د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

اروپايي ټولنه: د سولې خبرو لپاره دې افغانستان کې ښکېل لوري تاوتریخوالی کم کړي


اروپايي ټولنې او امریکايي چارواکو طالبانو سره د سولې هوکړې ته د رسېدلو په خاطر د بین الافغاني خبرو پر مهال په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې ده.
اروپايي ټولنې او امریکايي چارواکو طالبانو سره د سولې هوکړې ته د رسېدلو په خاطر د بین الافغاني خبرو پر مهال په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې ده.

د اروپايي ټولنې د افغانستان د جګړې له ټولو ښکېلو غاړو وغوښتل چې د سولې لپاره د یوه مناسب چاپېریال رامنځته کولو په هدف، د تاوتریخوالي کمولو لپاره فوري اقدامات وکړي.

تېره ورځ (اکټوبر ۲۲مه) د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره په بروکسل کې وکتل.

د دواړو لوریو په ګډه اعلامیه کې، طالبانو سره د سولې هوکړې ته د رسېدلو په خاطر د بین الافغاني خبرو پر مهال په افغانستان کې د اوربند غوښتنه شوې ده.

اعلامیه کې ویل شوي، افغانستان ته پایداره سوله یواځې د یوې سیاسي هوکړې په نتیجه کې ترلاسه کېدای شي.

د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري د اروپايي ټولنې او امریکا د دې غوښتنې هرکلی کوي او وايي، د سولې خبرو لپاره د کابل شرط هم د تاوتریخوالي ختمول او اوربند دی.

اغلې انوري وویل: "دا د افغانستان د دولت غوښتنه هم ده. که چېرې مونږ وغواړو له طالبانو سره په مستقیم ډول خبرې پیل کړو، د دولت یو شرط به د تاوتریخولي راکمول او اوربند وي. ځکه د اوربند په نشتوالي کې خبرې کومه نتیجه نه ورکوي."

طالبانو تازه د دغې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې ویلي چې په افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې به خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې دغه شان ټینګار شوی چې د سولې په برخه کې هر ډول هوکړه باید په افغانستان کې د ښځو، ځوانانو او اقلیتونو په شمول د افغانستان د ټولو خلکو حقونه خوندي کړي او د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنو ساتنې ته هم پام وشي.

په خبرپانه کې دغه شان له د افغانستان له دولت غوښتل شوي چې طالبانو سره د رسمي مذاکراتو لپاره یو ټول منلی او ملي پلاوی جوړ کړي.

ښاغلي خلیل زاد، د افغانستان د سولې د بهیر په اړه بروکسل، پاریس او مسکو ته د خپلو سفرونو تازه لړۍ د دوشنبې په ورځ پیل کړه.

ښاغلي سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ (اکټوبر ۲۱مه) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې ناټو او شریکان به‌یې د افغانستان ملاتړ او د سولې د توافق لپاره شرایطو ته ژمن پاتې شي.
ښاغلي سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ (اکټوبر ۲۱مه) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې ناټو او شریکان به‌یې د افغانستان ملاتړ او د سولې د توافق لپاره شرایطو ته ژمن پاتې شي.

د سیاسي چارو کارپوهان د افغانستان د جګړې نړیوالو اړخونو ته په پام سره وايي، د خلیل زاد د دې سفرونو هدف د سولې په اړه د بېلابېلو هېوادونو د لیدلورو راټول دي.

سیاسي کارپوه احمد سعیدي وايي، طالبانو سره د سولې په اړه پرېکړه به د امریکا تر ولسمشریزو انتخاباتو وروسته وشي.

"د افغانستان جګړه بیلابیل اړخونه لري. زمونږ جګړه افغاني، سیمه ییزه او له هغې هم پراخه ده. امریکا ناچاره ده چې د هرې هوکړې لپاره اروپايي، اسیايي او امریکايي هیوادونو ته قناعت ورکړي. یوازې د امریکا او طالبانو په خبرو کې مونږ سولې ته نه رسېږو. دا سفرونه د لیدلورو معلومولو لپاره دي. دا به جمع بندي کړي، خو په اړه به یې تر انتخاباتو وروسته پرېکړه وکړي."

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېرې سپتمبر میاشت کې د کابل په شش درک سیمه کې د طالبانو له خوا تر هغې حملې ورسته چې د یوه امریکايي سرتیري په ګډون دولس کسان په کې ووژل شول، له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې.

مخکې تر دې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکايي استازو تر منځ نهه پړاوه خبرې وشوې او دواړه لوري د سولې یوې هوکړې ته نېږدې شوې وو.

XS
SM
MD
LG