د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

په خوست کې د هنر، ادب او تیاتر په برخو کې فعالیتونه ډېر شوي


د خوست یو شمېر مدني فعالان او د بېلابېلو علمي او بنسټونو غړي وايي چې په یاد ولایت کې د علمي او ادبي هڅو تر څنګ د فرهنګي ډګر په نورو برخو کې هم د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.

دوی وايي، په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې د یو شمېر غېرحکومتي بنسټونو له خوا په خوست کې د لاسي هنرونو، موسیقۍ، تیاتر او سینمايي فلمونو برخو ته پاملرنه شوې او په دې برخې کې هم لاسته راوړنې موجودې دي.

د خوست فرهنګیان زیاتوي، پخوا د ادب په برخه کې شعر ته توجه کېده او د ادبي دستورو په نوم یوازې په لویو او وړو مشاعرو کې راغونډېدل، خو اوس دا ساحه پراخه شوې ده.

د خوست یو تن مدني فعال مرجان هڅاند ازادي راډیو ته وايي، اوس په دې ولایت کې فرهنګي هڅې یوازې د شعر په دایره کې ایسارې نه دي پاتې شوې، بلکې نثر ته پاملرنه ډېره شوې او په فرهنګیانو کې د ادبیاتو د تیوری برخه هم پیاوړې شوې ده.

د ده په وینا اوس فرهنګي هڅې منظمې او سیستماتیکې شوې او فرهنګیانو درک کړې چې د منظمو حرکتونو په وجود کې ښه پرمختګ کولای شي.

د خوست د شیخ زاید پوهنتون استاد رفیق جنبش هم د یاد ولایت په فرهنګي هڅو کې د پرمختګونو خبره کوي او زیاتوي چې د اوسمهالو کلتوري فعالیتونو توپیر له تېرو سره دا دی چې په دې دستورو کې په علمي مسایلو او په خانګړې ډول د تخنیک او ټکنالوژۍ په ډګر کې پر لاسته راوړنو بحثونه کیږي.

ښاغلی جنبش وايي، دا ناستې که له یوې خوا د ځوانانو د ملي شعور په غوړېدا کې اغېزمنې دي.

بل لوري ته د لېرې پرتو سیمو ځوانان د فرهنګ، مدنیت او ماډرنتوب له مسئلو څخه هم مالومات ترلاسه کوي.

تیاتر او سیمنا د فرهنګ یوه مهمه برخه ده چې خوست هم په دې برخو کې اوږده مخینه لري.

لسیزې وړاندې د ښوونځیو زده کوونکو د سټیج ډرامې کولې او د ټولنې هغه ناخوالې او نادودې به يې د تمثیل له لارې ښودې.

د خوست ځینو لوبغاړو د افغان فلم غړیتوب لاره او په یو شمېر هنري او رزمي فلمونو کې لوبیدل او اوس هم له هماغو فعالیتونو څخه په اغېز په خوست کې د ډارمو تر څنګ یو شمېر فلمونه ریکاډ کیږي.

د خوست تیاتر مشر سلطان محمود خیرخواه وايي، حکومت سینما او تیاتر ته پوره پاملرنه نه لري، نو له همدې کبله دا برخه تر ډېره خصوصي سکټور ته ورپاتې شوې ده.

شاعر او مدني فعال خلیل جان ګربزوال د خوست مرکز، لکڼ، اسماعیل خېل مندوزي، باک، صبري، نادرشاه کوټ او ګربز هغه ولسوالۍ بولي، چې د ځوانانو اوسمهالي فرهنګي هڅې او ناستې په کې څه نا څه منظمې او له لاسته راوړنو ډکې دي.

خلیل جان ګربزوال زیاتوي:

"دا مهال فرهنګیان په خپلو شخصي لګښتونو یوې بلې سیمې ته مزلونه کوي، دوی پدې توګه د یوې بلې سیمې د خلکو له مشکلاتو او پرمختګونو ځانونه خبروي او بالاخره پدې برخو کې په خوست کې موجودو ستونزو او ننګونو ته مناسبې حل لارې پیدا کوي."

کتونکي د علمي، فرهنګي او ادبي هڅو د معیاري کیدو یوه لاره د کره کتنو غونډې او ناستې بولي.

ځوان شاعر رفیع الله ضمیر وايي، په خوست کې ډېریو مدني او فرهنګي بنسټونو د خپلو علمي او ادبي ناستو یوه برخه کره کتنو ته هم بېله کړې ده.

نوموړی زیاتوي:

"وروستۍ پراخې فرهنګي ناستې د ادب سره د ځوانانو مینه څرګندوي، پدې وروستیو کې موږ تاسو وینو، چې په مشاعرو کې د لیکچرونو او نورو درسونو علاوه هلته د کره کتنې پروګرامونه هم پرمخبېول کیږي."

بلخوا د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ وايي، چې په یاد ولایت کې د علمي او مالوماتي کتابونو تالیف او خپریدل، د شعر، هنر، موسیقي او لاسي صنعت په برخو کې پرمختګونه او په ټوله کې فرهنګي هڅې او فعالیتونه په ملي کچه د خوست د مطرح کېدو اساسي لاملونه دي.

ښاغلی ځدراڼ زیاتوي، د خوست ولایتي اداره د فرهنګ د ډګر د پرمختګونو پر مثبتو اغېزو باور لري او دې برخې لپاره يې لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونه جوړ کړي، چې د امکاناتو په چوکاټ کې يې یو په بل پسې عملي کوي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG