د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په تړاو اسلام اباد ته دوه ورځنی سفر پای ورساوه


په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت لخوا په یوې اعلامیې کې ویل شوي، ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د سولې بهیر پر اهمیت او د تاوتریخوالي پر راکمولو بحث وکړ.
په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت لخوا په یوې اعلامیې کې ویل شوي، ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د سولې بهیر پر اهمیت او د تاوتریخوالي پر راکمولو بحث وکړ.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان له صدراعظم، د پوځ مشر او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره تر کتنې وروسته، نن اسلام اباد ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه.

ښاغلی خلیلزاد هڅه کوي په افغانستان کې د امریکا د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره، له طالبانو سره د سولې خبرې بیرته احیا کړي.

هغه اسلام اباد ته د سفر پرمهال پرون ددغه هېواد د پوځ له مشر قمر جاوېد باجوه سره وکتل او یوه ورځ مخکې یې له صدراعظم عمران خان سره کتلي و.

له دغو لیدنو سره هم مهاله د افغانستان دولت هم له خپله اړخه له طالبانو سره د سولې لپاره یوه نوې طرحه اعلان کړه.

په دې اوه فقره ییزه طرحه کې له طالبانو سره د خبرو پیلېدو لپاره د دې ډلې له خوا یو میاشتنی اوربند د یوه اساسي شرط په توګه یاد شوی دی.

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د سه شنبې په ورځ (عقر/لړم ۷مه) په کابل کې خبریالانو ته د دې طرحې په اړه معلومات ورکړل.

هغه دغه راز طالبان د پاکستان لاسپوڅي وبلل او ویې ویل چې طالبان باید دا ثابته کړي چې خپلواک دي. ښاغلي محب دغه راز له پاکستانه هم وغوښتل چې باید دا تضمین ورکړي چې د ترهګرو ډلو ملاتړ به نه کوي.

په اسلام آباد کې د امریکا سفارت نن په خپله ویب پاڼه کې په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، ښاغلي خلیلزاد له صدراعظم عمران خان، د پوځ له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه او یوشمېر نورو چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر پر اوسني وضعیت او د شخړو د کمېدو پر اهیمت خبرې وکړې.

د بیان له مخې خلیلزاد دغه راز ټینګار وکړ چې د سیمې اقتصاد او امنیت ته سوله څومره ګټه رسولی شي.

خلیلزاد چې له طالبانو سره یې نهه پړاوه خبرې ترسره کړي، په تېره سپټمبر میاشت کې له دې ډلې سره د امریکا د خبرو تر لغوه کېدو وروسته تر اسلام آباد مخکې د لومړي ځل لپاره کابل ته تللی و.

خلیلزاد په کابل کې له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.

پوښتنه دا ده چې د سولې د خبرو د بیا پیلېدو لپاره چې ښاغلي خلیلزاد پیل کړي، د واشنګټن او کابل ترمنځ چې نوې یې د سولې یوه طرحه وړاندې کړې، د سولې دغه هڅې همغږې دي او ایا دواړه یو هدف تعقیبوي، په دې اړه د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی شک څرګندوي.

ښاغلي ستانکزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کابل له خوا د سولې وړاندیز شوې طرحه بې وخته وبلله، ځکه دده په خبره معلومه نه ده چې د ټاکنو په نتیجه کې دغه کسان بیا په واک کې پاتې کېږي که نه.

هغه زیاته کړه: "دوهمه خبره داده، زه فکر نه کوم چې کابل په خپله طرحه تر آخره ودریږي. اما په هرصورت په اوسني حالت کې که چیرې د کابل او واشنګټن په منځ کې د سولې د خبرو په ارتباط توافق او هماهنګي وجود ونه لري، طبعیتاً د دواړو خواوو فعالیتونه دغه د سولې په ارتباط ټکني کوي."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اروپا او سیمې ته په دې سفر کې چې تیره اونۍ یې پیل کړی، دغه راز په بلجیم کې د اروپایي اتحادیې له مشرانو سره پر لیدنو کتنو سربیره په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د امریکا، چین، روسیې او پاکستان په څلور اړخیزه غونډه کې ګډون کړی و.

له طالبانو سره د خلیلزاد د نهه پړاوه خبرو په نتیجه کې دواړه خواوې په اصولو کې یوې هوکړې ته رسیدلي و، خو نه یوازې دا چې دغې هوکړې عملي بڼه غوره نه کړه، بلکې له طالبانو سره امریکا د سولې خبرې هم لغوه کړې. ویل کېږي تر ډېره د کابل د حکومت مخالفت دا بهیر له ناکامۍ سره مخامخ کړ.

XS
SM
MD
LG