نن سبا د افغاني سينما وضعيت څنګه دی؟ هغه بهرني فلمونه چې نن سبا خصوصاً د کابل په ځينو سینماګانو کې ځوانان ګوري څه وړ دي؟ مسؤلان یې په اړه څه نظر لري؟
د دې اوونۍ تاندې څانګې خپرونه مو همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده.
په کابل کې د پامیر او د تیمورشاهي سینماو پر دیوالونو د پېښوري فلمونو د نیمه بربنډو ښځينه فلمي ستورو پوسټرونه یو شمېر ځوانان مجبوروي چې ټېکټ واخلي او فلم ته کیني. دننه په سينما کې که یو خوا د سيګرټو له لوګېو د سړي نفس تنګیږي، بلخوا فلمونه داسې څه نندارې ته وړاندې کوي چې د ځینو صاحب نظرانو په وینا هم له اخلاقي پلوه ځوانان له لارې باسي او هم په فلمونو کې شته تاوتریخوالی دوی تشدد ته هڅوي.
د پامیرسینما مخې ته یو ځوان هره ورځ چغې وهي او لاروي د فلم کتو ته رابولي. دغه ځوان سید نقيب نومیږي چې له نږدې لسو کلونو راهيسې یې همدغه کار دی، نوموړی وايي نن سبا ځوانان همدغه پېښوري فلمونه خوښوي.
سیدنقیب پخپلو خبرو کې دې ته هم اشاره وکړه چې افغاني فلمونه سينمايي ندي، یاني له تخنيکي پلوه داسې جوړ شوي دي چې په سينما کې د ښکاره کولو ندي. خو ځينې هغه ځوانان څه وايي چې سینما ته نه ځي؟
دا موضوع مې په فیسبوک کې هم پخپله او هم د تاندې څانګې پر فیسبوک پاڼه له ملګرو سره شریکه کړه، د دوی نظرونه داسې وو:
(محمدحکیم بهیر لیکي چې زه خو بیخي تر اوسه سینما ته نه یم تللی، شاد ګل فلم مې څو ځلې لیدلی، بیا به د شاد ګل غوندې د لوړ کیفیت فلم جوړ نشي. سیرت نوري، ښایسته ګل تسل، شېراغا احمدزی او امان صابر هم وايي چې سل فلمونه که جوړ شي هم، د کونډې زوی فلم ته نشي رسېدلی.
جرنېل خان تڼي لیکلي چې: اوس فلمونه نشته ټوله بې حیايي ده. محمدحامد اکبري ليکي چې اوسني د پخوانیو هومره خوند نه لري او ګټور ندي.
محب الله بهیر او لال اغا حیاتي لیکلي: اوسني فلمونه چې په سینما کې وړاندې کیږي زموږ له رواج سره په ټکر کې دي.
رضوان الله لرمل ليکي: خپل تولیدات مو کمزوري دي او زموږ سینما ته زیان اوښتی ځکه مو په سینماوو کې پردي فلمونه خپریږي.
<https://www.facebook.com/profile.php?id=100000328476966>امین الله خان احمدي وايي: اوسني فلمونه داستان نه لرې هسې دوخت ضایع کول دي.
عبدالرحیم صالح: پخوانيو فلمونو زموږ د خپل فرهنګ او رواج څرګندونه کوله، لکه د کونډې زوی، پرنده های مهاجر، مردها را قول است... او نور خو اوسني ټول د پردیو د فرهنګ نمایندګي کوي. عبدالهادي احمدزی هم لیکي چې اوسني فلمونه ټول د نورو کاپي دي. له جامو یې ونیسه هر څه یې زموږ د کلتور خلاف دی.
رفیع الله روشن: کوم فلمونه چې اوس نندارې ته وړاندې کیږي پروژه يي بڼه لري. همدا د سینماو مالکان دي چې افغاني فلمونو ته اهمیت نه ورکوي. باید خپل فلمونه مو نندارې ته وړاندې کړي).
ما ویل په افغاني سينماو کې ولې داسې فلمونه نندارې ته ږدي چې له افغاني فرهنګ او دود دستور سره په ټکر کې دي، د اطلاعات و کلتور وزارت پخوانی سلاکار جلال نوراني وویل چې په افغانستان کې سانسور نشته خو بیا هم یو کمیسون شته چې د دوی په اصطلاح تر سرې کرښې اوښتي فلمونه یا سیریالونو نشر ته نه پرېږدي.
په افغاني سينماو کې څه وړ فلمونه نندارې ته وړاندې کیږي، له دې موضوع نور راګرځو افغاني فلمونو ته.
سینما اووم هنر بلل کیږي او دا هنر د یوه هېواد د فرهنګ په غنا کې او نورو ته یې په ورمعرفي کولو کې مهم رول لري. اروپايي او هندي هېوادونه هر کال سلګونه فلمونه تولیدوي او په ملیاردونو ډالره عاید ترې ترلاسه کوي. خو افغاني سينما ولې له دومره ستونزو سره مخ ده؟ چې نورو هېوادونو ته خو څه چې پخپله افغانستان کې مینه وال نشي موندلی؟ د افغاني ډرامو او فلمونو یو لوبغاړی عیسی جانان وايي چې زموږ اکثره فلمونه د نورو بهرنیو فلمونو کاپي وي، خو هغه کاپي هم کاش په ښه ډول شوې وای. دی همدا راز وايي چې د نورو وتلیو هېوادونو سېنماوې د پوهنتون رول لوبوي، یاني خلکو ته زده کړه ورکوي خو موږ ډېر شاته پاتې یوو.
ښاغلی جانان همدا راز ځينو هغو جوړو شویو فلمونو ته په اشارې سره چې فیسټيوالونو کې نندارو ته وړاندې شوي او جایزې یې ګټلي، وايي چې هغه هم د سیاستونو او ځينو غرضونو ښکار شوي چې د مثبت پېغام پر ځای منفي پېغامونه لېږدولي دي.
د اطلاعاتو کلتور وزارت د معلوماتو له مخې د دغه وزارت لخوا څه باندې سلو خصوصي فلم جوړونکو کمپنیو (شرکتونو) ته د فعالت جوازونه ورکړل شوي دي. خو بیا هم دغه اووم هنر ولې د دیرشو څلويښتو کلونو په پخواني معیار فلم نشي جوړولی؟ د کونډې زوی فلم کې د مرکزي نقش (شاد ګل) رول لوبوونکی او مشهور افغان ممثل ممنون مقصودي دا پوښتنه داسې ځوابوي چې اوسنۍ د فلم جوړونې کمپنۍ او پخپله ځينې لوبغاړي د ځان د مشهورولو لپاره فلمونه جوړوي، په محتوا او کیفیت یې فکر نه کوي چې له امله یې اکثره د افغاني فرهنګ خلاف دي.
ښاغلی مقصودي همدا راز وايي چې په افغانستان کې له بیان ازادۍ او ډیموکراسۍ ناسم درک هم افغاني سينما زیانمنه کړه، دی د اطلاعات و کلتور وزارت ګرم ګڼي چې په دې برخه کې یې اغیزناک رول ندی لوبولی.
د اطلاعات و کلتور وزارت د افغان فلم ريئس محمدابراهیم عارفي هم د افغاني سینما او فلمونو له اوسني وضعیته ځان ناراضه ښيي او د دې ټوله پړه د پخواني ريئس جمهور حامد کرزي پر دولت وراچوي چې سينما ته یې خاصه توجه ونه کړه خو نوي دولت ته خوشبینه دی او وايي:
(د افغاني فلمونو له ټيټ کیفیته موږ هم ناراضه یو. خو زموږ لاس ته به څه راشي؟ کله چې پخپله اساسي قانون د افغانستان هر وګړي ته د بیان د ازادۍ حق ورکړی دی. نو د دوی زړه چې څنګه وغواړي هماغسې فلمونه جوړوي. د سینماو مالکان هم هغه فلمونه راوړي چې قیمت یې کم وي، هغوی یې په کیفیت پسې نه ګرځي. د پخواني ریئس جمهور حامد کرزي په دوره کې افغاني سینما ډېر زیان ولېد او توجه ورته ونه شوه. خو له دې وروسته د افغاني سینما لپاره د ريئس جمهور اشرف غني د وینا پر بنسټ په یوه منظمه پالیسي کار کوو چې د دغو ستونزو مخه به پکې نیول کیږي، ځکه چې اوس افغاني سینما ته توجه ډېره شوې ده او زموږ هڅې هم ورسره ګړندۍ شوي دی).
عارفي همدا راز وايي چې ایرانۍ سينما زموږ پر سوژو ځان ورساوه او که د دولت لخوا له دوی سره مرسته وشي نو داسې تکړه سناریو لیکونکي او فلم جوړوونکي لري چې خپل ښه افغاني فلمونه جوړولی شي. ما ویل که تېر هېر کړو او د دې لپاره چې د افغاني سينما د کیفیت د لوړتیا په هدف په راتلوونکي کې ښه ځوان کادرونه ولرو نو که ځوانان د تمثیل او یا د فلم جوړولو په برخه کې د تاسې مرستې ته اړ شي، څه وړ همکاري ورسره کولی شئ؟ یا مو تر اوسه څه کړي؟ نو ښاغلي عارفي وویل:
(هو، په تېرو څو کلونو کې موږ ګڼ شمېر روزنيز پروګرامونه لرل او لا یې هم لرو. ځينو ځوانانو د افغان فلم په مرسته لنډ فلمونه جوړ کړي دي او لا یې هم جوړوي، د عکاسۍ او سناریو لیکنې په برخه کې مو هم روزنيز کورسونه جوړ کړي دي. همدا راز له ایراني، پاکستاني او تاجکي هنرمندانو سره هم په اړیکه کې یو. یاني که څوک مراجه وکړي خامخا ورسره کومک کيږي. زه ټولو سناریو لیکونکو ته اعلان کوم چې رادې شي او موږ سره دې خپلې سوژې شریکې کړي، موږ به یې د ۱۳۹۴ کال د فلم جوړولو په غونډو کې شاملې کړو او هغه به ترې وټاکو چې په کومو کې موږ خپل افغاني هویت ولرو).
په دې هیله چې په افغاني دود دستور او فرهنګ برابره سینما، دکونډې زوی او د ځینو نورو په څېر نه هېرېدونکي ښه سیریالونه او فلمونه ولرو، تاندې څانګې رانغاړو. دا خپرونه پر فیسبوک پېدا کړئ او د خپرونې په اړه که غواړئ نو نظر راته پرېږدئ، پته ده: facebook.com/tandysangy
دا خپرونه په کابل کې نورګل شفق جوړوي، په دې برېښنالیک پته خپل نظرونه ورسره شریک کړئ:
ShafaqN@rferl.org