د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۹

ګارډین: د افغانستان د سینما ډېر زیارکښ لوبغاړی سلیم شاهین وپېژنئ!


  • میلیټري ټایمز

د امریکا چاپ میلیټري ټایمز "Military times" خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو د عملیاتو په اړه یو راپور خپور کړی چې سرلیک‌یې دی، د امریکا کمانډو ځواکونو په افغانستان کې زرګونه پوځي عملیات کړي.

خپرونه لیکي:

په افغانستان کې د امریکا ځانګړي ځواکونه په تېرو شپږو میاشتو کې خورا مصروف وو ځکه د نږدې ۲۰۰۰ پوځي عملیاتو په برخه کې یې افغان ځواکونو ته مشورې ورکولې او د هغو د پوځي وړتیاوو د پیاوړتيا لپاره‌یې هڅه کړې ده.

میلیټري ټایمز په دې راپور کې پر امریکايي کمانډو ځواکونو د هغه فشار یادونه کوي چې د ترورېزم پر ضد د مبارزې په برخه کې یې افغان ځواکونو ته د سلا مشورو پر مهال ګاللي دي.

خپرونه زیاتوي چې د امریکا کمانډو د سږني کال د جون له لومړۍ د نومبر تر ۲۴مې نېټې له افغان ځواکونو سره په ۲۱۷۵ ګډو ځمکنیو عملیاتو کې ونډه اخیستې او ۲۶۱ ځانګړي عملیات‌یې ترسره کړي دي.

میلیټري ټایمز وړاندې لیکي:

افغان کمانډو ځواکونو په دې ترڅ کې ۲۶۲۸ عملیات او له دې ډلې یوازې ۴۵۳ په یوازې ځان ترسره کړي دي.

د خپرونې د راپور له مخې افغان ځواکونو د ټولو عملیاتو په سلو کې یوازې ۱۷ په خپلواک ډول ترسره کړي دي.

  • د پرتګال نیوز انلاین خپرونه

د پرتګال نیوز انلاین خپرونه په افغانستان کې د پرتګال پوځي حضور ته د اشارې په ترڅ کې لیکي، د پرتګال د ملي دفاع عالي شورا په افغانستان او د مرکزي افریقا په هېوادونو کې د پرتګال د پوځي ونډې د زیاتولو طرحه تصویب کړه.

خپرونه زیاتوي په دې پلان کې د افغان ځواکونو د روزنې په مأموریت کې د دې هېواد د ونډې پراخېدل شامل دي.

  • ګارډین

د برتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې د بلې موضوع په اړه یو راپور خپور کړی.

ورځپاڼه د افغان فلم جوړوونکي سلیم شاهین په اړه په یوه راپور کې لیکي:

د افغانستان د سینما ډېر زیارکښ لوبغاړی او ډایرکتر سلیم شاهین وپېژنئ.

ګارډین لیکي چې شاهین په خندا سره د خپل هېواد د سینما ناوړه حالت ته د اشارې په ترڅ کې د افغانستان سینما هالیووډ او بالیووډ نه بلکې نتېنګ ووډ بولي.

سلیم شاهین په تېرو څو کالو کې لسګونه فلمونه جوړ کړي او ګارډین ورځپاڼه لیکي: هغه د ډېرو لږو پیسو په لګښت او د وسله‌والو مخالفینو تر توغندیو، حملو او ګواښونو لاندې خپلې چارې پر مخ بیايي.

ورځپاڼه لیکي:

د شاهین په کاري ډله کې هغه کسان شامل دي چې په خپله‌یې په جګړو کې برخه اخیستې، هم له کلاشنیکوف او هم له کمرې په اسانۍ سره کار اخلي او په دې کې هم کومه ستونزه نه‌لري چې له حقیقي مرمیو کار واخلي.

په مطلب کې شاهین افغان اېډ ووډ Ed Wood بلل شوی دی.

اېډ ووډ امریکایي فلم جوړوونکی و چې په ۱۹۵۰مو کلونو کې یې په بېلابېلو سینمايي ژانرونو کې لسګونه فلمونه د ډېرو لږو پیسو په لګولو سره جوړ کړل.

د ورځپاڼې د راپور له مخې دا دی سلیم شاهین اوس په یوه وخت کې پر څلورو فلمونو کار کوي چې د هغو له بشپړېدو سره به د ده د ټولو فلمونو شمېر ۱۱۴ ته ورسېږي.

ګارډین لیکي:

شاهین د خپل وروستي فلم د جوړولو لپاره له فرانسوۍ فلم جوړوونکې سونیا کرونلنډ "Sonia Kronlund" سره چې د فرانسې د راډیو او ټلوېزېون لپاره‌یې د سیمې په اړه یو لړ راپورونه هم جوړ کړي دي، یوځای له کابله بامیان ولایت ته تللی دی.

XS
SM
MD
LG