د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

زلمي خلیلزاد له ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدلي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د لیدنې په حال کې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د لیدنې په حال کې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په یوه نااعلان شوي سفر پرون کابل ته تللی دی.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي خلیلزاد له ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدلي دي.

هغه ددغې کتنې د خبرو جزئیات ورنه کړل.

ښاغلي خلیلزاد نن سهار (اکټوبر ۲۷مه) د ملي یووالي حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم کتلي.

اجرائیه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ښاغلي خلیلزاد او ښاغلي عبدالله ترمنځ د نن ورځې په لیدنه کې د سولې پر بهیر او پایداره او عادلانه سولې ته د رسېدو پر لارو چارو بحث وشو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو لوریو په خپلو خبرو کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه وکړه.

خلیلزاد د افغانستان د سولې په تړاو د خپل سفر نوی دور د تېرې دوشنبه په ورځ (اکټوبر ۲۱مه) په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره له لیدنې پیل کړ.

هغه په بلجیم کې له اروپایي ټولنې، ناټو او د ملګرو ملتونو له چارواکو سره د افغانستان د سولې پر لارو چارو خبرې وکړي او وروسته فرانسې او روسیې ته لاړ.

د مسکو څلور اړخیزه ناسته

د اکټوبر په ۲۵مه مسکو د افغانستان په اړه د څلورو هېوادونو روسیې، چین، امریکا او پاکستان استازو کوربه و. په دغه څلوراړخیزه ناسته کې زلمي خلیلزاد، د چین استازي دنګ ژیانګ، د روسيې استازي ضمیر کابلوف او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال برخه لرله.

ددغې ناستې ګډونوالو په ګډه اعلامیه کې د افغانستان د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې ژر تر ژره تاوتریخوالی راکم کړي او پرېږدي چې مذاکراتو ته زمینه برابره شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په چټک ډول د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو بیا پیلېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي خلیلزاد د مسکو تر غونډې وروسته پرون په نااعلان شوي سفر کابل ته لاړ. دا د امریکا او طالبانو ترمنځ په سپټمبر میاشت کې د خبرو تر درېدو وروسته لومړی ځل دی چې نوموړی افغانستان ته سفر کوي.

تېره اوونۍ د امریکا دوو لوړپوړو دولتي چارواکو د دفاع وزیر مارک اسپر او د کانګرس د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي او ورسره پلاوي کابل ته سفرونه وکړل. دوی داسې مهال افغانستان ته لاړل چې له طالبانو سره د سولې پروسه درېدلې او خلک د ولسمشرۍ ټاکنو پایلو ته انتظار دي.

د ښاغلي خلیلزاد نویو سفرونو او د سولې مذاکراتو په تړاو د ناټو، اروپايي ټولنې، چین او روسیې دریځونو ددغه بهیر بیا پیلېدو هیله مندي ډېره کړې ده.

د افغانستان حکومت وړاندې ویلي چې د سولې هرډول خبرې باید د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي له کمېدو او اوربند سره مل وي.

اروپايي ټولنې او امریکايي چارواکو هم طالبانو سره د سولې هوکړې ته د رسېدلو په خاطر د بین الافغاني خبرو پر مهال په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG