د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

"ضرب‌های سرکش" فسټیوال د ازادي راډیو پر مستند پای ته ورسېد


د هرات ښځو د فلم نړیوال فسټيوال د "ضرب‌های سرکش" په نوم د ازادي راډیو د جوړ شوي مستند، په نندارې سره پای ته ورسېد.

"ضرب‌های سرکش" د ازادي راډیو جوړ شوی مستند، د یوې رپ ویونکې سندرغاړې جوړې، د ژوند په هکله دی چې د هرات ښځو د نړیوال فلم په فسټيوال کې نندارې ته وړاندې شوی و.

دغه مستند د یوې افغانې نجلۍ، پارادایس ژوند په باب چې په سندرو کې له بې‌عدالتۍ، تاوتریخوالي او تبعیضه چیغې وهي، جوړ شوی او ښيي چې په افغانستان کې د ښځو حقونو حاصلول څومره ګران دي.

د دې فلم یوه ننداره کوونکې او فوټو ژورنالېسته مریم صالحي، ضرب‌های سرکش د ټولنې له واقعیتونو سره سم ګڼي او وايي چې دا مستند کولای شي چې د افغان مېرمنو په ژوند کې بدلون راولي.

یوه ننداره کوونکې او فوټو ژورنالېسته مریم صالحي
یوه ننداره کوونکې او فوټو ژورنالېسته مریم صالحي

اغلې صالحي زیاته کړه:

"له یو شمېر نارینه‌و سره مخ شوم او ومې‌لیدل چې په‎ خپله‌یې افسوس کاوه چې یوې مېرمن په پرده څه ویل او خپلې ستونزې یې بیانولې او یو نارینه حس کوله. دا حس کولای شي چې ژر نه بلکې په تدریجي توګه ښه او مثبت بدلون راولي."

مېرمن صالحي وايي، دا ډول مستند او نور فلمونه باید په هره سیمه کې نندارې ته وړاندې شي څو په لیدو یې افغان نارینه پوه او د ښځو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي.

د هرات ښځو د فلم نړیوال فسټیوال، د افغانستان له سینما سره د ملاتړ او د ښځو د حقونو او جنسیتي برابرۍ په مقصد، د کابل ښار په باغ بابر کې تنظیم شوی و.

دغه فسټيوال چې د تېرې چهارشنبې په ورځ پیل شوی و، په لسګونو مستند او افغاني او نړیوال فلمونه چې د ښځو پر حقونو څرخېده، نندارچېانو په‌کې ننداره کړل.

ضرب‌های سرکش د دې فسټيوال غوره مستند و.

ضرب‌های سرکش، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ازادي راډیو د شنه اسمان لاندې د پروګرام جوړونکي امید مرزبان جوړ کړی و.

دغه مستند پخوا تر دې د چک جمهوریت پراګ ښار کې نندارې ته وړاندې شوی و او د دوهم ځل لپاره بیا په کابل کې خلکو ننداره کړ.

رپ سندرغاړي
رپ سندرغاړي

​د دغه مستند دوه ننداره کوونکي سید هاشم سعیدي او محمد یحی وايي، د ښځو حقونو د تأمینولو لپاره باید مبارزه دوام وکړي.

دوی وايي:

"ښه فلمونه وو، په تېره هغه فلم چې ښځه او نارینه په‎کې وو. فلم ښيي چې ژوند باید دومره سخت ونه‎ګڼل شي. له ستونزو سره باید مبارزه وشي او خلکو ته قناعت ورکړل شي، څو دغه بهیر بدل کړو."

د ټولنیزو چارو پوهان وایي، افغان مېرمنې تر ډېره ځایه د تاوتریخوالي قرباني شوي او دغه فلمونه کولای شي چې د تاوتریخوالي منفي اړخونه څرګند کړي څو له دې چلنده لاس واخیستل شي.

د دې کارپوهانو له ډلې عزت‎الله برکي ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغانستان د سینما له کارکوونکو وغوښتل چې دا ډول فعالیتونه پراخ او خلکو ته وړاندې کړي.

راپور: خان محمد سیند

"ضرب های سرکش" فسټیوال د ازادي راډیو پر مستند پای ته ورسېد
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:33 0:00
XS
SM
MD
LG