د ډسبمر نهه ویشتمه د سینما نړیواله ورځ وه.
په افغانستان کې هم د دې ورځې یاد په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان ډیرې سینما ګانې ړنګې شوي او یا د د لمنځته تللو له خطر سره مخ دي.
په اوس وخت د کابل په شاوخوا ټولو سینماګانو د پاکستان پښتو فلمونه ښه چلېږي.
د سینما د نړیوالې ورځې په پلمه د کابل څو سینماګانو ته د سر له ورښکاره کولو وروسته داسې فکر کیږي چې دې هنر اوس کافي مینه وال له لاسه ورکړي او ګویا په افغانستان کې د هنرونو دا ډول له منځه تلونکی دی.
د سینماګانو د مسوولینو په وینا؛ په کابل کې د اوه لسو سینماګانو څخه اوس یوازې څلور یې فعاله او نسبتاً لږلیدونکي لري چې دوی د همدې شته سینماوو وضعیت هم د اندیښنې وړ بولي.
په کابل کې د پامیر په نوم د مشهورې سینما چلوونکي نوراغا صدیقي ازادي راډيو ته وویل؛ د بیلا بیلو لاملونو له کبله یې د سینما ټکټ اخستونکي کم شوي او باور لري چې که وضعیت همداسې دوام وکړي؛ د شته محدودو سینماوو دروازې به هم وتړل شي:
"که حالت همداسې دوام پیدا او لیدونکي همداسې مخ په کمېدو وي؛ بې کاري او د سینماوو په اړه بد لید لوری او مخکې له دې چې فلم په سینما کې نندارې ته وړاندې شي؛ لیدونکو ته په غیر قانوني توګه له بازاره رسیږي؛ نو فکر کیږي چې دا اوس څو خلاصې سینماوې به هم وتړل شي او بیا به څوک کومه سینما په افغانستان کې ونه ویني."
ښاغلی صدیقي وایي، د سینماوو وضعیت، تخنیکي ستونزې، د خلکو فقر، د کاپي رایټ قانون نشتون او ډیر نور خنډونه د دې لامل ګرځېدلي چې اوس خلک سینماوو ته کم ولاړ شي.
د سینما په نړیواله ورځ سینماوو ته راغلو څو ځوانانو بیا ازادي راډيو ته وویل؛ بې کاره دي او د دې لپاره چې سوچ فکر یې غلط کړی وي؛ ډیر وخت سینماوو ته ځي.
دوی وایي، سینما ورته تر ټولو ارامه تفریحګاه ښکاري؛ خو ډیر وخت د سینماوو په داخل کې د سګرټو او چرسو څکولو له امله د ارام دا فضا ورته ترخه شي او مسوولین یې هم په سرپټو ځایونو کې د نه څکولو په اړه چا ته څه نه وایي:
"پردیس مې نوم دی. د فلم عکسونه چې لګیدلي وي ښکاري چې په سینما کې نن څه داستان چلیږي؛ نو راځم ورته او بې کاره وخت همدلته ښه تیرږي؛ هیله مې ده چې لږ ډير د سینما وضعیت ښه شي ځکه اوس لیدونکي کم دي؛ زموږ مینه هم هغه نه ده پاتې."
سینما په نړی کې لرغونی تاریخ لري او د "لومیر وروڼو" لخوا په کال ۱۸۹۵ کې جوړه شوه؛ په داسې حال کې چې د لومیر پلار هغه دوام نه مندونکی انکشاف وباله؛ خو د ډیرو کلونو راهیسې دې هنر په نړی کې خاص ځای موندلی او د اوم هنر په نوم یادیږي.
افغانستان ته دا هنر د شاه امان الله خان په وخت کې راغی او د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت په چوکاټ کې همدې هنر د پیاوړتیا لپاره د افغان فلم په نوم بیل ریاست کار کوي.
په پخوا دورو کې لکه د نن نړۍ په څیر په افغانستان کې هم دې هنر ښه پرمختګ کړی و او په ټول هیواد کې شاوخوا اته دیرش سینماوو فعالیت کاوه چې د کورنیو جګړو له امله یې زیان ولید او اوس د نشت په حساب برابرې شوي دي.
له دې سره چې اقتصادي ستونزو؛ کورنیو جګړو او د افغاني فلمونو د نه تولید له امله په هیواد کې دې هنر ډیر مینه وال له لاسه ورکړي؛ افغان سینماګران په حکومت هم انتقاد کوي چې د نورو ستونزو تر څنګ یې د سینماوو د وضعیت ښه کیدو او کلتور ته هم وړ کارونه نه دي کړي.
د کونډې زوی د مشهور سریال لوبغاړي ممون مقصودي ازادی راډيو ته وویل؛ نه پاملرنه د دې هنر د ورکیدو سبب شوې ده:
"بدبختانه چې زموږ د تیر حکومت په دوره کې سینما ته هیڅ پاملرنه ونه شوه او د سینما وضعیت ورځ تر بلې د خرابیدو په لوري تللی دی. خو هغه څه چې زموږ هیلې ژوندی کوي؛ دا دي چې اوس په افغانستان کې د دې هنر د پیاوړتیا لپاره په پوهنځیو کې درس ورکول کیږي چې هیلې ژوندي کوي."
له دې سره نوي حکومت چې په ټولو برخو کې یې افغانانو ته د پرمختګ او وضعیت د ښه کیدو په اړه ژمنې کړي د سینما د حالت د ښه کیدو ټټر هم ډبولی دی.
اجرایه رییس عبدالله عبدالله چې د یکشنبې په ورځ یې د افغان سینماګرانو سره لیدنه درلوده سینما ګرانو ته ژمنه ورکړه چې د فلمونو د رشد او د سینما وضعیت ته به د ملي وحدت د حکومت په دوره کې پام کوي.
د کارپوهانو په وینا په افغانستان کې د مسلكي كدرونو كمښت، د تخنيكي وسايلو نشت، د لوبغاړو د پوهاوي او هڅونې لپاره د ځانګړو امكاناتو نه موجوديت، د ښځینه ممثلينو په نشت حساب شتون او د كمپنيو اقتصادي كمزورۍ، ټول هغه عوامل دي چې په افغان سينما يې نیغ په نیغه اغیز کړي او په لنډه موده کې یې د ښه کیدو څه هیلېو نشې نښانې هم نه ښکاري.
راپور: یوسف خان ځدراڼ