د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

طالبان هېوادونو ته د سفر پرمهال له کومو اسنادو او مدارکو استفاده کوي؟


په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ځيني غړي
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ځيني غړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نه پوهېږي چې بېلابېلو هېوادونو ته د طالبانو د پلاوي سفرونه څرنګه او پر کومو اسنادو ترسره کېږي.

بېلابېلو هېوادونو ته د طالبانو د ډلې د استازو سفرونه هغه موضوع ده چې ښيي د دغې ډلې سیاسي فعالیتونو ته پراخه زمینه برابره شوې ده.

اوس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، نه پوهېږي چې بېلابېلو هېوادونو ته د طالبانو د پلاوي سفرونه په کومو اسنادو ترسره کېږي.

د دغه وزارت ویاند صبغت احمد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې برخه کې باید له هغو هېوادونو وپوښتل شي چې دغه سفرونه ورته کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي

ده وویل: دا چې دوی څنګه سفر کوي، باید له هغو ځایونو چې سفر ورته کېږي او چیرې چې ځي، وپوښتل شي چې له کوم پاسپورټ او له کومو مدارکو استفاده کوي، دا د هغو هېوادونو قوانینو او د منلو په کړنلارې پورې اړه لري، ایا دوی د سفر مدرک لري او که کوم ځانګړي هېواد ورته پاسپورټ ورکړی دی؟

د طالبانو پر وړاندې د نړیوالو بندیزونو د له منځه تلو او د دې ډلې او امریکايي چارواکو ترمنځ د سولې د خبرو له پیلېدو سره سم د دغې ډلې مهمو غړو بېلابېلو هیوادونو ته سفرونه کړي او هڅه کوي چې خپلې اړیکې پراخې کړي.

پاکستان، چین، روسیه، عربي متحده امارات او اندونیزیا هغه هېوادونه دي چې د طالبانو پلاوي ورته سفرونه کړي دي.

دغه ډله د قطر په دوحه کې سیاسي دفتر لري او د راپورونو له مخې، د دغې ډلې یوه پلاوي ازبکستان ته سفر کړی دی.

په همدې حال کې د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد ودیر صافی وايي، طالبانو ته د سفر د زمینې برابرول د دوی په اړه د دغو هېوادونو لیدلوری په ډاګه کوي او دا کار دغه ډلې ته رسمیت ورکول دي.

بل خوا پخواني طالب چارواکي او د افغانستان د خلاصون لارې شورا رئیس سید اکبر اغا ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو د قطر د دفتر غړي پر افغاني پاسپورټ سفرونه کوي.

پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د خلاصون لارې شورا رئیس سید اکبر اغا
پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د خلاصون لارې شورا رئیس سید اکبر اغا

ده وویل: کوم طالبان چې په قطر کې دي، ټول يې افغاني پاسپورټ لري، دوی خپل ټول سفرونه له افغاني پاسپورټه په ګټې اخیستنې ترسره کوي، په هر هېواد کې چې د افغانستان سفارت یا هم قونسلګري موجوده وي او څوک پاسپورټ ته اړتیا ولري، نو دوی ورته پاسپورټ ورکوي، شاید طالبانو هم له همدې لارې افغاني پاسپورټ ترلاسه کړی وي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

خو د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي عبدالحکیم مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې وروسته له هغې چې د طالبانو په مشرانو نړیوال بندیزونه لېرې شول، دوی هر هېواد ته د سفر حق لري.

بل خوا د سیاسي چارو افغان پوه سید خالد سادات وايي چې بېلابېلو هېوادونو ته د طالبانو د مشرانو سفرونه کولای شي چې مثبت اړخونه ولري.

خو د دغو کارپوهانو په باور چې افغان حکومت باید دغه ډول سفرونه په جدي ډول تر څار لاندې ونیسي.

XS
SM
MD
LG