د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

د افغان فلم چارواکي: د افغانستان د سینما روان وضیعت د اندېښنې وړ دی


د افغان فلم مشره صحرا کریمي
د افغان فلم مشره صحرا کریمي

د افغان فلم چارواکي وايي، د افغانستان د سینما روان وضیعت د اندېښنې وړ دی.

افغانستان کې د سینماګانو سوړ بازار.

د کابل ښار د پارک سینما مخه، د ماسپیښین ۲ بجې سینما ته د تګ د دوهم ټایم پیل خو څوک د فلم لیدو ته نه دي راغلي.

سینما اوس لکه پخوا د افغانانو ترمنځ د ژبو پر سر نوم نه دی او په سینما ګانو کې فلم کتونکي په اسانۍ نه موندل کېږي.

داسې ښکاري چې په افغانستان کې نور سینما ته د تللو دود ورځ تر بلې پیکه کېږي او ډېری يې د له منځه تللو اندېښنه هم لري.

د کابل د پارک سینما مسوول فضل الرحمن وايي، خلک اوس د فلم لیدو سره چندان مینه نه لري.

هغه زیاتوي: "پخوا به خلک په یو خاص یونیفرم کې د فیلم لیدو ته راتلل ان کورنۍ خو اوس دغه فرهنګ په ټلویزیونونو کې د سریالونو او فلمونو په راوتلو سره پیکه شوې خلک دومره علاقه نه لري."

د فضل الرحمن په خبره، پارک سینما په یو وخت د ۵۵۰ نندارچیانو ظرفیت لري خو اوس په ورځیني ډول له ۱۵ تر ۲۰ پورې کسان د فیلم لیدو ورځي.

شیرین داد له ۳۰ کلونو راپدېخوا د فلمونو لوبغاړی پاتې شوی او هم یې د پامیر او اریانا په سینماګانو کې د مامور په صفت کار کړی.

دی راته د کابل سینماګانو د اوس او تېرو دیرشو کلونو مخکې توپیر کیسه کوي او زیاتوي: "دیرش کاله وړاندې به خلک له خپلو کورنیو سره پامیر، اریانا، پارک، زینب او خیرخانې سینماګانونو ته د فلم لیدوته راتلل او هغه یو ښه وخت وه خو اوس کورنۍ څه چې په انفرادي ډول هم خلک سینمه ته د تلو لپاره زړه نه ښه کوي، نا امني، نا سم اقتصادي وضیعت او د حکومت نه پاملرنه هغه لاملونه دي چې خلک یې له سینما سره بې علاقې کړي دي."

د کابل ښار یو اوسېدونکی محمد بیا وايي: "اوس بیکاري ده خلک پیسې نه لري کنه اوس زموږ د تفریح وخت دی باید د خپل ذهن بدلولو لپاره هم سینما ته لاړ شو."

نن د ډېسمبر ۲۸ مه د سینما له نړېوالې ورځې سره برابره ده.

له دغې ورځې په افغانستان کې په داسې حال کې نمانځنه کېږي چې د افغان فلم رئیسه صحرا کریمي هم د افغاني سینما کورنۍ وضیعت د اندېښنې وړ بولي.

نوموړې چې د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل، د دغې ستونزې د هواري لپاره دوی ځیني ځانګړي پروګرامونه تر لاس لاندې دي.

نوموړې وايي: "د سینما وضیعت دننه په هېواد کې د اندېښنې وړ دی، نه بودجه ورته شته او نه هم د حکومت له لوري لازمه پاملرنه خو افغان فلم په راتلونکې کې ځینې پروګرامونه تر لاس لاندې لري چې په پلي کېدو سره به یې د افغاني سینما وضیعت ښه شي."

سینما افغانستان ته د شلمې پېړۍ په پیل کې راغله.

دوه لسیزې وړاندې هم په افغانستان کې د ولایتونو او پلازمېنې په ګډون پنځه څلویښت سینما ګانو فعالیت درلود چې یوازې درویشتې یې په کابل کې وې.

خو اوسمهال په پلازمېنې کابل کې یوازې دوه سینما ګانې اریانا او پارک، فعالې دي.

په تېرو څو کلونو جګړو کې د یو شمېر سینماګانو ودانۍ ویجاړې او یو شمېر نورې په سوداګریزو ودانیو او دولتي ادارو بدلې شوې.

XS
SM
MD
LG