د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

د طالبانو استازو په چین کې د دغه هېواد له ځينو چارواکو سره کتلي


د طالبانو د قطر د دفتر غړي
د طالبانو د قطر د دفتر غړي

له طالبانو سره د امریکا د خبرو له لغوه کېدو را وروسته د دې ډلې استازي دا وار چین ته تللي دي.

د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهین ویلي چې د طالبانو مرستیال ملا عبدالغني برادر په بیجینګ کې د افغانستان لپاره د چین له خاص استازي ډینګ شیجون سره د یکشنبې په ورځ کتلي.

افغان حکومت چین ته د طالبانو د یوه پلاوي سفر ته په اشارې وايي، نورو هېوادونو ته د دې ډلې سفرونه هغه نتیجه نه ورکوي چې خلک یې په تمه دي.

ارشیف، د سولې د خبرو لپاره د طالبانو د قطر د دفتر غړي
ارشیف، د سولې د خبرو لپاره د طالبانو د قطر د دفتر غړي

د سولې په چارو کې د دولت د وزارت ویاندې ناجیې انوري پرون ماښام (د سنبلې په ۳۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې طالبان دې نورو هېوادونو ته د سفرونو پر ځای له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.

دې وویل: د نورو کورونو ته ورتلل هغه نتیجه نه ورکوي چې موږ یې غواړو، موږ که څه هم له ټولو هېوادونو چې د سولې په پروسه کې د افغانستان له دولت او له دې پروسې سره همکاري کړې، کور ودانی ورته وایوو، خو مهمه دا ده چې افغانان د مخامخ خبرو لپاره له یو بل سره کېني او موږ باید ټول دې موضوع ته ډېر پام وکړو.

د طالبانو د سیاسي ډلې ویاند سهیل شاهین پرون په خپل ټوېټر لیکلي چې د طالبانو د مرستیال ملاعبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی د یکشنبې په ورځ چین ته تللی دی.

د امریکا او طالبانو د خبرو تر لغوه کېدو وروسته د طالبانو یو پلاوی د سپټمبر په شپاړسمه ایران او یو بل پلاوی یې هم په همدې نېټه روسیې ته تللي و.

چین ته د طالبانو د استازو سفر دا د سیمې هېوادونو ته د یادې ډلې د استازو درېیم سفر دی.

سهیل شاهین ویلي چې ملا برادر د یوه نهه کسیز پلاوي په مشرۍ د افغانستان لپاره د چین له خاص استازي ډینګ شیجون سره په بیجینګ کې وکتل.

شاهین ویلي چې د ملا برادر او ډینګ شیجون خبرې له امریکايي پلاوي سره د طالبانو د شویو مذاکرو او توافقنامې په سر متمرکزې وې.

د شاهین په خبره چې د افغانستان لپاره د چین خاص استازي ډینګ شیجون له امریکا سره د طالبانو هوکړه د افغانستان د مسئلې د سوله ییز حل یوه ښه لار بللې.

د چین حکومت او په کابل کې د چین سفارت تر اوسه پورې بیجینګ ته د طالبانو د سفر او د خبرو د جزیاتو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د طالبانو یو پلاوی داسې وخت چین ته تللی چې پخوا تر دې د دې ډلې په یادو سفرونو باندې افغان حکومت انتقاد هم کړی و.

د سولې په چارو کې د دولت د وزارت ویانده ناجیه انوري هم وايي چې لازمه نه ده چې طالبان دې په نورو هېوادونو کې ډېر تګ راتګ ته پرېښودل شي.

دا وایِِي: زموږ توقع دا ده چې یوه ډله چې لا کافي رسمیت نه لري او په دې پروسه کې باید مستقیماً له افغان دولت سره خبرو ته راشي، فکر نه کوم چې دومره دې ضرور وي چې له هغوی ډېر ښه کوربه توب وکړو، یا دې ته اړتیا وي چې دوی ته دومره اجازه ورکړل شي چې په هېوادونو کې حضور ولري او وګرځي.

د نړیوالو چارو افغان کارپوه سید انتظار خادم چین ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه ازادي راډیو ته وویل چې د چین ځواک ته په کتو طالبان د دغه هېواد له خبرو نه اوړي او غواړي چې اړیکې ورسره ولري.

د نړیوالو چارو افغان کارپوه سید انتظار خادم
د نړیوالو چارو افغان کارپوه سید انتظار خادم

ده زیاته کړه: نړیوال سیاست او نړیوال عظمت په پیسو باندې کېږي، په پوځ کېږي او په سیمه ییزه ډيپلوماسي او تجارت باندې کېږي او دا هر څه چین لري، نو د طالب رهبري په هېڅ وجه د چین له خبرې نه تېرېږي، بله دا ده چې که چېرته امریکایان وځي، نو دوهمه قوه چې په سیمه کې پاتې کېږي، هغه چین دی او له چین سره ښې اړیکې او خبرو ته یې غوږ نیول د طالب رهبري له چین سره نږدې کولی شي.

ښاغلي خادم وویل چین په سیمه کې د خپلو ټولو لویو پروژو د پلي کېدو لپاره یو باثباته افغانستان ته اړتیا لري او په همدې خاطر له طالبانو سره خبرې کوي.

طالبانو وروسته له هغه د سیمې هېوادونو خپل سفرونه پیل کړي چې د دوی او امریکايي مرکچیانو خبرې د سپټمبر په اتمه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له خوا لغوه اعلان شوې.

د امریکا ولسمشر په خپل ټوېټر کې د قهرجنو پيغامونو په لیکلو سره ویلي وو، غوښتل‎یې د سپټمبر په اتمه په ډېوېډ کمپ کې د طالبانو له مهمو مشرانو سره محرمانه لیدنه ولري.

ټرمپ وروسته تر هغه دا کار وکړ چې په کابل کې د طالبانو یوه موټربم برید لس افغان ملکیان او دوه بهرني عسکر چې یو یې امریکايي و، ووژل.

طالبانو د ټرمپ له خوا د خبرو د لغوه کېدو په غبرګون کې د بریدونو د زیاتېدو ګواښ وکړ، خو دې ډلې په عین حال کې د خبرو بیا پیل ته هم لېوالتیا وښوده.

وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې، د افغانستان ولسمشرۍ د سولې په روانه پروسه کې د رامنځته شوي خنډ لامل د افغانانو پر وړاندې د طالبانو روانه جګړه او تاوتریخوالی ګڼي.​

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د افغانستان خلک او دولت د باعزتې او تلپاتې سولې غوښتونکي او د سولې په تړاو ټولو هلو ځلو ته ژمن دي.

په اعلامیه کې دغه شان راغلي دي چې د افغانستان دولت د سولې د طراح، مدافع او تطبیقوونکي په توګه د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړو ته درناوی کوي او د دې جرګې له خوا د سولې لپاره د افغانستان د خلکو پر محوریت او د افغان دولت پر مالکیت د وړاندې شوې کړنلارې تعقیب خپل مسؤلیت ګڼي.

XS
SM
MD
LG