د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۳۱

څېړونکی پلاوی: 'خوشحال سعادت او ولي محمد احمدزی باید څارنوالۍ ته معرفي شي'


د ولسي جرګې د ټاکل شوي پلاوي د راپور کاپي
د ولسي جرګې د ټاکل شوي پلاوي د راپور کاپي

د ولسي جرګې د پلاوي په هغه راپور کې چې ازادي راډيو ته‌یې یوه کاپي رسېدلې، غوښتل شوي چې د نظام‌الدین قیصاري په کور د عملیاتو مسؤلین "باید څارنوالۍ ته معرفي شي."

د ولسي جرګې دغه پلاوی وروسته له هغې وټاکل شو او بلخ ته ولاړ چې افغان امنیتي ځواکونو په بلخ کې د نظام‌الدین قیصاري پر کور عملیات وکړل.

له جنجاله ډک دغه عملیات له ګڼو غبرګونونو سره مخ شول.

د دغه پلاوي دوه غړي چې له ازادي راډیو سره‌یې خبرې کړي وايي، ټاکل شوي پلاوي په بلخ کې له درې ورځو څېړنو وروسته موندلې چې امنیتي ځواکونو په دغو عملیاتو کې دوه تنه له نیولو وروسته وژلي او د دغو عملیاتو په اړه امنیتي ځواکونو ته د محکمې یا هم څارنوالۍ له لوري امر نه‌و شوی.

ازادي راډیو ته د دغه پلاوي د رسېدلي راپور په اساس د ولسي جرګې ټاکل شوي پلاوي وړاندیز کړی چې "په قضیه کې مسؤل کسان دې د لازیاتو څېړنو لپاره څارنوالۍ ته معرفي شي ترڅو د دغې پېښې جرمي اړخونه روښانه شي."

د دغه پلاوي غړي مهدي راسخ ازادي راډيو ته وویل چې د عملیاتو په دوهمه ورځ د پولیسو ځانګړو ځواکونو، ۸۸۸ قطعې، سي ار یو او کمانډو ځواکونو د بلخ د امنیتي مسؤلینو نه هېڅ ډول هدایت نه‌وو اخیستی. د ښاغلي راسخ په وینا، دغو ځواکونو د کورنیو چارو وزارت د پخواني امنیتي مرستیال خوشحال سعادت او د ۲۰۹ شاهین قول اردو د پخواني قوماندان ولي محمد احمدزي په امر د قیصاري کور محاصره کړی دی.

ښاغلی راسخ پر دې خبرې له ټینګار سره چې د ښاغلي قیصاري یو اشپز او دغه‌شان يو تن مېلمه له نیولو وروسته د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي، وايي: "د پولیسو ځانګړي ځواکونه او سي ار یو چې دغه دوه کسان‌يې ژوندي نیولي وو د قیصاري په کور کې يې وژلي دي، دغه ځانګړې قطعه د امنیتي معین په ځانګړې لارښوونه د قیصاري کور ته ننوتې ده، دغه دوه تنه [د کورنیو چارو وزارت پخوانی امنیتي مرستیال او د ۲۰۹ شاهین قول اردو پخوانی قوماندان​] د دې پېښې اصلي مسؤلین دي."

د دغه پلاوي یو بل غړی علي اکبر قاسمي هم ازادي راډيو ته وايي چې په دې عملیاتو کې دوه تنه له نیولو وروسته وژل شوي دي، خو د ولسي جرګې د ټاکل شوي پلاوي دغو دواړو غړو روښانه نه‌کړه چې څنګه‌یې موندلې امنیتي ځواکونو دوه تنه له نیولو وروسته وژلي دي.

د ښاغلي راسخ په خبره په دې عملیاتو کې د قانون خلاف او د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قوماندان په امر له هوايي ځواکونو هم ګټه اخیستل شوې ده.

د ولسي جرګې د پلاوي په راپور کې راغلي چې د بلخ محکمې یوازې د دوو ساعتونو لپاره د نظام‌الدین قیصاري د کور د پلټنې امر د قوس په نهمه پولیسو ته ورکړی دی او په محکمه او څارنوالۍ کې هم د قیصاري پر خلاف کوم شکایت یا دوسیه نه‌ده ثبته شوې.

خو د بلخ امنیه قوماندان د ولسي جرګې دغه پلاوي ته ویلي چې د قیصاري په وړاندې د خلکو د شکایتونو او دغه‌شان د غیر مسؤله وسله‌والو د درلودلو له امله‌يې د امنیتي معین د هدایت او د محکمې د حکم له مخې د "قیصاري د وېرولو" او د "حکومت د اوتریتې د تثبیت" په هدف د نوموړي کور محاصره کړ.

پر قیصاري د باج اخیستلو، وژنې او شکنجې تورونه دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم
د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم

قیصاري د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم متحد و چې د ۲۰۱۸م کال په جولای مياشت کې د افغان امنیتي ځواکونو له‌خوا توقیف شو او په نتيجه کې يې په فاریاب ولایت کې خونړي لاریونونه وشول چېرته چې دی د دغه ولایت د قیصار ولسوالۍ او د محلي پولیسو مشر وو.

ولسمشر غني د ده نیول کېدل د ملېشو پر وړاندې د جګړې په برخه کې لاسته راوړنه وبلله.

خو څو میاشتې وروسته قیصاري په مرموز ډول خوشې شو او حکومت په دې اړه ځواب ونه‌وايه.

په پام کې ده چې د دغه پلاوي راپور د ولسي جرګې له ژمنیو رخصتیو وروسته د یادې جرګې عمومي ناستې ته وړاندې شي.

ازادي راډیو په تېرو دوو ورځو کې په ځلونو له ښاغلي خوشحال سعادت او ولي محمد احمدزي سره اړیکه ونیوله، خو هغوی ځواب ورنه‌کړ.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۷» د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټټیوټ کې خبرې کولې، په دې اړه د ازادي راډیو د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وايي چې له امنیتي ځواکونو د کار اخیستلو او د قیصاري د نیولو د امر په اړه پوښتنې او ستونزې موجودې دي چې ملي امنیت شورا ته د څارنوالۍ له‌خوا د راپور له ورکولو وروسته به اقدام وشي.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي د ستراتېژیکو مطالعاتو د انسټټیوټ په یوه غونډه کې د وینا پر مهال.
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي د ستراتېژیکو مطالعاتو د انسټټیوټ په یوه غونډه کې د وینا پر مهال.

ښاغلی اندرابي زیاتوي: ​"د امنیت په شورا کې به د راپور له وړاندې کولو وروسته او هغه نتیجې چې رامنځته کېږي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته به د اړینو اجراأتو په اړه که تغییر او تبدیل یا نور اقدامات وي سپارښتنه وشي. موږ به‌یې عملي کړو."

څه موده مخکې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په جوزجان ولایت کې د ولسمشر له لومړي مرستیال جنرال دوستم سره د لیدو پر مهال د قیصاري پر کور د عملیاتو په اړه ویلي و چې په ځینو ولایتونو کې ځیني عملیات د مشرتابه له همغږۍ پرته، ترسره کېږي.

امنیتي ځواکونو د روان لمریز کال د قوس په نهمه په بلخ ولایت کې د نظام‌الدین قیصاري کور محاصره کړ. دغه محاصره بالاخره په وسله‌واله نښته واوښته چې له څو ساعته عملیاتو وروسته، د بلخ د پولیسو په وینا نظام‌الدین قیصاري په تېښته بریالی شو.

په بلخ کې د قیصاري پر کور عملیات
په بلخ کې د قیصاري پر کور عملیات

په دغه نښته کې د قیصاري اووه کسان ووژل شول او دوه امنیتي ځواکونه ټپیان شول. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې قیصاري تر اوسه هم د پولیسو تر تعقیب لاندې دی.

XS
SM
MD
LG