د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

واشنګټن پوسټ: امریکا تېر کال خپل ۲۰۰۰ پوځيان له افغانستانه ایستلي


واشنګټن پوسټ لیکلي، افغانستان د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان سکاټ میلر د دوشنبه په ورځ (اکټوبر ۲۱مه) وویل، تېر کال یې دوه زره پوځيان له افغانستانه ایستلي دي.
واشنګټن پوسټ لیکلي، افغانستان د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان سکاټ میلر د دوشنبه په ورځ (اکټوبر ۲۱مه) وویل، تېر کال یې دوه زره پوځيان له افغانستانه ایستلي دي.
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په حواله لیکلي چې د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شمېر کمولو پروسه پيل کړې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه، ښاغلي مېلر د دوشنبې په ورځ (اکټوبر ۲۱مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، تېر کال‌یې دوه زره پوځيان له افغانستانه ایستلي دي.

واشنګټن پوسټ لیکلي، دا شمېر سرتېري سره له دې چې له طالبانو سره په سپټمبر میاشت کې د سولې خبرې بندې شوې، له افغانستانه ایستل شوي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د طالب مرکچیانو یوه اصلي غوښتنه ده.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په وار وار ټینګار کړی چې امریکايي عسکر به له بې‌پایه جګړو بېرته خپلو کورونو ته ستنوي.

واشنګتن پوسټ دا هم لیکلي چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو خبرې په رسمي توګه بیا نه‌دي پیل شوي.

خو د ورځپاڼې په لیکنه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد د همدې میاشتې په لومړیو کې په پاکستان کې له طالب چارواکو سره لیدلي دي.

امریکايي او طالب مرکچیانو یوې موافقې ته د رسېدو لپاره نږدې یو کال نهه دوره خبرې وکړې.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په کابل کې د یوه امریکایي عسکر په شمول د ۱۲ کسانو د وژنې په غبرګون له طالبانو سره د امریکا خبرې لغوه اعلان کړې او په دې ډلې یې د بریدونو د زیاتولو ګواښ وکړ.

  • مېلېټري ټایمز

له افغانستانه د دوه زره امریکايي پوځیانو د ایستلو موضوع د مېلېټري ټایمز ورځپاڼې پام ورجلب کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه دا کمښت په دې معنی دی چې اوس په افغانستان کې تقریباً ۱۲ زره امریکايي سرتېري پاتې دي.

مېلېټري ټایمز د امریکايي او افغان چارواکو په حواله لیکلي، د هغو سرتېرو پر ځای چې له افغانستانه وځي، نور تازه دمي سرتېري نه‌ګمارل کېږي.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر مارک اسپر ویلي، امریکا کولای شي پرته له دې چې له ترورېزم سره مبارزه زیانمنه شي، په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ تنو ته راښکته کړي.

XS
SM
MD
LG