د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

د بلخ پولیس: تر بېګاه ناوخته د نظام الدین قیصاري د نیولو عملیات روان و


د نظام الدین قیصاري د نیولو لپاره افغان پوځیان له دوو شپو هڅې کوي.
د نظام الدین قیصاري د نیولو لپاره افغان پوځیان له دوو شپو هڅې کوي.

افغان امنیتي ځواکونو تر بیګاه ناوخته د یوه غیر مسووله وسله وال قومندان نظام الدین قیصاري د نیولو لپاره عملیات کول.

د نظام الدین قیصاري د نیولو لپاره افغان پوځیان له دوو شپو هڅې کوي.

دی د مزارشریف په پنځمه ناحیه کې اوسي او کور یې د سرتېرو له خوا محاصره او عملیات پرې روان دي.

د بلخ امنیه قومندان اجمل فایز بېګا د افغانستان په وخت شاوخوا دولس بجې ازادي راډیو ته وویل چې د قیصاري د نیولو لپاره عملیات روان دي خو تر اوسه نه دی نیول شوی.

هغه زیاته کړه: "متاسفانه تر اوسه پورې نه! نه دی نیول شوی، زمونږ عملیات روان دي، اوس تصفیه کاري روانه ده، د قیصاري د کور او شاوخوا تلاشي روانه ده، جنګ اوس دریدلی، یواځې دوه پولیس مو سطحي ټپيان شوي، د دښمن بیا اته کسان وژل شوي دي."

د فایز په خبره قیصاري شاوخوا یو نیم سل ناقانونه وسله وال لري او د خلکو کورونه لوټي او زورواکي چلوي.

په مزارشریف کې د قیصاري ځینو ګاونډیانو له هغې ډلې صفت الله رحیمي او کرام شاه افغان رسنیو (بي بي سي او طلوع نیوز) ته ویلي چې افغان پوځیانو او د قیصاري وسله والو سخته جګړه وکړه او دوی یې ډېر اندېښمن کړي.

صفت الله رحیمي وايي: "ډېر په شدت جنګ و، څلوېښت کالو کې فکر کوم مونږ داسې جنګ نه و لیدلی، د دولت مرمۍ وه که د قیصاري خو د خلکو په کورو لګېدله او خلکو ته زیان رسیدلی، خلک ځوریدلي، داسې جنګ و چې ته وایې په خط اول کې له داعش سره جنګ روان دی."

کرام شاه وویل: "د شپې له ۱۱ بجو چې جنګ پيل شو او تر دا اوسه هم چې له تاسو سره غږیږم دا جنګ روان دی."

د قیصاري د نیولو پر سر د اوسنۍ لانجې د حل لپاره جنرال دوستم خپل استازی بابرفرهمند بلخ ته لېږلی و خو ویل کېږي چې له قیصاري سره خبرو نتیجه نه ده ورکړې.

قیصاري چې د جنرال عبدالرشید دوستم پخوانی ملیشه قومندان و د ۱۳۹۷ کال په سرطان میاشت کې د افغانستان امنیتي ځواکونو ونیوه او شاوخوا شپږ میاشتې په کابل کې د ملي امنیت له خوا ساتل کېده.

حکومت دی په دې تور نیولی و چې د خلکو حقونه یې تر پښو لاندې کړي او د خپلو ناقانونه وسله والو په مټ زورواکي چلوي.

قیصاري سږ کال تر انتخاباتي منډو ترړو مخکې خوشې شو او له خپلو کسانو سره یوځای بلخ ته ستون شو.

له هغه ځایه یې له خپل پخواني رهبر جنرال دوستم سره مخالفت وکړ چې ولې یې د ده ملاتړ نه دی کړی.

نظام الدین قیصاري چې ځان بېګناه بولي بیګاه/یکشنبه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې دی له خپلې کورنۍ او لسګونه کسانو سره په یوه بل کور کې ځای پر ځای شوي دي.

هغه زیاته کړه: "زما یو کور یې ونیوه او اوس په خپل بل کور کې یم له ۴۵ کسانو سره مې، دوی وايي چې قیصاري یا نیسو یا یې وژنو، زه وایم چې نه مې نیولی او نه مې وژلی شي، څه ګناه مې کړې ده؟ که د چا په کور برید کوئ یو جرم ولري، که څوک مجرم هم وي باید یو تماس ونیسي چې دا جرم دې کړی له تماس پرته یو دم بریدونه پيل کړل، اته کسان مې ټپيان او درې نور وژل شوي، طیارې اته بمونه واچول چې کسان مې په همدغو بمباریو کې ووژل شول."

نظام الدین قیصاري د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاینونو پر مهال له رحمت الله نبیل ملاتړ اعلان کړی و.

د ملي امنیت پخواني رییس او د ولسمشرۍ ټاکنو کاندید رحمت الله نبیل د قیصاري په ملاتړ پر حکومت په خاصه توګه ولسمشر اشرف غني نیوکه کړې چې ولې یې د قیصاري د نیولو لپاره د هغه په کور بمبار کړی او له زوره یې کار اخیستی.


نبیل په خپله فیس بوک پاڼه باندې پرون شپه دا هم لیکلي چې د قیصاري د جرم د ثابتولو لپاره هېڅ سند نشته او که سند وړاندې شوی وای د ده په خبره قیصاري به په خپله عدلي او قضايي ارګانو ته حاضرېده.

د کورنیو چارو وزارت د همدې قوس/لیندۍ میاشتې په لومړیو کې د قیصاري د دوسیې د بیا پرانیستلو اعلان کړی و او دا دی له دوو ورځو مخکې یې د نیولو هڅې پيل کړې.

XS
SM
MD
LG