د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۴۴

طالبان به د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو لپاره د اوربند شرط ومني؟


طالب جنګیالي د افغان ځواکونو له یوه سرتېري سره د انځور اخیستو پر مهال، دغه انځور د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند پر مهال اخیستل شوی دی.
طالب جنګیالي د افغان ځواکونو له یوه سرتېري سره د انځور اخیستو پر مهال، دغه انځور د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند پر مهال اخیستل شوی دی.

په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره د سیمې او نړۍ په کچه هڅې پیل شوې دي، د افغانستان حکومت طالبانو سره د سولې خبرو لپاره د اوربند شرط کېښود.

پرون د ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وویل، د سولې تر خبرو وړاندې باید طالبان یوه میاشت اوربند ومني. په داسې حال کې چې طالبانو تل د افغانستان له حکومت سره هر ډول خبرې رد کړي، د سیاسي چارو ځیني کتونکي وایی، دغه ډله به تر هېڅ فشار لاندې اوربند ته زړه ښه نه‌کړي.

د ولسي جرګې پخواني غړي سید اسحق ګېلاني په باور د سولې لپاره د ولسمشر غني نوې طرحه هم د ده په خبره کوم درد نه‌شي دوا کولای.

نسیم شفق په همدې اړه له ښاغلي ګېلاني سره مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ!

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG