د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

خلیل‌زاد د سولې په تړاو د خپل سفر نوی دور د ناټو سرمنشي سره له لیدنې پیل کړ


ښاغلي سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ (اکټوبر ۲۱مه) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې ناټو او شریکان به‌یې د افغانستان ملاتړ او د سولې د توافق لپاره شرایطو ته ژمن پاتې شي.
ښاغلي سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ (اکټوبر ۲۱مه) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې ناټو او شریکان به‌یې د افغانستان ملاتړ او د سولې د توافق لپاره شرایطو ته ژمن پاتې شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د سفرونو او لیدنو نوې لړۍ پرون دوشنبه (اکټوبر ۲۱مه) پیل شوه.​

ښاغلی خلیل‌زاد د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې پرون بروکسل ته لاړ او د ناټو له سرمنشي سره‌یې ولیدل.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې له ښاغلي خلیل‌زاد سره د لیدو پر مهال ویلي چې دا سازمان او متحدین‌یې د سولې د هر ډول توافق ملاتړ کوي.

ښاغلي سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې ناټو او شریکان به‌یې د افغانستان ملاتړ او د سولې د توافق لپاره شرایطو ته ژمن پاتې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې وایي زلمی خلیل‌زاد به تر بروکسل وروسته، فرانسې او روسیې ته هم لاړ شي.

اعلامیه زیاتوي چې ښاغلی خلیل‌زاد به په بروکسل او پاریس کې له اروپایي ټولنې، ناټو او د ملګرو ملتونو له چارواکو سره د افغانستان سولې ته د رسېدو لپاره د تر ټولو ښې او چټکې لارې پر موندلو خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي، خلیل‌زاد به په مسکو کې د افغانستان لپاره د روسیې او چین له استازو سره پر هغو ګډو ګټو خبرې وکړې چې په افغانستان کې جګړې ختمولی شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د سفرونو او لیدنو نوې لړۍ له دوشنبې (اکټوبر ۲۱مه) پیل شوه او داسې مهال بروکسل ته لاړ چې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډه جوړېدونکې ده.

ټاکل شوې بروکسل د همدې اوونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو د دې غونډې کوربه وي.

د پنجشنبې په غونډه کې به پر افغانستان بحث وشي.

تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر کابل ته د سفر پر مهال د دوشنبې په ورځ وویل چې د کابل د سفر جزئیات به په بروکسل کې د ناټو متحدینو سره شریک کړي.

ښاغلي اسپر زیاته کړه: "د همدې اوونۍ په پای کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته ځم. افغانستان به د خبرو د اجنډا یوه برخه وي. تمه لرم د خپلو سترګو لیدلی حال هلته له خپلو متحدانو سره شریک کړم او په دې مهم مأموریت کې خپل دوامداره ملاتړ وښیم."

د امریکا دفاع وزیر د یکشنبې په ورځ افغانستان ته تللی و او د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له سرپرستانو او همداراز یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له قوماندانانو سره ولیدل.

تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر کابل ته د سفر پر مهال د دوشنبې په ورځ وویل چې د کابل د سفر جزئیات به په بروکسل کې د ناټو متحدینو سره شریک کړي.
تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر کابل ته د سفر پر مهال د دوشنبې په ورځ وویل چې د کابل د سفر جزئیات به په بروکسل کې د ناټو متحدینو سره شریک کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپتمبر میاشت کې له طالبانو سره د امریکایي پلاوي خبرې لغوه کړې او پر طالبانو یې د خپلو بریدونو د ډېروالي اعلان وکړ.

ولسمشر ټرمپ دوه ورځې وروسته له هغه دا خبرې لغوه کړې چې د سنبلې/وږې پر ۱۴مه د کابل په شش درک سیمه کې د طالبانو په یوه ځانمرګي برید کې د یوه امریکایي سرتېري په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.

طالبانو څو ځله د دغو خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه کړې، خو امریکا تر اوسه په دې اړه چمتووالی نه‌دی ښودلی.

اوس د هڅو په یوې تازه لړۍ کې په مسکو کې د روسیې او چین له استازو سره د زلمي خلیل‌زاد د لیدو په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.

د امریکا متحده ایالات له دغو هېوادونو سره نسبتاً کړکېچنې اړیکې لري، خو خلیل‌زاد په وار وار د چین او روسیې له استازو سره لیدلي دي او داسې ښکاري چې دواړه هېوادونه د افغانستان په اړه له امریکا سره همغږي دي او په دې هېواد کې د جګړې د ختمېدو ملاتړ کوي.

  • ـــــــــــــــــــــ

روانه اوونۍ د امریکا دوو لوړپوړو دولتي چارواکو د دفاع وزیر مارک اسپر او د کانګرس د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي کابل ته سفرونه وکړل. دوی داسې مهال افغانستان ته لاړل چې له طالبانو سره د سولې پروسه درېدلې او خلک د ولسمشرۍ ټاکنو پایلو ته انتظار دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پرون یو ځل بیا خپل سفرونه پيل کړل.

په دغه ډول حالت کې کابل او سیمې ته د امریکايي چارواکو سفرونه له یو بل سره څومره تړاو لري؟

اجمل اند پر دې موضوع په واشنګټن کې له مېشت افغان څېړونکي احمد ویس وردګ سره د مرکې په پیل کې پوښتلي چې ایا د افغانستان د سولې په تړاو د زلمي خلیل‌زاد وروستي سفرونه د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هڅو د بیا پیل په معنی دي؟

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:36 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG