امنیتي ستونزې یادوي، تړلې ده.

افغان حکومت وايي، د امنیتي اندېښنو په باب چې پاکستان یې په خاطر په کابل کې د خپل سفارت قونسلي څانګه تړلې ټولې ادعاوې په ککله څېړي او پاکستان او نورو ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې ډیپلوماتان به یې خوندي وي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG