د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

د مهرګان فلم په جشنواره کې څلورو غوره افغاني فلمونو جایزې وګټلې


د مهرګان فلم په درېیمه نړیواله جشنواره کې څلورو غوره افغاني فلمونو جایزې وګټلې.

د افغانستان د هنر اوسینمايي علومو اکاډمۍ د پنجشنبې په ورځ په دې مناسبت په کابل کې یوه هنري ناسته جوړه کړې وه.

په افغانستان کې له ناوړه امنیتي وضعیت، روانو جنګونو او مالي ستونزو سره سره، د دې هېواد ځوانو فلم جوړونکو، د نویو داستاني او هنري فلمونو جوړول جاري ساتلي دي.

د دغو فلمونو جشنواره د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د مهرګان فلم د نړیوالې درېیمي جشنوارې په نوم "د افغانستان د هنراو سینما يي علومو د اکاډمۍ" لخوا جوړه شوې وه.

د دغې اکاډمۍ رئیس علي محمد کیان وویل په دغې نړیواله جشنواره کې ۳۵۰ افغاني او بهرني فلمونه ننداره او و ارزول شول:

"په مجموع کې ۳۵۰ کورني او بهرني فلمونه د جشنوارې په دفترکې ثبت شول چې ۲۲ فلمونه سیالیو ته وړاندې شول، له دې جملې څخه یو د غوره فلم په توګه او د فلمونو اته نورو برخو، د غوره برخو په توګه جایزې ترلاسه کوي."

د ښاغلي کیان په خبره د مهرګان فلم دا درېیمه جشنواره ده چې په کابل کې جوړېږي.

په دغو فلمونوکې " من وعزراییل، د ستکول گمشده، او اب " د غوره فلمونو په توګه جایزې ترلاسه کړي او همدارنګه"بااحتیاط برانید جاده لغزنده است، من وخودم، کتاب بې خط، او دموکراسي تلخ" هغه فلمونه وو چې هنري اوتخنیکي برخو یې جایزې وګټلې.

دا په داسې حال کې ده د افغانستان د خصوصي فلمونو جوړوونکو او د سینما کارکوونو تل شکایت کړی چې په هېواد کې د دولت لخوا د فلم صنعت ته پاملرنه نه کېږي د همدې له امله له کلونو کلونو راهیسې دغه صنعت د پام وړ لاسته راوړنې نه لري.

د افغان فلم د ریاست چارواکي دا مني چې د امنیتي او مالي ستونزوله امله، په هېواد کې د فلم جوړولو صنعت له ودې لوېدلی، خو دوی هڅې تېزې کړي چې د دغه صنعت بیرته راژوندی شي او پراخیتا ومومي.

د افغان فلم رئيس ابراهیم عارفي وویل:

"په افغانستان کې سینما اویا کلنه شوه خو قانون یې نه درلود او کله چې قانون او مقرره نه وي، د ماليې وزارت نه شي کولی چې بودجه ورکړي، موږ د دغې قانون د لیکلو په وروستي پړاو کې یو چې ممکن په یوه میاشت کې عدلېې وزارت ته وسپارل شي، موږ به د دې قانون له مخې فلم او سریال تولید کړو."

دا په داسې حال کې چې نن سبا د هېواد په یو شمېر لویو ښارونو کې ځینو خلکو د خصوصي فلمونو په جوړولو لاس پورې کړی دی.

ځینو خلکو ازادی راډیو ته ویلي چې په دغو خصوصي فلمونو کې معیارونه په پام کې نه نیول کېږي او حکومت یې هم نه څاري.

په دې اړه د افغان فلم رئیس وايي، د فلم او سینما د قانون له تصویبېدو او پلي کېدو سره به، دغو ټولو برخو ته پام وشي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG