د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

د سولې شورا: د افغانستان د سولې په اړه د چین غونډه وځنډېده


د افغانستان د سولې په اړه د چین په پیکېنګ کې غونده چې تمه وه د راتلوونکې دوشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۸مه ڼېته وشي، تر نا معلومې نېټې ځنډېدلې ده.

د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد د شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې غونډې ځنډ تأیید کړ، خو ویې نه ویل چې دا غونډه به کله جوړه شي.

ده وویل: "موږ ته داسې معلومات راغلي چې د پيکېنګ غونډه وځندېده، ځیني وايي چې شاید دوه ورځې وځنډېږي، مګر کره معلومات یې نه‌ شته، د افغان حکومت غوښتنه دا وه چې دا ناسته دې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د پایلو له اعلان وروسته وشي، خو نړیوالې ټولنې دا غوښتنه ونه منله."

د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد
د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد

د افغانستان حکومت او وسله‌والو طالبانو چې دواړو ته د چین له‌خوا رسماً په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، د دې ناستې د ځنډېدو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د افغانستان حکومت به د چین په غونډه کې د ګډون کوونکي پلاوي نوملړ په یوه مناسب فرصت کې د چین له حکومت سره شریک کړي.

په ورته وخت کې پخوانی جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان چې تمه ده د پيکېنګ په غونډه کې ګډون وکړي، ازادي راډیو ته وویل، دا ناسته د څو اوونیو لپاره ځنډول شوې ده.

اسماعیل خان وايي، کېدای شي چې د چین ناسته د جمهوري ریاست د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته جوړه شي.

ده زیاته کړه: "طبعاً د سولې په اړه د خبرو له ځنډېدو وروسته دا غونډه د افغانانو ترمنځ د خبرو د بیا شروع کېدو لپاره ښه پیل دی، دا غونډه به د افغانانو ترمنځ د نورو مذاکراتو د پیل لپاره زمینه برابره کړي."

پخوانی جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان
پخوانی جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان

په چین کې د افغانستان د سولې په اړه کېدونکې غونډه داسې مهال ځنډېږي چې پرون د جمعې په ورځ په مسکو کې د روسیې، امریکا متحده ایالاتو، چین او پاکستان ترمنځ دوهمه څلور اړخیزه غونډه وشوه.

د غونډې ګډونوالو د سولې د خبرو په دوام او له دغه بهیره د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ملاتړ ټینګار کړی دی.

په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو دفاع وزیرانو هم د افغانستان له سولې ملاتړ اعلان کړی دی.

اخوا د شنبې په ورځ په کابل کې د سولې بنسټ له‌خوا جوړه شوې غونډه کې یو شمېر پخوانیو دولتي چارواکو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغانستان د سولې په اړه سره یوه خوله شي.

راپور: امید زهیرمل

XS
SM
MD
LG