د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

"د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیلېدو نښې لیدل کېږي"


د طالبانو سرچینې وویل، د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو بیا پیلیدو په اړه د طالبانو استازو په اسلام آباد کې له زلمي خلیلزاد سره په وروستۍ کتنه کې خبرې کړې دي.
د طالبانو سرچینې وویل، د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو بیا پیلیدو په اړه د طالبانو استازو په اسلام آباد کې له زلمي خلیلزاد سره په وروستۍ کتنه کې خبرې کړې دي.

د طالبانو یوه سرچینه وایي، له امریکا متحده ایالتونو سره د دې ډلې د خبرو د بیا پیلیدو نښې نښانې لیدل کیږي او دوی هم دې تیاردي چې دغه خبرې بیرته په قطرکې پیل شي.

دغې سرچینې د موضوع د حساسیت له امله د خپل نوم نه خپرېدلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د دغو خبرو د بیا پیلیدو په اړه د طالبانو استازو په اسلام آباد کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په وروستۍ کتنه کې خبرې کړې دي.

مخکې له دې چې ولسمشرټرمپ له طالبانو سره خبرې لغوه کړي، خلیلزاد د دې ډلې له پلاوي سره نهه پړاو خبرې ترسره کړې وې چې د وروستي په پایله کې یې دواړه لوري په اصولو کې یوې هوکړې ته هم رسیدلي و.

په اسلام آباد کې د خلیلزاد او د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر د مشر ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د پلاوي کتنه چې د اکتوبر په دریمه ترسره شوې، تراوسه د امریکا له خوا رسماً نه ده تایید شوې.

د طالبانو دغې سرچینې ویلي، له امریکا سره یې د سولې یوه موافقه نهایي شوې او هغه یواځې لاسلیک ته اړتیا لري.

د دغې سرچینې په وینا د دغې موافقې له لاسلیک وروسته به بین الافغاني خبرې پیل شي چې د افغانستان د لانجې لپاره حل لاره پیدا شي.

د جرمني ډي پي اې خبري آژانس هم په یوه راپورکې د طالبانو د یوې سرچینې په حواله چې هغه هم پټه ساتل شوې ویلي چې له متحده ایالتونو سره خبرې به په څه کم راتلونکو څلورو اونیو کې بیا پیل شي.

په دې اړه چې ایا دغه خبرې به په نژدې راتلونکې کې بیا پیل شي، هڅه وکړه چې د امریکایي لوري نظر واخلو. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد دفتر راته یواځې دومره وویل چې رسمي خبرې نه دي پیل شوي.

په کابل کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم دا تایید نکړه چې خبرې به کله پیلیږي او د امریکا او طالبانو ترمنځ د احتمالي رسمي خبرو د پیلیدو په اړه یې بې خبري وښوده.

د دغه وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي راډیو ته وویل:

"د امریکا له لوري د خبرو د بیا پیلیدو په اړه رسماً څه ندي ویل شوي او د افغانستان د حکومت دریځ هم هماغسې چې ولسمشر اشرف غني پرې ټینګارکړی دادی چې د افغانستان په مالکیت او رهبري باید دغه بهیر مخ ته لاړشي که نه نتیجه به یې مثبته نه وي".

طالبانو تراوسه د افغانستان له حکومت سره هرډول مخامخ خبرې رد کړي دي.

د طالبانو اوامریکا ترمنځ د خبرو د بیا پیلیدو احتمال وروسته له هغې زیات شوی چې د امریکا ولسمشرډونالد ټرمپ تېره اونۍ د امریکا په مینېسوتا ایالت کې وویل چې اداره یې په افغانستان کې د دغې اتلس کلنې جګړې د پای ته رسیدوغوښتونکې ده.

هغه زیاته کړه چې واشنګټن هڅه کوي چې یوه ښه معامله وکړي او خپل سرتېري له افغانستانه بیرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

په اوس وخت کې شاوخوا ۱۴ زره امریکایي سرتېري په افغانستان کې دیره دي.

له دغه هیواده د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل د طالبانو یوه عمده غوښتنه ده چې له امریکایي پلاوي سره یې په تېرو نهه پړاو کې خبرو کې پرې خبرې کړي دي.

پردې سربیره، د طالبانو له خوا د دې مسلې یقیني کول چې د افغانستان له خاورې به پرامریکا او نورو متحدینو یې د ترهګرۍ ګواښ نه کیږي، بین الافغاني خبرې او دایمي اوربند د دواړو لورو ترمنځ د خبرو نورعمده ټکي وول.

XS
SM
MD
LG