د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

پاکستان نن بېرته کابل کې خپلې قونسلي چارې پیلوي


کابل کې د پاکستان سفارت- ارشیف
کابل کې د پاکستان سفارت- ارشیف

پاکستان وايي، نن (یکشنبې) کابل کې بیرته قونسلي چارې پیلوي.

د پاکستان سفارت پر خپل ټویټر لیکلي چې د ډیسمبر له 29 مې نېټې څخه به په کابل کې دوی بشپړ قونسلي خدمتونه بېرته پیل شي.

کابل کې د پاکستان سفارت مخته د افغانانو لیکې
کابل کې د پاکستان سفارت مخته د افغانانو لیکې

په دې اړه سفارت نور جزئیات نه دي ورکړي.

خو تر دې مخکې افغان چارواکو اعلان کړی و چې په پېښور کې یې تړلې قونسلګري بېرته پرانیستې ده.

په عین حال کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې یو پنځه کسیز افغان پلاوی په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د افغان مارکیټ د مسلې او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړي او لا هم په دې هېواد کې دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پرون ماښام ازادي راډیو ته په پېښور کې د افغانستان د قونسلګرۍ پرانېسته تائید کړه او دا یې هم وویل چې د افغانستان یو پلاوی پاکستان ته تللی او لا هم هلته دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د کابل او اسلام اباد ترمنځ سفارتي کړکېچ وروسته له هغې زیات شو چې د پاکستان یوې محکمې پرېکړه وکړه چې په پېښور ښار کې افغان مارکیټ دې چې افغان دولت یې خپل ملکیت ګڼي دې د شوکت کشمیري په نوم یو کس ته چې پرې ادعا یې درلوده وسپارل شي.

د محکمې دې حکم او له افغان مارکیټ څخه د پاکستاني پولیسو له خوا د افغانستان د بیرغ د ښکته کولو په عکس العمل کې افغان حکومت د اکټوبر په 13 مه پېښور کې خپله قونسلګري وتړله.

ورپسې د نومبر په لومړیو کې پاکستان په کابل د خپلو کارکونکو ځورونه پلمه کړه او دغلته یې افغانانو ته د ویزې ورکړه او قونسلي چارې وځنډولې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له تبصرې ډه ډه وکړه چې ایا په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا د قونسلي چارو بېرته پیل د دواړو لورو ترمنځ د خبرو پایله ده.

خو په اسلام اباد کې ازاد خبریال طاهرخان د ازادي راډیو مشال څانګې ته د دواړو هېوادونو ددې متقابلو اقداماتو په اړه وویل: "زما نظر دادی چې کله ترینګلتیا ډېره زیاته شوې وه، نو بیا سفرونه شوي وو، د پاکستان د استخباراتو مشر او د بهرنیو چارو سکرتر کابل ته تللي وو او هلته یې خبرې کړې وې، له هغې وروسته بیا د افغانستان پلاوی اسلام اباد ته راغی، نو دواړو به په خبرو کې په دې سلا کړي وي چې د تګ راتګ لپاره سهولتونه برابر کړي او په مسالو خبرې وشي."

په پېښور کې د افغانستان او په کابل کې د پاکستان د قونسلګریو تړل کېدو، د دواړو هېوادونو خلکو په ځانګړې توګه افغانانو ته چې پاکستان ته د ګڼو اړتیاوو له کبله ډیر تګ راتګ کوي، زیاتې ستونزې جوړې کړې وې.

په ځانګړې توګه هغه افغان ناروغانو چې په افغانستان کې د روغتیايي اسانتیاوو د کموالي له کبله اړ دي پاکستان ته د درملنې لپاره سفر وکړي.

همدارنګه د سوداګرو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت لپاره یې هم ستونزې سېوا کړې وې.

XS
SM
MD
LG