د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

اروپايي ټولنه غواړي چې د افغانستان د سولې خبرې بېرته پیل شي


اروپايي ټولنه غواړي چې هر څه ژر باید د افغانستان د سولې خبرې بېرته پیل شي.

داسې ښکاري چې یو ځل بیا د سولې ځنډېدلې خبرې د پیلېدو په درشل کې دي.

تازه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رولاند کوبیا ویلي، دوی هڅه کوي چې د افغانستان د سولې خبرې بیا پیل شي.

ښاغلي کوبیا د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د سولې خبرو د بیا ځلي پیل پر مهال باید وضعیت او شرایطو ته په پام ګام پورته شي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رولاند کوبیا
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رولاند کوبیا

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دا لوړ پوړی ډپیلوماټ دا ځل اوربند له ټولو مهم او د سولې د خبرو د پرمختګ او پایلې لپاره اصل ګڼي او زیاتوي: "اوربند کېدای شي، ځکه وړاندې هم دا تجربه شوې ده، که وړاندې وشوه، ولې اوس نه شي کېدای؟ مذاکرات او خبرې د همدې لپاره کېږي چې اوربند وشي، اوربند ناممکن نه دی."

ښاغلی کوبیا دغه شان د سولې په خبرو کې د افغان حکومت په مالکیت ټینګار ته په اشارې وايي، دا خبرې هغه مهال ښه پایله درلودلی او تر خوا یې رڼې ترسره کېدای شي چې د افغانستان د حکومت ونډه په کې زیاته وي.

بل لور ته افغان حکومت وايي، سوله د دوی لومړیتوب دی او په دې برخه کې د دوی تګلاره روښانه ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري ازادي راډیو ته وایي، حکومت د سولې په اړه هلې ځلې هېڅ مهال نه دي درولي، خو د مذاکراتو د پیل لپاره اساسي شرط اوربند دی.

دې وویل: "د مذاکراتو د پیل لپاره شرط همدا دی چې تاوتریخوالی باید را کم او اوربند وشي، که چېرې داسې ونه شي، مذاکرات مانا نه لري، که چېرې د مذاکراتو پر مهال بیا تاوتریخوالی کېږي، خبرې مانا نه لري، له همدې کبله زموږ اساسي شرط اوربند او د تاوتریخوالی کمول دي."

اروپايي ټولنه داسې مهال د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو بیا پیلېدل غواړي چې د جمعې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم وویل، له طالبانو سره سیاسي هوکړه د امریکا د ملي ګټو برخه ده.

له طالبانو سره د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
له طالبانو سره د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټوېټ کې لیکلي، افغانستان یوې سیاسي هوکړې ته اړتیا لري.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د سپټمبر په اوومه نېټه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا د کابل په شش درک سیمه کې د یوې چاودنې وروسته چې یو امریکايي سرتېری هم په کې ووژل شو، لغوه شوې.

مخکې تر دې د دواړو لوریو تر منځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې نهه پړاوه خبرې شوې وې.

راپور: امید زهیرمل

XS
SM
MD
LG