د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۰۵

نظام الدین قیصاري وايي«فدایان» یې چمتو دي چې پرجنرال دوستم انتحاري حمله وکړي


نظام الدین قیصاري وايي، داسې فدايي کسان لري چې حاضر دی پر جنرال دوستم ځان وژونکې حمله وکړي.

پروني دوستان، ننني رقیبان نظام الدین قیصاري چې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له نږدې کسانو ګڼل کېده، اوس د ښاغلي دوستم پر وړاندې تر دې حده ولاړ دی چې وايي، د ده ملګري حاضر دي چې پر جنرال دوستم ځان وژونکی برید ترسره کړي.

دی زیاتوي: "زه په همدغو ځوانانو باور لرم چې سل په سلو کې ولاړ دي، د ځان وژونکو په توګه دي. د طالبانو انتحاري نه‌دي، خو دا چې زه پرې ګران یم، وايي ځان وژنو. دا ځوانان څوک دي زما په خاطر ځانونه فدا کوي، که ورته ووایم ځان وژونکي حمله وکړئ کوي يې. په یوه ولایت کې نه‌دي، په لس دولسو ولایتونو کې دي او وايي، ته غږ وکړه، موږ تیار یو. دوی وایي، که ته ووايي چې دوستم و وژنه، انتحاري کوو، زه داسې کسان لرم."

نظام الدین قیصاري تېرکال د سرطان په میاشت کې د وژنو، د خلکو د ځورولو او د پوځي چارواکو د ګواښلو په تور، د فاریاب ولایت د میمنې په ښار کې د ملي امنیت د ځواکونو له‌خوا ونیول شو .

که څه هم دغه پېښه په ځینو شمالي ولایتونو کې د خلکو له غبرګون سره مخ شوه، خو حکومت خوشې نه‌کړ.

دوستم هم څو ځلي وغوښتل چې قیصاري د ملي امنیت له بنده خوشې شي.

اوس نظام الدین قیصاري ادعا کوي چې داسې اسناد لري چې ښيې جنرال دوستم د ده په بندي کیدو کې لاس لري:"فکر مې کاوه چې زه حکومت راوړی او بندي کړی یم او پر حکومت په قهروم، خو اوس په هرڅه پوه شوم جنرال دوستم چې په ترکیه کې و، شمال ته راتللی نه‌شو. له ترکېې نه یې د راتګ لپاره زما څخه ګټه واخېسته. زه اسناد لرم، کله چې له شماله تېر شوم او لاړم، دغه اسناد به له ځانه سره یوسم. بیا نو ټولې خبرې روښانه کېږي چې دا کار چا کړی دی؟"

خو عبدالرشید دوستم ته نږدې کسان د قیصاري ادعا ردوي او له اخلاقو یې لېرې ګڼي.

د افغانستان د ملي جنبش د ګوند مرستیال عبدالله قرلق
د افغانستان د ملي جنبش د ګوند مرستیال عبدالله قرلق

د افغانستان د ملي جنبش د ګوند مرستیال عبدالله قرلق وايي:"د مختلفو جرمونو لوړه سطحه چې دغه کس لرله او د بشري حقونو ضد، د سړي تښتونې، وژنې او داسې نورو جرمونو تورونه چې پرده لګیدلي وو، سبب شول چې حکومت، ځانګړې قطعات او د ملي امنیت ځواکونه یې ونیسي. هغه نه د جنرال دوستم او نه د بل کس په غوښتنه دا کارونه کړي دي."

قیصاري د ځان د خوشې کېدو خبره کوي، خو دا هم لیدل کېږي چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې یې دوسیه اوس هم روښانه نه‌ده.

دی وايي، په نږدې ورځو کې له بنده خوشې کېږي او په دوسیه کې یې ستونزه نه‌شته.

ازادي رآډیو وغوښتل په‌دې اړه د لوېې څارنوالۍ نظر ولري، خو له بیا بیا اړیکو سره هم د دغې ادارې ویاند حاضر نه‌شو چې په‌دې اړه څه ووايي.

XS
SM
MD
LG