د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

چین د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو بیا پیلېدو غوښتونکی دی


ښاغلي شوانګ ویلي چې چین چمتو دی د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو په پيلولو کې اغېزناک رول ولوبوي.
ښاغلي شوانګ ویلي چې چین چمتو دی د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو په پيلولو کې اغېزناک رول ولوبوي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته، چینایي چارواکو ویلي چې پیکنګ هیله من دی دواړه لوري دغو خبرو ته دوام ورکړي او دوی په دې برخه کې رغنده رول لوبولو ته چمتو دي.

د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند جینګ شووانګ نن (سپټمبر ۲۳مه) وویل، پيکنګ مصالحې او ثبات ته د رسېدو لپاره په افغانستان کې د بین الافغاني خبرو ملاتړ کوي.

چینايي چارواکي داسې مهال د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو بېرته پیلېدو غوښتنه کوي چې د ملا برادر په مشرۍ په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر یو نهه کسیز پلاوی چین ته په سفر تللی.

دوه اونۍ مخکې په کابل کې د طالبانو تر یوه ځانمرګي برید وروسته چې د یوه امریکايي سرتیري په شمول یې ۱۲ کسان ووژل، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا هغه مذاکرات لغوه کړل چې په کې له نهو پړاوه خبرو وروسته دواړه لوري د هوکړه لیک پر یوې مسودې سره سلا شوي وو.

د ښاغلي ټرمپ تر دغې پرېکړې وروسته، طالب استازو روسیې، ایران او چین ته سفرونه وکړل او ددغو هېوادونو له حکومتي چارواکو سره یې د افغانستان پر مسئلې خبرې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جینګ شوانګ اسوشېټډ پرېس خبرې اژانس ته ويلي چې دواړه لوري طالبان او امریکا باید د سولې خبرې له سره پيل کړي.

ښاغلي شوانګ ویلي چې دوی چمتو دي په دغو خبرو کې اغېزناک رول ولوبوي.

طالبانو هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې چین کولی شي د سولې خبرو بیا پیلولو کې مرسته وکړي.

په همدې حال کې مولوی قلم الدین چې طالبانو ته نزدې پاتې شوی ددغو خبرو د بیا پیلېدو پر اړتیا ټینګار کوي.

هغه وویل: "طالبان سوله غواړي او سولې ته ژمن دي. هغه امریکا ده چې اوس سوله نه غواړي، امریکا به بېرته د سولې خبرو ته حاضریږي، که حاضر نشي جګړه به په افغانستان کې نور هم ګرمه شي او قرباني به یې عام افغانان وي."

خو د نړېوالو چارو کارپوه عمر شریفي بیا په دې باور دی چې د سولې مساله باید د افغانستان تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته تعقیب شي.

"د امریکا اوسني حالت ته په کتو او په افغانستان کې ټاکنو رانزدې کیدو ته په پام سره، د سولې خبرې باید له ټاکنو وروسته پیل شي، که تر ټاکنو وړاندې وي، پرته له شکه چې ستونزې راولاړوي."

بلخوا د پاکستان صدراعظم عمران خان هم تېره ورځ په نیویارک کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي.

عمران خان په دې لیدنه کې د سولې په اړه د بیا خبرو پر پیل ټینکار کړې.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې ښاغلی خلیلزاد له یوه بهرني لوړپوړي چاروکي سره د افغانستان پر سولې خبرې کوي.

د افغانستان حکومت هم د اوس لپاره د سولې ټول فعالیتونه ځنډولي او وایي چې راتلونکی حکومت به یې په اړه پرېکړه کوي. په پام کې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې څلور ورځې وروسته د میزان په ۶مه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG